دا ډېره اورېدل شوې خبره ده؛ خو ولې دا کلمه زموږ په ټولنه  کې په دا ډول کارېږي!؟.

“ګوندي مه کوئ”

ګوندونه:

   د نړۍ په کچ ګوندونه د يو ولسواک نظام مراندې دي. ګوندونه د د يموکراسۍ د پلي کېدو وسيله ده. ګوندونه په هېواد کې د واک ته د رسېدنې لپاره د وګړو ترمنځ سيالي رامنځته کوي چې د دې سيالۍ موخه د د ټولنې وړاندې تګ دی. دا چې انسان په فطري توګه بېلابېل افکار، غوښتنې، موخې او دريځونه لري؛ نو د همدې لپاره  بېلا بېل وګړي په بېلابېلو ګوندونو او ايډيالوژيو کې سره تنظيمږي او د سالمې لارې ځان د ژوند يو ښه پړاوو ته رسوي.

   ګوندونه چې په يوه ټولنه کې فعاليت کوي؛ هغه يې ډېر خلک په ځان راټولوی چې رېښتيني وي، چارې دوامداره، د هرې ټولنې کلتور، عنعناتو، هيلو، ارزښتونو ته په کې پام شوی وي او کړنې ډېرو خلکو ته د منلو وي.

    همداسې په ټاکنيزو مبارزو کې هم هغوی غښتلي وي چې ډله يې قوي او دا ډله کله غښتلې کېږي؛ هله چې ګوند کې شخصي موخې ونه پالل شي، اساسي موخې له پامه ونه غورځول شي، د ټولو نظرياتو ته په کتو ګامونه واخېستل شي او تر ډېره د عام ولس خير ته په کې ډېره پاملرنه وشي.

 او هغوی چې په ټاکنيز بهير کې زياتې څوکۍ نه ګټي، يا د نورو سياسي ګوندونو پر وړاندې له ماتې سره مخ کېږي، په راتلونکي کې د حکومت يا سياسي واک د ترلاسه کولو لپاره خپلې هسې څو چنده کوي او خپلو تېرو تېروتنو په نښه کولو سره ځان برياليتوب ته رسوي، همدا چې خپلې تېروتنې په نښه او جبران کړي،  په خلکو کې ځای پيدا کوي او برياليتوب ته يې مزل لنډ شي.

دا عمومي خبره شوه، موږ چې دا کلمه دا ډول حس کوو” ګوندي مه کوئ”  خپل دلايل لري او دې دلايلو پر موږ منلې چې ګوند تربورولي ده، ګوند د نورو بد غوښتل دي، ګوند بل ته ضرر رسول دي او…

   زموږ په ټولنه کې ګوندي مشران د ګوند اساس نامې ته ژمن نه دي پاتې شوي،  د ګوند په رهبرۍ کې د خلکو له نفوذه دخپلو شخصي موخو او ګټو لپاره کار اخېستل شوی، په ګوند کې ټول شامل شوي؛ خو د پرېکړې انحصار شوی، هېڅوک په مسايلو کې راشامل کړی شوي نه دی او نور…

د وخت په تېرېدو سره خلکو فکر شوی چې دلته خو موږ هسې وکارېدو، دوی خو دښمنۍ جوړې کړې، دوی خو د يو بل وژنې، بدنامولو او بدې ورځې ته ټيلوهلو په هڅه کې دي.

    دلته چې دوی خپله لاره غلطه کړه، نو شر يې حس شوو.؛ نو همدا و چې په ټولنه کې ګوند خپل ارزښت دلاسه ورکړ. پر وړاندې يې د خلکو کرکه ډېره شوه، خلکو ځانونه يوې غاړې ته کړل او دا کلمه عملاً د سالمې سيالۍ پرځای څنګه د نورو بدۍ  بل څه غوښتل نه و په ټولنيز ژوند کې په دې مفهوم عامه شوه چې ګونديزو فعاليتونو کې ښکېل وګړي د سمې لارويان نه دي.

 مشر کشر ته ، عمر خوړلي  زلموټو، ابۍ اولادونو ته او پلار زوی ته ورياده وي  چې ”  ګوندي مه کوئ”

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *