سرليکنه\ اداره –
د انسان عظمت، کرامت او سترقوت تاسو له دې ښه څرګندولای شئ، چې څښتن تعالی(ج) هغه د ځمکې پر مخ خپل خلیفه او استازی ټاکلی دی« إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً »
الله(ج) فریایي: « لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ »
او انسان د شرافت او کرامت په باب یې دا فرموده هم ډېره مشهوره ده، چې: « وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ »
او د خدا تعالی(ج) له خوا انسان ته تر دې د لوی درنښت تصور به بل څه وي، چې تر ټولو نوراني، سپېڅلي او عابد مخلوقات (ملایکي) یې د هغه عظمت ته د تعظیم په سجده ماموري کړې. انسان ته د کائناتو د خالق له خوا د دومره لوی مقام ورکړه، باید د ده په وجود کې د هغه د جلال تجلې منعکسه کاندي او تاسو ګورئ چې نن انسان د ژوند په هر اړخ کې څرنګه خارق العاده شهکارونه چې له تصوره ماورا ول پنځولي دي، د نورې نړۍ انسان د خپل انساني سترتوب ثبوتونه ګام پر ګام وړاندې کړي او لا لګیا دی مخته ځي، تر اوسه خو د مریخ تر کرې رسېدلی او وړاندې هم د کوم خنډ وخطر احساس نه کوي.
مګر افغان انسان ولې همېشه د کمترۍ د احساس ښکار او په یوه وچه ګوله هم بل ته محتاج او یو د سترګو رپ هم په خپل اختیار کې نه بولي؟ افغان انسان هم د نړۍ له بل هر انسان سره په هېڅ انساني خلقت او شرافت کې توپیر نلري، یوازې د ارادې خبره ده، چې د نورې دنیا بشر د خپلې قوي- انساني ارادې په ځواک سره خپلې انساني ځانګړنې ځلولې او کارولې دي مګر زموږ د جغرافیې انسان تل ځان د وارخطایي، بېرې او کمزورۍ د احساس د نړېدلي پاڼ پر څنډه ولاړ ګڼي او فکر کوي چې یو آزاد او ژور تنفس به یې هم د تباهۍ او نیستۍ تاترین ته ور وغورځوي مګر واقعیت داسې نه دی، افغان انسان هسي خپل تقدیر د یو شمېر مریي او نامریي قوتو منګولو ته سپارلی دی، که دی د الهي سنت او انساني تجربې له مخې پر خپل بشري هویت، فکري کرامت او مغزي قوت تکیه وکړي او خپل وجودي منطق ته رجوع وکړي نو هم به یې د پروردګارعالم د خلقت راز ته پرداز ورکړی وي او د رب العالمین د ټولو نعمتو، چې د ده د وجود په ذره په ذره کې د عجایبو قوتو په شکل راجمع دي، د ضیاع مخه به یې نیولې او د هغه سترذات د خوښۍ سبب به ګرځېدلی وي او هم به یې د بشرې جهان په منځ کې خپل وړ مقام حاصل کړی وي. دا کار، دا بریا او پر مختګ تر بل هر چا د افغان انسان لپاره په څو دلیله اسان دی:
۱ د افغانستان جغرافیه په طبیعي لحاظ د فزیکي- رواني ودې لپاره خورا مناسبه ده، ځکه چې د جګو غرو، ځنګلو او روانو اوبو له امله یې هوا همېشه فلټر او پاکه وي او په باالقوه توګه دا فلټر نور هم قوي دی؛ د پاکې هوا تنفس پر جسمي- اروایي غوړېدا او ځواک فوق العاده مثبت اغېز لري.
۲- د افغانستان جغرافیايي- سیاسي، جغرافیایي- ستراتېژیک او جغرافیايي- اقتصادي موقعیت داسې یو لوی فرصت دی چې په دنیا کې به د لږو ملتو په قسمت رسېدلی وي،د افغانستان په هوا کې د برېښنایې مزو تمدید، د ځمکې پر سر د سړک او رئیل پټلیو زیربنا او ترځمکه لاندې د ګازو و نفتو نللیکو غځېدا د سیمې او نړۍ لپاره د ژوند د شریانو حیثیت لري، که یوازې د ورېښمو- لاجوردو لارو، دوو سترو پروژو ته توجه وشي، کفایت کوي چې افغانستان د سولي، ثبات او هر اړخیزې ښېزارۍ څخه برخمن کړي.
۳- افغان انسان د کشف و اختراع له خواریو سره نه دی مخ، دا کړاوونه د نړۍ انسان زعملي دي، موږ ته نن یوازې د ا همت په کار دی چې د نړۍ له نوې پوهې او تکنالوژۍ څخه د خپل انساني حیثیت د اعادې لپاره څنګه کار واخلو او خپل ژوند په ډېر ساده ډول سره څنګه مدیریت کړای شو:
دا او ځيني نور دلایل دي چې موږ د هېښتیا او کمزورۍ له وژونکي احساسه را باسي او پر ځان د ویسا ځواک رابخښي؛ راځئ د خپلې ټولې بېوسۍ، مجبورۍ او ځپلې روحیې په زمېنه کې یوازې د کرکټ په برخه کې د خپلې نړیوالي وړتیا د مسلسلې رڼا و ځلا وروستیو وړانګو ته تم شو او دا ثبوت نو، نور زموږ څخه د لټۍ، غفلت او اروايي ټیټال حق اخلي:
یوازې یوه ورځ (د لړم ۲۴- مه) بس ده چې د خپل افغاني- انساني استعداد پر شېرازه کلک ایمان و لرلای شو. په دغه ورځ د افغانستان ملي نونس کلنې لوېډلې د آسیا د غوره لیګ سیالیو په سلسله کې د پرله پسې پنځمې بریا ګټنې سره د دې سیالیو اتلولي تر لاسه او په ۲۰۱۶ کال کې په بنګلادیش کې د ۱۹ کلونو لوبډلو نړیوال جام ته یې لار خلاصه کړه. دا سیالۍ د لړم پر ۱۸- مه په کویټ کې پیل او پر ۲۵– مه یې ختمې شوې، افغان لوبډلې نه یوازې یو لوبه هم ونه بایلله بلکې ټولې یې له مالیزیا، سعودي عربستان، نیپال، عربي متده اماراتو او کویټ څخه په خورا حیرانوونکو توپیرونو سره وګټلې. افغان ۱۹– کلونو لوبډلې تر دې مخکې درې واره نړیوال جام ته لار پرانیستې وه. بله خوا ټیک په همدغه ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد په شالیمار لوبغالي کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف له ډېر شمېر لوړ پوړو ملکي- نظامي چارواکو سره په ګډه د دغو دوو هېوادو د الف لوبډلو ترمنځ پنځلس اوریزی دوستانه سیالۍ ته ناست ول؛ پاکستانۍ ملي لوبډلې چې تل یې افغان ملي لوبډله خپله شاګرده بلله او هغه د چا خبره چې سترګه یې نه په ډکېدله او کرکټ هغه یوازنۍ لوبه ده، چې پاکستان ته یې د نړیوال غرور فرصت ورکړی، دا حساسه لوبه له خورا هيجاني شېبو سره روانه وه، افغان لوبډلې خپل سیال ته ۱۵۴ منډې هدف وټاکه خو حریف ټیم یې د ۹ تنو په سوځېدو ۱۰۰ منډې جوړې او د ۵۴ منډو په لوی توپیر یې د نړۍ او دواړو هېوادو د مشرانو په حضور کې افغان لوبډلې ته د ماتي ګونډه ووهله.
دا ټول څه مانا لري؟
د دې مانا دا ده، چې افغان انسان د ورزش غوندې د سیاسي- اقتصادي بریاوو مخکښ هم کېدای شي؛ راځئ چې پر هر ډګر د ګټنې او سیاسي- اقتصادي میدان کې د بایلنې دا فرهنګ بدل کاندو؛ یو لوړ سیاسي- فکري شعور به مو د انساني حیثیت د اعادې حتمي ضامین وي.
راځئ چې پیل یې کړو!
بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(9) ګڼه\ چارشنبه\عقرب 2۸\ ۱۳۹۳