ګوګل

ګوګل چې د نړۍ له مشهور او ډېرو کاروونکو ويبپاڼو له ډلې څخه ده غواړي خپل نوم له يو لړ نورو بدلونونو سره له ګووګل (Google) څخه (Alphabet) ته واړوي. خو له دې سره سره به ګووګل په ځينو مهمو چارو کې د ګووګل په نوم وي.

د راپور سره سم ګووګل به د ونډو بازار له بندېدو سره سم خپل نوم Alphabet ته واړوي.

Alphabet به نه يوازې په ځان کې ګوګل رانغاړي، بلکې ددې سربېره به نورې چارې هم تر خپلې اغېزې لاندې راولي، لکه په ورځني ژوند کې د ساينس عملي کارونه.

د ګوګل اجرايه رييس لاري پېج وويل: په Alphabet کې به زموږ ستره پروژه X Lab هم ګډون ولري چې د بې پېلوټه الوتکو (ډرون) په واسطه د لېږدونې اسانتياوې برابروي.

ښاغلي پېج د ګوګل د نوم بدلونې په باره کې وويل: ګووګل په ښه توګه خپلې چارې ترسره کوي، خو مونږ غواړو دا لړۍ له دې هم زياته ښه کړو، نو له همدې کبله مو Alphabet رامنځته کړه. ددې ترڅنګ به ګووګل د ونډو په بازار کې په هماغه پخواني (GOOG, GOOGL) نامه پاتې شي.

پاتې دې نه وي چې د ګوګل په نوم بدلونې سره ددې شبکې ټولو ونډه لرونکو پانګه خوندي وي.

By Samoon

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *