تاند- ګوګل، ټویټر او فیسبوک په تېرو ۴ میاشتو کې تر ۳۰ ملیونه زیات داسې پوسټونه لېرې یا ډیلیټ کړي چې غیرقانوني او سپک مطالب یې لرل.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، فیسبوک، ټویټر او ګوګل وروسته له دې دا پوسټونه لېري کړل چې د هغو د محتوا په اړه ورته شکایتونه ورسېدل.
د دغو درو ټولنیزو شبکو مسوولان د بریتانیا د پارلمان د ساینس او ټکنالوژۍ کمېټې ته حاضر شول چې د جعلي خبرونو، سپکو او تروریستي لیکنو په اړه توضیحات وړاندې کړي.
په همدې لړ کې په بریتانیا کې د فېسبوک د پالیسۍ عمومي رييس کریم پالنټ وویل، دې کمپنۍ د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې ۲۰ ملیونه غیراخلاقي عکسونه ډیلیټ کړي دي.
د ده په وینا د قوانینو له غوښتنې سره سم یې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ او مارچ میاشتو ترمنځ ملیونونه سپک پوسټونه ډیلیټ کړي دي. پر دې سربېره د ۲۰۱۷ کال په وروستیو ۳ میاشتو کې یې هم ۵ لکه پوسټونه لېرې کړي وو.
فېسبوک همداراز ویلي چې د خلکو د پوسټونو د محتوا د څارونکو او د خوندیتوب د څانګې د کارکوونکو شمېر زیاتوي.
دې کمپنۍ همداراز ژمنه کړې چې د کال ترپایه به ۲ لکه تنه په درسته نړۍ کې د دې شبکې څارنه کوي.
له بلې خوا د ټویټر د عمومي پالیسۍ او اړیکو مرستیال رييس شینید مک سوییني د بریتانیا د پارلمان کمېټې ته وویل، تراوسه پورې له دې ټولنیزې شبکې څخه نژدې یو ملیون کاروونکي ایستل شوي دي. د ټویټر په وینا دغو کسانو له ۲۰۱۵ څخه د تروریستي محتوا (لرونکي) پوسټونه کول.
له بلې خوا په بریتانیا کې د ګوګل د ماشومانو د امنیت د څانګې مسوول الزویر کلیر لایلي وویل چې د ۲۰۱۸ د اپریل او جون ترمنځ یې له یوټیوب څخه ۷ ملیونه او ۷ لکه ویدیوګانې دیلیټ کړي دي.
دې کمپنۍ همداراز ویلي چې د سږکال تر پایه به نژدې ۱۰ زره څارونکي وګوماري چې د یوټیوب د ویدیوګانو محتوا وڅاري.