محمد موسي شفیق

ژان پل سارتر ويلي وو، چې د موناليز پر شونډو رنسانس خاندي. همداسې د مرحوم موسى شفيق په شاعرۍ کې راته تر انقلاب مخکنى افغانستان موسکى دى. هغه وخت حالات څنګه وو، خلکو څه ډول فکر کاوه او شاعري کوم لوري ته روانه وه، دا راته مستقيم او نامستقيم د هغه وخت شاعري وايي.

خو زه د دې وخت لوستونکى يم او د خپلو شرايطو په هېنداره کې به د موسى شفيق شاعرۍ ته ګورم. اوسني لوستونکي ته دا مهمه نه ده، چي نوموړى د افغانستان مهم سياسي شخصيت و. اوس خو د رولان بارت خبره(پنځګر مړ دى) او مرحوم خو رښتيا هم وفات شوى.

د يوه ادبي اثر د ماهيت د معلومولو لپاره به دا ډېره مشکل خبره وي، چې د هغه د خپل وخت په شرايطو کې يې وګورو. دا په دې خاطر هم ښه نه ده، چې مهال په ادبياتو کې چاڼ کوي او د خپلو غوښتنو په رڼا کې آثارا انتخابوي. همداسې د ادبي متونو ماناوې ثابتې نه دي.

د مرحوم موسى شفيق شاعري لکه د خپل وخت د نورې شاعرۍ غوندې د پښتو د پخوانۍ او معاصرې شاعرې ترمنځ پول دى، ځکه چې د دواړو دورو د شاعرۍ خصوصيتونه پکې شته دي. په دې ليکنه کې به په همدې خصوصيتونو پسې سوي راڼه کړو.

موسى شفيق د پښتو پر پخوانۍ شاعرۍ سربېره د خپل وخت د پښتو شاعرانو مطالعه هم کړې وه، مثلا: د پښتونخوا شاعرانو ته يې يواځې دا نه چې په شاعرۍ کې مستقيمې اشارې وينو، بلکې سبک يې هم ترې متاثره ښکاري.

پر دې سربېره له نېټو نه، په شعر کې د ځايونو له يادونې او د شاعر له بايوګرافۍ نه ښکاري، چې د خپل وخت له لويديزې شاعرې هم متاثر شوى، په تېره په رومانټيکه شاعرۍ کې خو يې راته د انګليسي د رومانتيستو شاعرانو اروا ګډه ښکاري؛ خو د غرب د ادبي تمايلاتو په منلو کې دوه زړى ښکاري. هلته يې هم، لکه چې دود دى، دا شديد احساس وړى، چې زه پښتون يم او بايد خپل پښتني اقدار هېر نه کړم.

محمد موسي شفیق

د مرحوم موسى شفيق په شاعرۍ کې د پښتو د پخوانۍ او اوسنۍ شاعرۍ ځينې پټ بڅري دي، چې موږ ترې د ده د وخت د شاعرۍ تمايل معلومولى شو.

د پخوانۍ او اوسنۍ شاعرۍ يو توپير دا دى، چې ” په نوي شعر کې مانا مابعدي؛ خو (د صوفيه ادب له ځينو استثناوو پرته) په پخوانۍ شاعرۍ کې مانا ماقبلي(له اوله ټاکلې) ده… پخواني شاعر له داسې مطالبو، چې لوستونکي ته به له مخکې نه معلوم وو، ادبي ترکيب جوړاوه او دې ادبي ترکيب به لوستونکي ته ځکه خوند درکاوه، چې تشبيه او استعاره به يې نوې وه؛ خو په اوسنۍ شاعرۍ کې لوستونکى تر لوست وروسته په مانا پوهېږي، ځکه چې د نوې مانا تجربه کوي.”(۳: ۲۶۳)

د مرحوم موسى شفيق په شاعرۍ کې د پخوانۍ شاعرۍ تکراري مضامين هم شته او داسې مضامين هم، چې په پخوانۍ شاعرۍ کې نشته؛ خو زموږ په کلچر کې شته او چې کله د شعر سرليک ته وګورو، مخکې له مخکې راته معلومه شي، چې شاعر به راته څه وايي.

