تاند – د ګوګل وتلي انټرنېټي سایټ چې د نړۍ په ګڼو ژبو د ترجمې وړیا خدمتونه وړاندې کوي نن پښتو ژبه د خپلو ژبو په کتار کې ورزیاته کړه.
د ګوګل ژباړن یا ګوګل ترجمان برخه ښیي چې پښتو د هغو ۱۰۲ ژبو په کتار ورزیاته شوې او ۱۰۳مه ژبه شوې چې ګوګل یې انګلیسي ته او له انګلیسي څخه هغو ژبو ته ترجمه کوي.
په ګوګل ترجمان باندې له کار څخه داسې ښکاري چې د پښتو ژباړن اکثر مواد لا تر اوسه پورې یوازې انګلیسي ته ترجمه کیږي او نورو ژبو ته د پښتو متن د ترجمې له پاره د انټر په وهلو سره د ګوګل ژباړن دویم کور تش پاتې کېږي.
همدارنګه بل عیب یې دا دی چې د اکثرو نورو ژبو په څېر په پښتو ژبه کې هم د ګوګل ترجمان تېروتنې کوي چې یو علت یې ښایي دا وي چې د پښتو ژباړن لغتونه اکثر د غیرمسلکي ترجمانانو له خوا ترجمه شوي دي ځکه چې د ګوګل پښتو ترجمان له خوا وشا ۶ کالو راهیسې په بې څوکه حالت کې پروت وو او که د چا به خوښه شوه وړیا کار به یې په کې کاوه که نه همداسې به پاتې وو.
ګوګل یوه امریکایي ګڼ ملتي ټکنالوجیکي کمپني ده چې په انټرنټ پورې د اړوندو خدمتونو او محصولاتو د وړاندې کولو په برخه کې کار کوي.
په اوس وخت کې، ګوګل د ورځې له ۱۲۱ میلیونه امریکایي ډالرو څخه ډېر یوازې د اعلانونو د خپرولو یا د ګوګل اډ ورډز له لارې ترلاسه کوي.
Hallo;
May eng. Ahmed Wali Atsakzai Saheb & other Pashtun brothers help to the right Google-translate completely.!
Thank you.
اېس اېچ زیډ صیب تاسو چې پخپله د پښتو په ځای انګلېسي لیکئ نو نور بیا څه ملامت. ولې په پښتو مو ګوتې مړې کېږي که څه بلا چې ویې لیکئ.
ټول پښتنو ورونو ته یی مبارکی وایم په دی هیله چې د پښتو د ادب مینه وال لږ زیار وګالی او ددی ژبی د بشپړولو لپاره مټې بډ وهی.
دیرلوی خدمت یی کری زه یی مندوی یم
خیر ده نیمګړی د وی چی څنګه په ګوګل کی د پشتو ترجمان داخیل شو همداسی به پوره هم شی د یو کار دپاره اقدام مهم ده وروسته کار په خپله کیږی یو ]څوک به پیدا شی چی مکمله یی کړی
دا ډېر ښه خبر دی
رښتیا خبره داده ،چې دژباړې او ژباړونکي لکه مخ یوازې نوم دی ،چې پښتو ژبه ګوګل ته راغله ،خو ما نن داسې ولیدل چې په ژبه کې دمفرد او جمع توپیر نشته ډیر لغاتونه یې پښتو نه دي ،بلکه پاړسي دي،داچې دپښتو نوم په ګوګل کې راژوندی شو او خپل ځایی ونیاوه ،داهم غټه خبره ده .
په ګوګل کې د پښتو ژباړې اسانتیا له خبرولو مو یوه نړی منننه تاسو ته هم مبارک ، په دې هیله ، چې پوره او مثبته ګټه ورڅخه واخلو
فغان ولس ته د مبارک وی د هویت خاوندان شوو۰ژبه نه یوازی دخبرو وسیله،بلکه دانسان دعقلI
بیان هم ده۰ښاغلی اڅکزی ته د پښتو قاموسونه مبارک وی۰
دیر خوشاله شوم چه د نورو ژبونه شاته پاتی نشو
دیره مننه ورڅخه کوو چی په دی برخه کښی یی ځیار ویستلی دی الله دی تل بریالی لری
دادی پښتو مو د ګوکل د ټرانسلیټ ژبه شوه.
خوشحاله یم چې انګلیسی او بله هره ژبه پښتو ته ژباړلې شو.
او مننه کوم د هر هغه چا څخه چي په دی برخه کې یي زیار ایستلی دی
اسلام علیکم خوږو دوستانو دا چی پښتو ژبه د ګوګل په ترجمانی سیستم کی شامله شوه زه ټولو پښتنو ته ددی کار مبارکی وایمه