تاند- سره له ننه /اپریل۱۵مه/ د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ګوګل عینکې پلورلو ته وړاندې کېږي او هرڅوک کولی شي چې یوازې همدا نن یې رانیسي.
ګوګل کمپنۍ ویلي چې یوازې یې په امریکا کې او هغه هم د یوې ورځې په مخه یعني نن/سې شنبه/ په هغو کسانو پلوري چې عمر یې تر ۱۸ کلونو ټیټ نه وي او انلاین /انترنټ/ یې د دې عینکو د اخیستلو فورمه ډکه کړې وي.
د دې سترګیو یا عینکو بیه حاضردمه ۱۵۰۰ ډالره ټاکل شوې ده خو طبعاً د هرې نوې الیکترونیکي وسیلې بیه په پیل کې زیاته وي مګر وروسته – وروسته کمېږي.
ویل کېږي چې پر دې عینکو یې ښايي د دې لپاره هم لوړه بیه ایښې چې ډېر خلک یې د رانیولو غوښتنه (تقاضا) ونه کړي.
ګوګل په ۲۰۱۳ میلادي کال پر ۸ زرو تنو خپلې عینکې پلورلي دي خو غواړي چې سږ کال زیاتو خلکو ته له دې ټکنالوژۍ استفادې ته موقع ورکړي ځکه چې ګوکل د خپلو عینکو رسمي استفادې ته نژدې شوی دی.
تاند تر دې مخکې د ګوګل عینکو په اړه څو خبرونه خپاره کړي ځکه د دغو عینکو په اړه توضیح نه درکوي مګر که بیا هم چا ته د ګوګل عینکې نه وي معلومې چې څه ځانګړتیاوې لري او په کومو مواردو کې پکارېږي دا ویدیو دې وګوري.