تاند – ګوګل ترجمان د خپلو ژبو په لست کې ۱۳ نورې ژبې چې په ټولیز ډول یې د ویونکیو شمېر له ۱۲۰ میلیونه کسانو څخه اوړي ورزیاتې کړې.
تاند لومړنۍ پښتو خبري رسنۍ وه چې په ګوګل کې یې د پښتو ژبې د ورزیاتولو په هکله تېره شپه وروسته له هغه خپلو لوستونکیو ته راپور خپور کړ چې په جرمني کې یوه استوګن ځوان فعال وزیر ځدراڼ خبر ورکړ.
په ۱۳ نویو زیاتو شویو ژبو کې په پښتو سربېره امهریک، کوریسکن، فریژیان، قرغزي، هاوایان، کردي (کرمانجي)، لوګزامبورګي، ساموان، ګایلیک، شونا، سندي او کوسا ژبې شاملې دي.
د دغو نویو ژبو په ورزیاتولو سره د ګوګل ترجمان د ژبو شمېر ۱۰۳ ته ورسېد.
د ویرج خبري سایټ لیکي چې، په نویو زیاتو کړای شویو ژبو کې د سکاټلنډ ګایلیک ژبه یوازې ۵۷ زره ویونکي لري په داسې حال کې چې پښتو بیا په کې له ۴۵ میلیونه څخه ډېر ویونکي لري.
د ویرج خبري سایټ د ګوګل له قوله لیکلي چې نوې زیاتې کړای شوې ژبې د ترجمې په برخه کې لا هم ستونزې لري او د ژبو له ویونکیو او مسؤلو مقاماتو څخه غواړي چې د ژبو په سمونه کې ورسره مرسته وکړي.
ویل کیږي چې، د افغانستان حکومت په تېرو کالونو کې د مایکروسافټ د کمپنۍ له خوا په پښتو کې د جوړ شوي آفس پروګرام پرانسته په دې پلمه وځنډوله چې په دری کې دې هم جوړ کړای شي په داسې حال کې چې مایکروسافټ له دې امله چې په پاړسي کې یې لري د دری پروګرام له جوړولو څخه ډډه کړې وه. دا به وروسته معلومه شي چې د افغانستان حکومت له ګوګل سره د پښتو ژبې په سمونه کې څه کوي.