پښې ته یې وکتل، ښه شېبه یې سترګې په کې ګنډلې وې، وروسته یې ټککو (لکړو) ته لاس وراوږد کړ، چپ لاس یې په ځمکه کېښود، پورته شو، دواړه ټککونه یې په تخرګونو کې تکیه کړل، په لاسونو یې زور وکړ، ورو ـ ورو روان شو، څو قدمه وړاندې ولاړ، دېوال ته یې څنګ ووهلو، په هوا کې یې الوتی مرغه له نظره تېر کړ، یوه شېبه غلی و، له جیب څخه یې د غنمو دانې راویستلې، له څنګ سره یې په  ققس کې بندي مرغه ته ور واچولې، لاسونه یې په ورانه وموښل، له واسکټ څخه یې موبایل را ویست، په سکرین باندې یې ګوته کش کړه، ورو یې راته وویل:

  • هغه وخت مې چې پښه ماته نه وه

فون مې ورڅخه واخیست، دده انځورونه مې له نظره تېر کړل، خپلو پښو ته مې وکتل، زړه مې څړیکه وکړه، وروسته مې زیاته کړه:

  • دا څه وخت داسې شوه

ده کړل:

  • تېر کال مې په څنګ کې د هاوان مرمۍ ولګېده

په دې سره غرهار شو، وړاندې د سپکو او درنو وسلو اوازونه اورېدل کېدل، ورو مې زیاته کړه:

  • لکه چې جنګ دی؟!

ده وخندل:

  • نه کنه اوس خو وربند( اوربند) دی

 له څنګ سره مو دې ماشومانو ډک موټر تېر شو، ټولو په یوه غږ ویل:

  • موږ سوله غواړو جنګ مو ژوند اخلي

په موټر کې سپرو ماشومانو په نریو لښتو سپین څادر تړلي و، غوڅې خولۍ یې په سر کړې وې،  موټر په ځان پسې نرۍ د خړو دوړو لیکه جوړه کړې وه، ده یې جوړه پښه ورټوله کړه، ټکک یې له پلاستیکي پیسې سره کېښودل، په ترخه موسکا کې یې وویل:

  • زه مخکې له وخته وژل شوی یم

(پای)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *