خبریال: میرویس جلالزی – د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وايي چې په افغانستان کې به د ښځو د تیرو دیارلسو کلونو لاس ته راوړنې او پرمختګونه په اوبو لاهو نه شي.
په کابل کې د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې ګورګت ګینګنون دغه څرګندونې د خپلې کاري مودې د پای ته رسیدو په وروستۍ ورځ په کابل کې وکړې.
میرمن ګورګیت وايي، افغانان له بشري حقونو سره علاقه لري، د ښځو حقونه به خوندي پاتي شي او شاتګ به ونه کړي خو سره له دې افغان دولت ته په کار ده چې د ښځو لپاره ډیر څه وکړي او د هغوی د حقونو او حضور د خونديتوب لپاره له ټولو ممکنه امکاناتو کار واخلي.
د میرمن ګورګت دغه څرګندونې څه موده وروسته تر هغه کیږي چې په کابل کې په رڼا ورځ د پولیس سرتیرو په حضور کې د فرخندې په نامه یوه پيغله په عام محضر کې لومړی ووهل شوه، بیا ووژل شوه او وروسته وسوځول شوه.
مېرمن ګینګنون په افغانستان کې د خپل پنځه کلن ماموریت په پای کې دا هم وویل چې مدنی ټولنه په افغانستان کې د غښتلي کیدو په حال کې ده او دا ټولنه د بشري حقونو پر اساس رامنځ ته شوې او د بشري حقونود خوندي کولو او ساتنې لپاره یو غښتلی امید ورکوونکی ځواک دی.
د ملګرو ملتونو دغې عالي رتبه چارواکې د فرخندي د دوسیې په ارتباط د یوې پوښتني په ځواب کې وویل چې له دغه قتل وروسته چې د مارچ په ۱۹ وشو ډیرې ښځې واټونو ته ووتې او د عامانو د محاکمې غوښتنه یي وکړه خو دوی تر اوسه پوري د محکمې له پڅو اجراتو راضي نه دي او حکومت ته په کار ده چې دغه مسله په جدي او فوري توګه حل کړي.
میرمن ګورګت وايي د ښځو په ژوندانه کې تغیرات د رامنځ ته کیدو په حال کې دي او هغه څه چې تر اوسه تر سره شوي د طالبانو د واکمنۍ او هغو څخه مخکي دورو سره اصلا د مقایسې وړ نه دي.