تاند- د پخواني شوروي اتحاد وروستنی ولسمشر میخاییل ګورباچوف وايي، حال مې تر هغه څه ښه دی چې په انترنټ کې زما په اړه ویل کېږي.

د ګورباچوف ویندوی پرون /سې شنبه/ د ده د مړینې په اړه په انترنټ کې خپاره شوي خبرونه رد کړل او په خپله ګورباچوف هم وویل چې حال یې تر هغه یو څه ښه دی چې د ده په اړه په انترنټ کې ویل کېږي.

پرون د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر فرانک والټر شتاینمایر په نوم په ټویټر کې یوه جعلي اکاونټ ادعا کړې وه چې د پخواني شوروي اتحاد وروستنی مشر مړ شوی دی.

د شتاینمایر په نوم په ټویټر کې د جعلي پاڼې جوړېدو تاند ته په دې جالبه ښکاره شو چې د تاند په نوم هم د طالبانو او نورو کسانو له خوا فیسبوکي پاڼې جوړې شوي دي څو ګوندي خلک یې د تاند په اعتبار خبرونه وګوري.

ګڼو رسنیو د ګورباچوف د مړینې خبر په دې خاطر خپور کړ چې د یوه معتبره یا باوري کس له لوري په ټویټر کې دا خبر خپور شوی و.

ګورباچوف په خپله د دې خبر له لیدو وروسته د اوکراین ټي ایس این ویبپاڼې ته وویل:«حال مې دې هم ته هم نه دی رسېدلی چې په ټویټر کې بیان شوی، یو څه تر دې ښه یم خو د جرمني په یوه روغتون کې بستر یم.»

دا په روان میلادي کال کې درېم ځل دی چې د ګورباچوف د مړینې خبرونه خپرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *