بدلون

سرليکنه\ اداره

بدلون اوونيزه/ دوهم کال/لسمه/ پرلپسي ۶۲ مه ګڼه/چهارشنبه/ جدي/۳۰/ ۱۳۹۴

له چا سره که انساني احساس وي یا نه او دا خبره مني یا ردوي خو بشري وجدان حکم کوي چې: جنګ هر وخت، په هر ځای کې، د هر چا له خوا او په هر نوم جنایت او بشر- ضد پدیده ده.

د جګړې بلا د انسان مادي و معنوي هستي ډېره اسانه تر ستوني تېروي؛ د تاوتریخوالي تر ټولو ناوړه اړخ دا دی چې د یوه ملت انساني احساس او اخلاق تروړي.

موږ د دې نظریې مخامخ ثبوت د افغانستان په نژدې څلوېښت کلن پرلپسې تشدد کې په رڼو سترګو مشاهده کولای شو؛ هره ورځ له رسنیو څخه داسې د اخلاقي بحران خبرونه خپریږي چې د یوه نارمل ملت لپاره ممکن ډېر دردوونکي او شرموونکي تمام شي خو موږ لکه چې له دغسې خجالته معافیت حاصل کړی وي؛ خاصتاً زموږ اکثر مطرح، مجرب او لوبېدلي سیاستوال خو بیا په هسې کرغېړنو لوبو، اخلاقي و ادارې فساد، سپین سترګو درواغو او مبتذلو حرکاتو و تظاهراتو بوخت دي چې ښایي نوره دنیا خو ښه سمه را ته حیرانه وي مګر زموږ ولس، چې د سیاسي- علمي شعور د رشد لوړې مرحلې ته نه دی رسېدلی نو دغو ناولتیاوو ته یې هیڅ پام نه دی، پام څه چې ډېر وخت یې د ځينو درغلو اشخاصو په کمالاتو او شهکارو کې ور حسابي.

زموږ د روشنفکر قشر دا ملي- انساني رسالت دی چې زموږ له ځوان افغان نسل سره د روښانتیایې پروګرامو په سلسله کې دا مرسته هم وکړي چې د قومي، ټولنیزو او سیاسي فاسدو مشرانو په ناځوانمردانه معاملو یې سرونه خلاص شي او د خدمت په نوم د هغو په درواغو او چالبازیو تېر نه وزي؛ مثلاً د مخکني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي یوي دغه ډول ملي ضد لوبې ته مو پام را اړوو.

له ۲۰۰۱ کال را وروسته چې په افغانستان کې د نوې سیاسي فصل د اهمیت په باب بحث کېږي نو د نوي اساسي قانون، د اتباعو او بشري حقونو د تامین، مدنې زمینې، فکري و بیان آزادۍ او حکومتولۍ تر څنګ د ډیموکراسۍ پر ارزښت تر هر څه زیات تمرکز کيږي خو له بده مرغه چې محترم حامد کرزي خپله سیاسې لوبه، نه یوازې د ډیموکراسۍ د پېژندل شوی قاعدې پر بنسټ روانه نکړه بلکې د هغې پر ضد یې په علني توګه په ځان پسې د تاریخ خیرنې کرښې ثبت کړې.

نوموړي څو میاشتې مخکې د طلوع تلویزیون خیریال د دې پوښتنې په جواب کې، چې تاسو خو به د ملي وحدت حکومت په وړاندې سیاسي اپوزیسیون نه جوړوئ؟

وویل چې «زه په دوو شیانو نه پوهېږم: یو ګوند دی او بل اپوزیسیون.»

د همدغې څرګندونې له امله پر حامد کرزي باندې د ملي خیانت تر بریده نیوکه واردېدای شي ځکه چې اول خو ډیموکراسي د افغانستان په اساسي قانون کې تسجیل ده او دوهم دا چې د ډیموکراټیکو سیاستو قاعده، سیاسي احزاب او اپوزیسیونونه جوړوي، چې د دغو دواړو چوکاټو را منځته کولو ته په قانون کې اجازه ور کول شوې ده، که دا نه وي نو ډیموکراسي، له دېوالو څخه پرته په هوا کې د چت اچولو په مانا ده چې هیڅکله به په واقعیت بدله نه شي؛ دا هغه درس دی چې د سیاست په الفبا کې لوستل کیږي خو کرزي صاحب د خپل سیاسي جرئت و درایت سره – سره، د ملت په ګټه د سیاست الفبا هم عملي نکړه بلکې پر ضد یې ودرېد.

