تاند، چهارشنبه، د ثور ۳مه: د امریکا د ویلسن تحقیقاتي مرکز څېړونکي وايي، که څه هم د بندیانو د تبادلې دوام په افغانستان کې د سولې خبرې اسانه کړې دي، خو اندیښنې شته چې د کورونا خپرېدل به افغان سوله زیانمنه او د امریکا لیوالتیا به ورسره کمه کړي.

په واشنګټن کې د ویلسن تحقیقاتي مرکز د جنوبي آسیا د څانګې مرستیال مایکل کوګلمن په دې اړه وايي، که افغانستان د کوروناویروس له امله زیات زیانمن شي، حکومت به مجبور شي چې د سولې د خبرو په ځای له کورونا سره مبارزې ته زیات پام وکړي: (( کیدای شي دا کار د سولې خبرو باندې د افغان حکومت تمرکز ساتل ګران کړي، له کورونا سره تړلې بله اندیښنه دا ده چې کیدای شي ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې عسکرو ته اندیښمن شي او د ځواکونو ایستل ګړندي کړي.))

مایکل کوګلمن وایي که د سولې مذاکراتو ته پاملرنه کمه شي، ښایي طالبان هم د خبرو سره لیوالتیا کمه کړي: (( بیړه پکار ده، ځکه چې ټرمپ اداره ورځ تر بلې مایوسه کېږي، د ټرمپ اداره خورا بې حوصلې ده، که خبرې ژر پیل نه شي، نو امریکا به د منځګړي په توګه په کې ښکیل نه شي.))

د کوګلمن په باور د بندیانو پرېښودل ښه خبره ده او پدې اقدام کیدلی شي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هم لاره هواره شي، خو په وینا یې چې د سولې لپاره برابر شوي فرصت څخه په بیړه استفاده وشي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر اوسه نږدې ۴ نیم سوه طالب زندانیان خوشې کړي دي خو طالبانو لا هم خبرو ته لیوالتیا نه ده ښودلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *