تاند- ګورجستان وايي چې د بګرام د هوايي اډې په خوله کې د چهارشنبې د ورځې په انتحاري حمله کې درې ګورجستاني پوځیان ژوبل شوي دي.

مخکې افغان او امریکايي چارواکو د بګرام د هوايي اډې د تلاشۍ په درېمه دروازه کې د انتحاري برید په نتیجه کې د ۳ تنو د ټپي کېدو خبر تایید کړی و خو په دې اړه یې څه نه و ویلي چې ټپیان څوک دي.

د ګورجستان دفاع وزارت وویل چې درې پوځیان یې ژوبل شوي چې د هغو په منځ کې د یوه حال نازک دی.

دا وزارت وايي چې د ډګرمن ایفري بوادڅې (Iveri Buadze) حال ښه نه دی او جراحي عملیاتو ته اړتیا لري.

دې وزارت د دوو نورو ټپي شویو پوځیانو نومونه هم اعلان کړي او ویلي یې دي چې د هغوی ټپونه برسېرن دي.

د ګورجستان دفاع وزارت په عین حال کې ویلي چې له پېښې سمدستي وروسته درې واړه پوځیان په بګرام کې د پوځي روغتون عاجلې څانګې ته یووړل شول.

د ګورجستان پوځیان د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې خدمت کوي.

ګورجستان د پخواني شوروي اتحاد یو جمهوریت دی چې ایران، ارمنستان، ترکیې او اذربایجان ته نژدې پروت دی او هڅه کوي چې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *