نويد ځدراڼ
ګوګل سټور کې چې د انلاین نړۍ يو بازار بلل کېږي، د پښتو کتابونو داسې کتابتون پر لیکه شوی، چې ټول کتابونه يې د اپلیکشن پر ډول پر ليکه شوی او انډرویډ لرونکو موبایلونو کې وړیا انسټالېدای شی.
دا کتابتون چې تر دې وړاندې يې نمونه نه ده ليدل شوې، د هدایت الله جان په نوم یو افغان ځوان وړیا فعاله کړی او په رضاکارانه ډول يې پر مخ وړي.
هدایت الله جان وايي چې تر اوسه يې په دې کتابتون کې ټولټال ۴۵ کتابونه پورته کړي چې ښه هرکلی يې شوی دی.
نوموړی وايي تر اوسه د دې کتابونو له ډلې د ګوګل سټور پر حساب په مجموعي ډول ۳۲۸۴۸ تنو ښکته کړي، چې لا هم شېبه پر شېبه پر مخ روان دي.
هدایت جان وايي د دې کتابتون د پر ليکه کولو لپاره نږدې درې میاشتې وړاندې لاس پکار شو او تر اوسه يې پورته شمېر کتابونه پر لیکه کړي او لا هم پرې بوخت دي.
نوموړی وايي چې د کتاب د غوراوي لپاره له ملګرو سره په مشوره پر مخ ځي، خو پخپله يې ارمان دا دی چې لوستونکو ته کتابونه وړیا او ډېر ورسېږي، له پورته شویو کتابونو نه تر اوسه «فکري پوهنه» کتاب تر ټولو ډېرو کسانو ښکته کړی دی.
هدایت له خپلو مینه والو مننه کوي چې هڅولی يې دی او پر ځای مشورې يې ورکړې دي، دی هم ژمنه کوي چې د ژوند تر وروستیو سلګيو به د کتاب پر رسولو بوخت وي او نږدې را تلونکې کې به له پښتو کتابونو دا ډول اپلیکشن جوړ کړي چې ایفون ډوله موبایلونو کې به هم انسټالېدای شي.
که له موږ سره د کتابونو په دې رضاکارانه رسولو کې مرسته کوئ نو لطفاً پر دې ایمیل ([email protected]) خپل کتابونه په MSWORD بڼه له موږ سره شریک کړئ، چې اپلیکشن ترې جوړ او ټولو لوستونکو ته وړیا ورسېږي.
د پر لیکه شويو کتابونو مجموعي ادرس:
https://play.google.com/store/apps/developer?id=%D9%87%D8%AF%D8%A7%DB%8C%D8%AA
بیخ د ووځه په دا کتابونو
ښاغلی دوران وروره ولی ؟ په څه؟ په کومه ګناه؟
ښه مکوه بد نشته
شه کتابونه دی له ستاسومننه
ستاسو هر خدمت دعلم /به ډګر کی دستایلو وړ دی .
ځوانان باید خپله انرژی په مثبتو لارو مصرف کړی
دیو ودان افغانستان په هیله