په هوټل کې د برم ناک واده او د ناوې او زوم د موټر تر شا د لومړي ځای د نیولو دپاره د موټر ځغلولو له سيالۍ وروسته، نږدې خپل خپلوان د زوم په کور کې د ټنګ تکور کورنی محفل تود کړ. ځوانان په گډا ستړي شول او مشران هم په نندارې! بس په همدې ترڅ کې چا غږ کړ، راځۍ اوس زوم او ناوې یو څه وخندوو!

ورسره جوخت د زوم کشر ورور خپل د تره زوي ته لاس وغځاوه او په اشارې یی ورته وویل، راځه میدان ته!

شاته ناستو نارې کړې، ګونګي ته گوره، څنگه د مشرانو سره دروند ناست دی؟ میدان ته یی جگ کړئ! جگ شه که نه!

دوی خوشحال ښوده، له موره گونگ او کوڼ پیدا شوی خوشحال!

خلکو به ویل د هغه د معلولیت سره د هغه نوم هیڅ نه لگیږي! داسې کیدای شي چې څوک گونگ وي او کوڼ او ورسره هم خوشحال! له همدې کبله اکثرو ته د هغه هويت په یوه نوم خلاصه و، ګونګی!!! خو خدای بښلې مور به یی ویل، د خندا نه د ده د ډکې خولې دپاره همدا یو نوم تر ټولو غوره دی، خوشحال!

خوشحال چې د گډا دپاره د بلنې له شرمه تک سور شوی و، نارې وهلې، ده،ده، به، ده ه ه ه ه!

خو نورو کله پرېښوده! درې تنه نور هم ور اوچت شول او هغه یی په زور میدان ته وڅکاوه. هغه خپل مشر تره ته مخ کړ او شرمیدلې خندا سره یی بیا ربړیدلی غږ اوچت شو، به وو، ده، به، به.

مشر تره یې له ځایه اوچت شو د حیای حضور دپاره یې په خپلو مینه ناکو نظرونو ونازاوه، په موسکا یې نرم په مټ وټپاوه او پداسې حال کې چې خپله چپنه یې سموله، ورو ورو له خونې ووت. د مشر تره په وتو سمدستي په خونه کې د نورو چیغې شوې او په لاس به یی خوشحال ته اشاره کوله چې

ها! نور څه غواړې؟ مشر آکا خو لاړ! اوس نو ولې شرمیږې؟

خوشحال، اشاره وکړه چې هوکې، هوکې، زوم ته یی وکتل او نږدې ورغی. د تره زوی یی چې په عمر ترې ډیر کمکۍ و، په سر ښکل کړ او پداسې حال کې چې په سترگو کې یی اوښکو پړک واهه، په اشارې یې دوه لاسونه د زانگو په شان ورته وزنگول او دهغه د ماشومتوب د وختونو یاد یې چې ده به په غیږ کې گرځاوه، تازه کړ. لاسونه یی پاس، الله ته، د شکر دپاره اوچت کړل. بیا یی ده او ناوی ته په اشارې د لاس پر شا د دایرې وهلو د خوشحالۍ اظهار وکړ، او بیا شرمیدلی، شرمیدلی، میدان ته ستون شو او پټې سترگې داسې په غورځیدو شو چې ته به وایی په خټو کې واښه اخږي.

بس په همدې سره د خندا بوغارو کوټه په سر واخیسته. چا خپل پښتورگي نیولي و، او چا هم مخ په لاسونو پټ کړی و.

د زوم کشر ورور غږ کړ، بس، بس، بس، ساز ودروه وروره!

ساز غږونکي حیران شول او بیا یی د خوشحال نڅا ته وکتل، او پوښتنه یی کړه، بس یی کړم؟ دا خو لگیا دی که نه!

د زوم ورور وویل، هو، هو، بیا یی خوند ته گوره!

ساز بند شو، خو خوار خوشحال په بې خبرۍ لا هم په دربهارو د خپل تره زوی د واده خوشحالي په پایکوبۍ نمانځله!

ټولو خندل، ځینی خو ورته له خندا پر مځکی شنه پراته و. د بوغارو داسې خندا چې اوښکې یې وبهولې او مخونه یې تک سره وګرځول. د زوم ورور چې له خندا یی خبری بندې بندې کیدې وویل، ودې لید، اصلي خوند یی دلته و!

خو په دې کی یوازې د یوې د مخ سوروالی له خندا نه بلکه له غصې و او د یوې د سترگو اوښکې د خندا نه بلکه له ژړا رڼې وې.

دا د خوشحال ماشومه خور، گورگوره وه چې ژړل یې!

گور گورې په چابکو گامونو میدان ته ځان ورساوه او د خپل ورور د لاس په نیولو د دروازې په لور رهي شوه. خوشحال حیران، حیران ورته وکتل. او لاس یی د (ولی؟) په اشارې پورته کړ. او بیا یی خپل بل لاس د خپلی کمکۍ خور له لاسه وشکاوه او پر شا باندی یی د دایری په وهلو خوشحالي ښودله. په همدې شیبه کې د ناستو کسانو ترمنځ د کټ کټهاری خندا بیا زور واخیست.

گور گورې نور ددې خنداو د اوریدو زغم نه درلود، دا ځل په نارو په ژړا شوه,

خو د ژړا آواز یې د خندا د بې باکو چیغو په څپو کې هيچا نه اوريد!!!

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۲) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۹\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *