اسمعیل لاروی-
سياسي فعاليتونه، ګوندونه او د حکومتونو د جوړښت او واک ته د رسېدو هلې ځلې ولې په افغانستان کې ناکامې دي؟! دې او ورته ګڼو پوښتنو ته په پکتيا کې د ودان افغانستان ګوند د پرانيستغونډې په ترڅ کې ځواب وويل شو.
په غونډه کې د سيمه ايزو مطالعاتو د مرکز مشر څېړندوی عبدالغفور لېوال د هيواد په کچه ټولنيزو مشترکاتو ته اشاره وکړه او هغه څه چې ملتونه پرې راټولېږي او خلک ورته د ارزښتونو په نظر ګوري، د دې پالل يې د ګوندونو د بريا رازونه وبلل.
نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې په افغاني ټولنه کې ځکه اکثريت ګوندونه له ناکامۍ او ماتې سره مخامخ دي، چې اوږدمهالي سياسي ارادې نه لري او د دې تر څنګ يې رامنځ ته کوونکي ملي ګټې له شخصي هغو ټيټي بولي.
ده په خپلو خبرو کې د ملي شتمنيو ساتنه او پالنه د سياسي تحريکونو په جريان کې لازمي وبلله .
ښاغلي غفور لېوال زياته کړه: «زموږ د کور مخې ته تېره شوې لاره مو د کورني ملکيت يوه برخه ده، که د دې پاک او روغ ساتلو لپاره مو شروع وکړه نو بيا دې نتيجې ته رسېږو، چې دا مملکت هم زموږ ملکيت جوړېږو او ساتنه يې پر موږ لازمه ده، دا ملي او سياسي شعور دی».
په افغاني ټولنه کې له سياسته زړه ماتې خلک په دې اند دي، چې ګوندونه د دوکې او فريب سيستمونه دي خو څېړندوی عبدالغفور لېوال د ګوند تعريف په دې ډول وکړ، چې ګوندونه ټولنه او مملکت د اسوده ګۍ او ښه والي لوري ته بيايي.
نوموړي د ګوندونو رښتينی ماهيت د هيوادونو او ملتونو د بهترۍ، تمدن، ولسواکۍ او ښېرازۍ په ماهيت پورې تړلی وباله.
ښاغلی لېوال د ګوند تعريف داسې کوي: «ګوند هغه سياسي سيستم دی، هغه فکري انجمن دی، د سياسي ارادې د کارولو هغه دستګاه ده، چې موږ له موجوده بدمرغۍ څخه يو نسبتا بهتره حالت بيولای شي، ».
د ودان افغانستان ګوند سرپرست محمديار ـ يار په نړۍ کې د ګوندونو د فعاليتونو او ګټو په باره کې خبرې وکړې او په افغانستان کې د شته ګوندونو د ماهيت او د دوی د فعاليتونو د څرنګوالي شاليد او اوسنی وضعيت يې وڅېړه.
نوموړي د ودافغان افغانستان ګوند تر ټولو د سترو اهدافو په باره کې وويل، چې د افغانستان او افغان انسان لپاره کار کوي.
يار په دې اړه داسې وويل: «د ودان افغانستان ملګري په دې باوري دي، چې نړۍ زموږ مشترک کور دی، د نړۍ ټول ملتونه سره وروڼه دي، نړۍ د بشر مشترک کور دی خو د افغان انسان له وجوده وينې بهېږي او ټوله نړۍ په دې دردونو کې دردمنه ده، نورې نړۍ خپل مسوليت ادا کړی، زموږ وجود زخمي دی، په کار ده، چې د نړۍ د ستر کور دا (افغان انسان) هم روغ وجود ولري، چې هم خپله او هم نوره نړۍ ورسره اسوده شي».
محمديار ـ يار په خپلو خبرو کې زياته کړه، موږ چې د افغان انسان غږ پورته کوو، هدف مو دا وي، چې افغان انسان له موجوده ناخوالو راوباسو.
د پکتيا ولايتي شورا منشي محمدرحمان قادري په افغانستان کې د واکمنو ګوندونو فعاليتونه د خلکو له توقعاتو سره په ټکر کې وبلل او ياده يې کړه، چې داسې ګوندونه په دې هيواد کې واکمن دي، چې د خلکو زړونه يې مات کړي.
نوموړي د ټولو هغو ګوندونو ملاتړ ته ځوانان را وبلل، چې افغانستان ته ژمن دي.
قادري په خپلو خبرو کې زياته کړه: «له بده مرغه په افغانستان کې داسې ګوندونه واک چلوي، چې خيانتونه يې اوج ته رسېدلي؛ موږ د داسې ګوند پلوي کوو، چې د افغانستان د ودانۍ فکر او عمل ولري».
ودان افغانستان ګوند په داسې حال کې د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې دفتر پرانيزي، چې له دې وړاندې يې هم د هيواد په يو شمېر ولايتونو کې کې خپل دفترونه پرانيستي دي.
په افغانستان کې د ګوندونو شاليد ته په کتو اکثريت خلک ناراضه دي خو بيا هم په دې وروستيو کې هغو ګوندونو او سياسي خوځښتونو ته ځوانان خوشبينه دي، چې د وطن د ورانۍ او انسان وژنې شاليد نه لري، دا چې د ودان افغانستان ګوند راتلونکی به څه وي؟! دا به د دې ګوند د غړيو رښتينولي، د خلکو ملاتړ او د افغان انسان راتلونکی سياسي ژوند ثابتوي.