کله چې نوموړی په ډیموکراټیک سیسټم کې د ګوند او اپوزیسیون په باب ځان ناپوه معرفي کوي نو یو څرګند پیام یې دا دی چې عامه ذهنیت ته دا ور تلقینوي چې دغه دوه شیان ډېر مضر او د وطن په ضرر دي، پام کوئ چې ور نژدې نه شئ.

د سیاست په الفبا پوه کسان پوهیږي چې په ډیموکراټیکو ټولنو کې د خلکو سیاسي مشارکت د ګوندو او اپوزیسیونو له چینله اسانه تحقق مومي؛ کله چې د سیاست د اول مقام مهم لوبغاړی پر خلکو د سیاسي مشارکت دروازې تړي نو یوه مانا یې دا ده چې ولس له سیاسي بهیر څخه لیري وساتي، د سیاسي لوبو له نژدې تماشې او په وړاندې یې د خپل ملي رسالت اداینې له احساس څخه بې برخې کړي او د پسه توب خصلت پکښې و روزي چې بیا یې فاسد سیاسي رهبران هرې خوا ته شړي، هغه لورې ته په کښته سرو او پټو سترګو ځغاستې ووهي؛ کټ- مټ لکه مستبد دکتاتوران چې دغسې چل کوي.

محترم حامد کرزی، که له یوې خوا په خورا بې منطقه توګه ګوند و اپوزیسیون د ناوړو پدیدو په توګه معرفي کوي خو په عمل کې بیا غله، مفسدان، خاینان، جنایتکاران، قاچاقبران، غاصبان، قاتلان او پردیپال، د ناقانونه ملي ضد قومي، قبیلوي، سیمه ییزو ډلو- ټپلو، په یوه وخت کې څو اپوزیسیونو جوړولو او په نتیجه کې د سولې چانس کمولو او سیاسي ثبات له منځه وړلو لپاره ډېره ناځوانه او چټله لوبه کوي.

راځئ چې د ډېرو لویو او وړو بېلتونپالو شوراګانو او ډلګیو تر څنګ د وروستیو درو سیاسي اپوزیسیونو ایجاد ته سره تم شو او د عقل په سترګو یې تحلیل و تجزیه وکړو:

۱- د افغانستان د جهادي- ملي ګوندو عالي شورا.

دا شورا د روان ۱۳۹۴ کال د سنبلې پر ۵- مه اعلان شوه چې تقریباً ټوله د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني له کمپاینرانو څخه جوړه او زیاتره څېرې یې عملاً د دولت مهم ارکان دي لکه محترمین هر یو: حضرت صبغت الله مجددي، محمد کریم خلیلي، احمد ضیاء مسعود، انورالحق احدي، پیر سید احمد ګیلاني، سید حسین انوري، قطب الدین هلال، حاجي عزیزالله دین محمد، قاضي محمد امین وقاد، مولوی عبدالحکیم منیب، محمد نذیر احمدزی، حضرت عمر زاخېلوال، او مصطفی ظاهر.

د ښاغلي صبغت الله مجددي له خوا د دې شورا موخې د جهادي تنظیمو تر منځ همږغې، د ادارې فساد پر ضد مبارزه او په هیواد کې د امنیت، سولې او ثبات رامنځته کېدل وښوول شول خو دا هغه څه دي چې دوی یې نه یوازې په خپل بګراونډ کې نه لري بلکې اکثره یې د دغو هدفو ضد مبارزان پاته شوي دي؛ جالبه خو دا چې دا شورا د خپل موجودیت له اعلان سره سم په نابودۍ محکومه شوه او تر ننه یې بیا چا سپوڼ هم وا نه ورېد.

۲- د افغانستان ساتنې او ثبات شورا:

دا شورا بیا د قوس پر ۲۷– مه د جمعې په ورځ د جهادي مشهور مشر ښاغلي عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ اعلان شوه چې د حکومت په مقابل کې تر ټولو لوی اپوزیسیون وګڼل شو او دا بیا په تېرو انتخاباتو کې د محترم ډاکتر عبدالله د ټاکنیز کمپ له سرغنوو او جهادي لویانو څخه جوړه ده لکه: پروفیسور عبدالرب رسول سیاف، محمد یونس قانوني، محمد اسماعیل خان، صادق مدبر، بسم الله خان محمدي، عبدالهادي ارغندیوال، عبدالرؤف ابراهیمي او نور.

دوی هم خپلې موخې د حکومت اصلاح، د ملي وحدت حکومت د تفاهملیک عملي کېده، د پارلماني و ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو تر سره کېده او د نظام د ګډوډۍ مخنیوی بیان کړې، ټیک هماغه شعارونه چې دوی یې په خپل ټول تاریخ کې تل پر ضد ولاړ پاته شوي او د دوامدارې بې ثباتۍ یوازني مالوم الحال عاملین همدغه شخصیتونه دي او اکثره څېرې یې د مشر په شمول د بشري حقونو نړیوالو سازمانو له خوا په جنګي جنایاتو تورنې دي.

۳- د نوي افغانستان جبهه

دغه ائتلاف د یوه بل اپوزیسیون په شکل (پنجشنبه د جدي پر ۲۴- مه) د مخکني مالیې او تجارت وزیر ډاکتر انورالحق احدي په مشرۍ را منځته شو چې ویل کيږي له شپږو حزبو، سیاسي فعالانو، مدني ټولنو او ځینو مخکنیو والیانو څخه جوړ دی.

دوی اوسنی حکومت نامشروع وباله او تر وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو د تر سره کېدو غوښتونکي شول؛ ښاغلی احدي په ډېره تُنده ژبه حکومت نقد کړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د موجودې حکومتولۍ ستونزې ډېرې ژورې دي.

محترم ډاکتر احدي په داسې حال کې حکومت بې کفایته او د نه اصلاح وړ بولي چې نوموړی، له یوې خوا خپله د کرزي صاحب د هغه حکومت مهم غړی وو چې هر کال به د نړۍ اوله درجه فاسد حکومت اعلانېده او له بله اړخه دی په داسې وضعیت کې د نوي افغانستان جبهې رهبرې پر غاړه اخلي چې د خپلې واکمنۍ په دوره کې یې خپل نژدې پنځوس کلن افغان ملت ګوند بدنام، ټوټه- ټوټه او بې اعتباره کړ؛ هغه ګوند چې د افغانستان د یوه لوی خدمتګار او ستر انسان (پاپا فرهاد مرحوم) په مبارکو لاسو را منځته شوی او د ناروا جنګو په ټول دوران کې یې درنو او وطنپرستو غړو د لویو قربانیو په قبلولو سره له ملي ضد معاملو، وینو تویولو او خیانتو څخه په ډېره میړانه وساتی خو ډاکتر احدي او څو ملګرو یې د خپلو شخصي منافعو لپاره هغه ټولې قربانۍ داسې د بې پروایۍ په اوبو لاهو کړې چې د ګوند د سپېڅلو مبارزانو زړونه یې مات او په ډېر حسرت ځنې ووتل.

موږ نه وایو چې په ملي وحدت حکومت کې جدي ستونزې نشته بلکې واقعیت دا دی چې له واورې څومره ږغېږې، هغومره سړه ده؛ د حکومت مشکلات تر تصور زیات پېچلې او د ژورو اندېښنو وړ دي خو هغه اپوزیسیونونه چې د حامد کرزي په مستقیم او نامستقیم ټونګ یې په مقابل کې لکه پوڅکۍ دلته او هلته راغورځي نو تر هغه هم بې ثباته، بې اعتباره او بدنام دي او په اړه یې دا متلونه ډېر ښه صدق کوي چې:

غلبیل و کوزې ته ویل، سورۍ!

هوږي و پیاز ته وویل چې بوی دې ځي.

پایله:

هغه بدنام او بې اعتباره شخصیتونه چې د خپلو شخصي مفاداتو د تامین په موخه د غني او عبدالله په ټاکنیزو پنډغالو کې سره را پنډ شوي ول مګر وروسته د دوی له سلیقو سره سم په حکومت کې و نه نازول شول نو نن داسې عکس العملونه ښيي چې هم جهان او هم افغان پر ځانو خندوي ځکه دوی خپله هم د بدیل په توګه هیڅ نه لري، هوایې اعتراضونه او د بدیلو کړنلارو نه شتون د دوی ټولو مشترک مخرج دی.

پر دې اساس، دا زموږ د ځوان سیاسي نسل لپاره د دقیق سیاسي درس اخیستو ښه فرصت دی چې په دې ټکي ښه سم سرونه سره خلاص کړي چې د ملي، هدفمنو او قانونمنو سیاستو نتیجه څنګه سرلوړي را خیژي! او د خودغرضو پالیسیو پایله څنګه عمومي ذلت را وزي!

محترم حامد کرزی او د معاملو ملګري یې په تیوري کې د ګوندو و اپوزیسیونو مخالف خو په عمل کې یې په بې قاعده او ناقانونه توګه جوړوونکی دي مګر موږ د موجودو مضرو سیاسي جریاناتو مخالف او په نظریه کې یې په قاعده من او قانونمن ډول غوښتونکي او ایجادوونکي یو.

دا په افغانستان کې د سیاسي اخلاقو د احیاء و تعمیم لار ده چې د سرتاسري معرفۍ لپاره ستړیا یې پر ځان پور بولو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *