“زه يو ملا يم، د پوليو له منځه وړل زما دنده ده.”په اخځنښو کې دا جمله به تاسې فکر کوئ چې رښتيا هم د يوه ملا تر خولې را وتلې وي…. نه! دا جمله نه هم په رښتيا د يوه ملا تر خولې را وتلې ده او نه يې هم لس کاله نور تمه ترې کېدای شي. موږ په يوه داسې هېواد کې اوسو چې د پوهنتون زدکړيالان يې هم تر اوسه پر دې ګروهه دي چې د پوليو واکسين د ماشومانو د شنډولو لپاره ورکول کېږي، نو په يوه لېري پراته کلي کې به د يوه نيمنړېدلي مسجد د قدوري او پنجکتاب له ملا څنګه د داسې خبرې تمه وکړو.دا جمله د يونسيف له لورې پر ځوړند شويو دړو (لوحو) باندې د يوه ښکلي منور ملا د عکس تر څنګ ليکلې وه، خو موږ له خپلې ټولنې ښه خبر يوو، ملايان مو داسې خبرې نه کوي.
که څه هم په تېرو ۲۶ کالونو کې ۱۲۵ هېوادونه په يو مخيزه توګه له پوليو پاک شول، خو زما په هېواد کې د ولس لوی اکثريت لا هم د دې دريو څاڅکو له اصليته ناخبر دی. اوس مې هم ډېره سلنه هېوادوال پر دې باور دي چې دا درې څاڅکي د يوې ناروغۍ نه بلکې د پښتانه پښت (نسل) د ډېرښت مخنيوی کوي. موږ په خپل چاپېريال کې هره ورځ لسګونه ګوزڼ وهلي وينو خو بيا هم هر وار دا خبره کوو چې “ما د پوليو واکسېن نه دی کړی نو څه را شوي دي؟” او پر دې سربېره هره مياشت د پوليو رضاکاران په له خپل کلي شړو.
زموږ نږدې ګاونډي هند پر ۲۰۱۳ ع کال وکولای شوه چې د خپل هېواد ټول ۱.۲۷ زره ميليونه وګړي په بشپړه توګه له پوليو وژغوري، وروسته تر هغه چې د روغتيا نړيوالې ټولنې دا ومنله چې هندستان نور له پوليو پاک دی، په سيمه کې د هندوستان د اټومي سيال او ازلي دوښمن پاکستان هم پر ځان نيت بد شو او د پوليو د ناروغۍ د له منځهوړي هڅې يې څو چنده ګړندۍ کړې او ښايي په نږدې راتلونکي کې افغانستان او نايجريا د پوليو په منګولو کې يوازې پرېږدي.
تاسې به فکر کوئ چې که پاکستان له پوليو پاک شو نو د افغانستان غيرت به هم را ويښ شي چې له پاکستان سره د سيالۍ په توګه په يوه يا دوو کالنو کې ځان له پوليو پاک کړي. تېروتلی يې! موږ په هر ډګر کې له پاکستان سره د سيالۍ فکر ولي کوو؟! په داسې حال کې چې موږ تر اوسه له پاکستان څخه د راغلو اوړو په ډوډۍ پايو؛ د اغوستو ټوکر مو له پاکستان راځي؛ د سردرد د يوې ګولۍ لپاره هم پاکستان ته اړ يوو؛ تر پرونه پورې مو د هېواد دولتي ورځپاڼې هم په پاکستانيو چاپخونو کې چاپېدلې؛ نن مو هم درملتونونه په پاکستانيو درملو ډک دي او د درملو پر هر پاکټ په سره خط ليکلي دي چې “For export to Afghanistan only”؛ زموږ د هر يوه په جېب کې اوس هم د جناح تصويرونه (پاکستاني نوټونه) دي…. پوهېږم چې موږ او تاسې هر يو په دې خبرو خورا زيات سوځو، خو پرېږده چې لمبې مو تر لمنې راشي؛ پرېږده چې ښه وسوځو… ګوندې چې ويښ شو.
موږ تر اوسه په ټوله مانا له بېشمېرو ټبرونو او خېلونو څخه يوه يوازيني ولس (ملت) ته لوړتيا او بشپړتيا نه ده موندلې، خو بيا هم چې خوله پرې کړو پاکستان ښکنځو او ځانونه تر هغوی ښه بولو.
په تشو خبرو يې سر نه سره ورځي! درځئ چې په ګډه د کړن ډګر ته ووځو! درځئ چې هر يو په خپل ښار او کلي کې د پوليو پر وړاندې ملي مبارزه پيل کړو. د مياشتې په پای کې چې د پوليو رضاکاران ستاسې کوڅې ته درځي، تاسې او څلور پېنځه نور ملګري هم ورسره مله شئ او کور پر کور د هر ماشوم په خوله کې د آب حيات دغه درې څاڅکې ور واچوئ او هغوی له تلپاتې معلوليته وژغورئ. د پوليو له ټيم سره ستاسې ملتيا نه يوازې دا چې د پوليو ټيم ته زړه غټاوی ور بښي بلکې تاسې د پوليو د ډلې په پرتله ښه پوهېږئ چې په کوم کور کې څو ماشومان دي.
ډېری کورونه خپل ماشومان پټوي او نه يې پرېږدی چې د پوليو واکسين ورکړل شي، د پوليو کارکوونکي يې هم په دې دک و دليل تر دروازه تېرېږي چې “ستاسې خپل ماشومان دي موږ مو څه کوو؟” خو زموږ اند بايد دومره لنډ نه وي، دا يوازې “د دوی خپل ماشومان” نه دی، دا د هېواد ماشومان دي، همدغه ماشومان د هېواد راتلونکې جوړوي، د دوی معلوليت به دوی د ټولنې او هېواد پر اوږو بار کړي. هسې هم د هېواد پر اوږو نور درانه پېټي پراته دي. که دغه يو بار موږ ترې سپک کړو ښايي د هېواد کړوپه ملا له ماتېدو وژغورو.
راشئ موږ خپلو مشرانو ته ووايو چې سمه ده چې د پوليو واکسين په خارجي (نا اسلامي) هېوادونو کې جوړ شوی خو له جوشيګولۍ(Dispirin) نيولې بيا تر انټیبايټک او نورو درملو پورې يو هم ستا په هېواد او يا هم بل اسلامي هېواد کې نه جوړېږي. راشئ ټول په يوه خوله (د دولت له مرستې پرته) خپل درانه ملا امامان او کلیوالي مشران د پوليو پر اصليت وپوهوو، هغوی ته ووايو چې دغې وباء په ۱۹۱۰ کال کې هم ټوله پرمختللې نړۍ په خپلو منګولو کې نيولې وه، د ۱۹۱۶ کال د جون پر ۱۷مه نېټه د امريکا د دولت د اعلان له مخې په هغه هېواد کې ۲۷زره د پوليو پېښې ثبت شوي چې ۶زره وګړي يې د مرګ تر ستوني تېر کړي دي. د ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ د لسيزې په اوږدو کې هر کال په ټوله نړۍ کې تر پېنځه لکه ډېر کسان د پوليو له لاسه مړه کېدل. خو اوس افغانستان، پاکستان، او نايجريا هغه يوازني درې هېوادونه دي چې لا هم هر کال لسګونه د پوليو پېښې ترې ثبتېږي، چې په پايله کې يې ماشومان ژوند بايلي او يا هم د تل لپاره معلولېږي.
په کومه ورځ چې د جومات ملا امام دا خبره وکړه چې “زه يو ملا يم، د پوليو له منځه وړل زما دنده ده.”، پر هماغه ځای او مهال به په دې هېواد کې اوړونټکی رامنځته کېږي، او هېواد به د ويښتيا او پرمختيا پر لور سيخېږي.
په ګرداب ورځپاڼه کې خپور شوی