د هغه وخت د شاعرۍ يو مهم موتيف (پښتونواله) او ورسره خوا کې د ماډرن کېدو ارمان و. موسى شفيق د نورو شاعرانو غوندې د خپل وخت له ادبي جريانه متاثره شوى. دا اغېز په (د پښتون پسرلى) او… کې ولولئ:

سحر پروت ومه د خيال په بستر باندې

راته وکړې نسيم غلې غلې ساندې

د مايوسې پښتونخوا د اسمان لاندې

پاڅه شولې بيا د ګلو لښتې تاندې

نوې لوبه، نوى ژوند او نوى کال دى

بې پښتونه بدل کړى هر چا حال دى

د سحر ډيوه معرض کې د فنا وه

د پښتون د جسد غوندې نيمه خوا وه

له محفل نه چې روانه په ژړا وه

ښکاره شوې د افق(ه) نه برېښنا وه

خاموشي د شپې وتلې حرکت و

په جنبش او په جولان کې طبيعت و

د ژوندون تاوده عالم کې هنګامه وه

او….

(۲ :۱۱۹)

تاسې به له سرليکه پوه شوي يئ، چې شاعر راته څه ويل غواړي او ښايي پاتې يې ونه لولئ، ځکه چې شاعري د فکرونو سپور اظهار نه دى، ګنې بيا تر نظمه نثر ښه دى. د موسى شفيق غوندې له لوستي او جهان ديده شاعره زموږ رښتيا هم د لويو فکرونو د ايجاد توقع ده او دې توقع ته نوموړى ښه؛ خو ډېر ځير شوى او له دې نه معلومېږي، چې شاعر راته داسې خبرې له زړه نه، له ذهنه کوي؛ خو په رومانټيکه شاعرۍ کې يې بيا زړه لولو او د خيال ازاده بها وينو. د شاعر له سريزې نه هم له شاعرۍ نه د هغه وخت توقع استنباط کولى شو:

“لکه څنګه چې شعر او شاعري د حسن و جمال او د قدرت د رنګين تکوين سره غاړه غړۍ ده، نو ځکه شعر او ادب وچ په وچه يواځې خشکې فلسفې ته خاصول زما په خيال د ادب او شاعرۍ سره يوه لويه ګناه ده. په همدې لحاظ په دې مجموعه کې د عصر، حيات او محيط د القابي مضامينو يا د ملي او قومي احساساتو نه پرته د شعر او ادب د حقيقي دوستانو او د حسن او جمال د هواخوانو د خوش طبعۍ لپاره د مينې او محبت يا په بل عبارت د عشقي او تغزلي اشعارو چاشني هم تياره شوې ده.

بنا پر دې نو د جمال منکرين يا هغه کسان چې د خالص تغزل طرفدار دي او شعر او شاعري د ژوند لپاره نه وسيله کوي، دا دواړه د دې کتابګوټي د مطالعې نه خوند اخيستى شي.” (۲: ۷۹)

موږ له دې اقتباسه اندازه لګولى شو، چې موسى شفيق د خپل وخت دواړو ادبي جريانونو(ادب د ژوند لپاره) او (ادب د ادب لپاره) ته تمايل ښودلى؛ خو په( وچ په وچه يواځې خشکې فلسفې ته خاصول) جمله يې راته وايي، چې ځينې خبرې موسى شفيق له زړه نه نه دې کړي، بلکې د خپل وخت د ادبي تمايل له ويرې يا د مسووليت د احساس له مخې ورته اړ شوى او مخکې له مخکې موجودو مطالبو ته يې شاعري کړې.

خو کله چې رومانټيکې خبرې کوي؛ نو بيا پوهېږو، چې د شاعر د زړه خبرې کومې دي. په سريزه کې راغلې(چاشني) کلمه راته د ده روان پوره روښانه کوي. ولې عشقي او د ده په وينا، تغزلي اشعارو ته چاشني کاروي؟ ځکه چې دا يې د خپل مهال د ادبي نثرونو دود کلمه وه؛ خو د دې تر شا د هغه وخت د ادبي جريان او د موسى شفيق هغه تمايل پټ دى، چې ميشل فوکو ورته ډسکورس وايي. چاشني، مطلب څه نا څه، يعنې ډېر لږ څه. شاعر وايي، چې نور مې ټوله پېغامي شاعري کړې؛ خو څه نا څه پکې عشقي هم ده؛ خو دا خبره په شرمېدونکي طرز کوي او دا د چاشني دويمه مانا ده، چې په دې متن کې يې درک کولى شو. همدا يوه کلمه راته هغه وخت پر شاعر لګېدلي بندېزونه او ورته راجع مسووليت راښيي.

موسى شفيق د لويديځ د ازاد چاپېريال تجربه هم کړې وه؛ خو شاعري يې خپل تنګ چوکاټي کلچر ته کوله. د شاعرۍ له ازادۍ خبر و؛ خو له خپلې ټولنې مجبور او دا مجبوري د ده په رومانټيکه شاعرۍ کې چې د ده د شاعرانه کيريير خوندوره برخه ده، هم کله ناکله راڅرګندېږي. د (کلاس ملګرې ته) يې همداسې شعر دى.

اوس يې د (قومي جذبې) په نامه د يو بل شعر څه برخه:

ګورم چې قومونو ته غونډېږي د غونچې په دود

ستا په حال د سترګو نه بهېږي مې پښتونه رود

شرنګ دې د همت د تورې بيا دوښمن ته ونه ښود

داسې احساساتو چې د زړه حرم کړو واړه تود

غږ مې په خيبر باندې جذبې د مليت وکړو

لرې شه له منځ نه موږه عزم د وحدت وکړو

نقش مې د تورې خاطرات مې د دفتر پرمخ

خاندي مې برېښنا د سپينې تورې د سحر پرمخ

ټيټ شم کله جګ شم لکه موج د سمندر پرمخ

نه پرېږدمه تيکى د ننګ ځاى کې د خنجر پر مخ

روږدي، اموخته د حوادثو په طوفان يمه

زه د ننګ په کار کې مېړنى د ټول جهان يمه

او….

(۲: ۱۳۳)

کوم لوستونکي چې د هغه وخت نوره شاعري لوستې وي، په اسانه اندازه لګولى شي، چې شاعر به راته مخکې څه وايي.

پسرغښتوال هغو روايتونو ته چې خلک پرې په ګډه باور کوي او د يوه مهال د کلچر اساس جوړوي(Narrative) وايي. “رولان بارت په هغو خلکو کې دى، چې تر هر چا لومړى يې پر دې بحث وکړ، چې زموږ په فرهنګ کې د روايتونواهميت څومره ډېر دى. په خپله ليکنه(Introduction to the Structural Analysis) کې وايي، چې په نړۍ کې بېشميره روايتونه دي، چې آن د کړکيو رنګينې ښيښې هم پکې راځي. ليوتار په خپل کتاب(Postmodern Condition) کې په فرهنګ کې د روايتونو پر بنسټيز اهميت خبرې وکړې.”(۱: ۸۶)

دا واړه واړه روايتونه چې سره يوځاى شي د ليوتار په اند فراروايتي يا لوى روايت جوړوي او دا روايتونه بيا د انسان پر فکر واکمني کوي، بلکې د انساني چلن او فکر اساس جوړوي.

که پښتون قومپرستي يو لوى روايت(Grand Narrative) وګڼو او ننګ، وفا، مېلمه پالنه، زړورتيا، سپېڅلتيا او ازادي يې- چې موسى شفيق هم د دې کلچر د يوه غړي په توګه رااخيستي- جزئي روايتونه وګڼو او بيا يې د ژاک درېدا د (Deconstruction) د تيورۍ پر بنسټ وپاشو؛ نو راته معلومه به شي، چې د اوبو په نيت په سرابونو پسې راوتي يو او خپل تاريخ راته پوره رښتيا نه دي ويلي، ځکه چې دا داسې روايتونه دي، چې د خپلو متضادو اړخونو ماناوې پکې راګډېږي او تل په يوه حال نه پاتېږي؛ نو کله چې دا د يوه موتيف په توګه له يوې زمانې نه بلې زمانې ته ځي، د عمل له ځمکې يې پښې په هوا وي او تش يو روايت پاتې وي.

ليوتار د يوه Grand Narrative په توګه د کمونيزم د لاپو په اړه دا خبرې کړي؛ خو زموږ د لوى روايت په اړه هم سمې خېژي: ” دا ډول لاپي او پلانونه آمرانه اساس لري او د غلبې په لټه وي… په پوسټ ماډرن نړۍ کې پر سترو روايتونو او لاپو تکيه ختمه شوې او خلک داسې روايتونه غواړي، چې له انسان سره په ورځني ژوند کې مرسته وکړي او تر شا يې د خلکو د محکومولو موخه نه وي پرته.”(1: ۶۴)

(ادب د ژوند لپاره) او (ادب د ادب لپاره) هم داسې يو روايت دى، چې اساس يې په هوا ولاړ دى؛ خو تر انقلاب مخکې افغاني ادبياتو کې شاعرانو يوه يا بل اړخ ته تمايل ښوده.

اوس پښتون قومپرستي هغه روايت دى، چې ټولنې پرې په پټو سترګو ايمان راوړى؛ نو د شاعر لپاره يې مانا ماقبلي ده.

د ماقبلي مانا يو خصوصيت دا دى، چې په اسانه پيرايه کې وړاندې کېږي، ځکه چې شاعر له مخکې نه غوره کړې مانا ته دومره وفادار وي، چې فورم پکې تحريف ته نه پرېږي. همدا علت دى، چې “د پخواني شعر ښکلا له تناسباتو او هماهنګيو پيدا شوې؛ خو اوسنى شعر له تناقضاتو يا له داسې مفاهيمو جوړ دى، چې له يو بل سره په مجاورت کې نه دي.”(۳: ۲۶۴)

د ماقبلي مانا خاوند شعرونه د کولريج د تعريف له مخې د لومړي تخيل زېږنده وي، ځکه فکر د تخيل په خم کې پوره رنګ شوى نه دى او همغسې ثابت پاتې دى.

د (دا په ياد د محبت درسره واخله) د پيل مناجات چې د چارپرې په فورم کې دى، همداسې مخکې له مخکې مضامين رانغاړي، چې شاعر صرف نظم کړي او که د يوه نظم په نيت يې ليکلى وي؛نو تسلسل يې هم غړند دى او کله خو انګېرو، چې شاعريواځې قافيې راټولې کړې دي. دلته يې د بېلګې په توګه د مناجات يو بند اود (هېوادوالو) په سرليک يوه څلوريزه ليکم:

د سحر چوپه چوپيا کې غريب ووې:

ما له ربه د خپل مرګ او ژوندون واک را

دا د ظلم او د ستم دنيا دې واخله

ناولتيا د امتياز نه جهان پاک را

(۲: ۹۰)

پاکې کړئ لارې د خپل قوم خادمانو لره

د وفا لاس ورکړئ د صدق خاوندانو لره

د نوي عصر نيرنګونو بل افسون راوړى

سترګې په بريد پرانيستې ښايي افغانانو لره

(۲: ۱۰۲)

د موسى شفيق په شاعرۍ کې يو درز وينو. يوه خوا هغه شاعري ده، چې د خپل وخت د سياسي او فکري تمايلاتو تابع ده، چې موږ پرې پاس بحث وکړ؛ خو بل خوا هغه شاعري ده، چې د ده د خپل زړه اواز دى او د دې شاعرۍ لويه برخه رومانټيکه شاعري جوړوي:

د دنيا ګلزار به وچه سره ميره وه

که موسکي پکې پيمخي خوبان نه واى

په ژوندون به د جمود سړه تياره وي

که ګرمي د محبت په جهان نه واى

(۲: ۱۰۶)

بل:

د سرو ګلو د يو ټل په منځ کې دواړه

غېږ په غېږ وو، خوله پر خوله، غاړه په غاړه

و نسيم دې ثناخوان په ګونګه ژبه

او سپوږمۍ وه په تعظيم ورته ولاړه

(۲: ۱۰۹)

په دې ډول شاعرۍ کې دى له خپلې جذبې سره رښتينى ښکاري او د دې شاعرۍ يوه ځانګړنه دا ده، چې مانا يې د شفييعي کدکني په اصطلاح مابعدي ده. دلته نو د موسى شفيق له غربي فرهنګ او شاعرۍ نه اغېزمن طبيعت له پوره آب و تاب سره ليدلى شو. د داسې شعرونو پېچلو ترکيبونو، مانا مابعدي کړې ده او لوستونکي ته يې د ماناوو په راسپړلو او شننه کې فعال نقش ورکړى دى. مثلا؛ د (ګونګې خړې) په نامه يې يو نظم دى. په دې نظم کې د شفيعي کدکني ياد کړي تناقضات هم وينو او مابعدي مانا هم او که شاعر پکې رومانټيکې صحنې ډېر اړولې رااړولې نه واى؛ نو د اوسني نابشپړ پرځاى يې پوره سمبوليک ارزښت لاره:

هومره لرې سره لاړو

چې د سترګو نه پناه شو

داسې نه معلومېدله

چې به بېرته ګوندې راشو

ګونګه خړه د سحر وه

ترمې ترمې خوره شوې

هغه ورېځې چې بېګا وې

د افق دپاسه نه وې

د موټر نه چې وتله

لږ ساړه يې رانه وشو

ما پرې خپل لېچي خواره کړه

دواړه بيا سره تاوده شو

پسېده چې چېرته کېنو

نو يوځاى مې ورته وکوت

زموږ پام ورته هېڅ نه و

د کوم ځاى نه لمر راوخوت

غړبېده وو په سکوت کې

سيند بې سره بهېدلو

يو ساده غوندې نسيم و

چې بې ربطه بوګنېدلو

د ساحل د يو ډنډوکي

د پستو شګو پر غاړه

د کمکيو څپو غوندې

په نازونو راغله، لاړه

بيا يې سر زما په ولي

باندې کېښود په کراره

په ورمېږ زما يې جوړه

کړه د ګرمو شونډو لاره

دواړه ځير شو، په حيرت شو

چې څه ښکلې ښکارېدله

سپينه بڼه يې اوبو کې

خندېدله، رپېدله

ما يې نښې ته په ډنډ کې

له ورا وويل په زوره

اى زما د ژوند مالکې

اى زما د اميد کوره

بيا مې شونډې غوږ له وروړې

چې کوڅۍ کړم ورنه لرې

ورته ووايم د سره

پسېدو کې دا خبرې:

نومې غلې غلې وکړه

همغه ورته په غوږ کې

خو اواز مې تري تم شو

د نسيم او سيند په زوږ کې

په مکېز مکېز يې وموښ

سر زما په زنې پورې

يعنې دا چې راته وايه

ډېرې ډېرې، نورې نورې

غر هماغه شانې چوپ و

موږه لاړو پسې وړاندې

باد د غره له وړو بوټو

تاوېدلو لاندې باندې

د پستو شګو يو درمند

غځېدلى ځلېدلو

چې د سيند د څپو لړ يې

په لمنو لګېدلو

دې ورمنډه کړه په بيړه

ما هم ښه وځغلوله

چې په شګو پرېوتلو

لږه ومې خولوله

نومبر و، د لمر وړانګې

مهربانه ورېدلې

دا توده وه، ما مې څانګې

پرې اوږدې وغوړولې

د اسمان له سترګو پټه

شوه زما د سيوري لاندې

يو په بل کې سره ورک وو

هومره ما ته وه راوړاندې

شګې سيند ته ښويېدلې

غر هماغه شانې چوپ و

باد د غره له وړو بوټو

تاوېدلو لاندې باندې

(۲: ۱۵۱-۱۵۴)

په دې نظم کې د تشخيص په مټ يو متحرک او ژوندى جهان وينو، چې باد د غره له وړو بوټو تاوېږي، غر چوپ ولاړ دى، د لمر وړانګې ورېږي، د بدن سيورى څوک لاندې کوي، نسيم ساده دى. پر دې سربېره بېګانۍ ورېځې، داسې ځاى ته تګ، چې بېرته ترې راتګ په ګومان ولاړ دى او افق راته سمبولونه ښکاري، چې هر لوستونکى ترې بېلابېلې ماناوې اخيستى شي.

د موسى شفيق دا او نور شعرونه د معاصرې شاعرۍ دقيق مثالونه دي او نوموړى د لويو شاعرانو په کتاب کې دروي، چې د خپل وخت له واکمن ادبي جريانه او له روايتونو يې د انحراف وړتيا درلوده؛ خو کاش دا انحراف يې بشپړ او له پوره آب و تاب سره ښودلى واى.

په ګوره يې نور شه

ماخذونه:

  1. آفاقي، اقبال. ۲۰۱۶. مابعد جديديت (اصطلاحات اور معاني و تعبيرات و تشريحات). اسلام آباد: ملټي کلر ډيزايننګ اينډ پرنټنګ
  2. شفيق، محمد موسى. ۱۳۶۸. دا په ياد د محبت درسره واخله(دويم چاپ). د شهرت ننګيال په زيار. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه
  3. کدکني، محمد رضا شفيعي. ۱۳۹۲. موسيقي شعر. تهران: نشر آګه

د استاد ښکلي نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *