تاند- اروپايي کمیسیون په یوه بې ساري اقدام کې ګوګل کمپنۍ ۲ ملیارده او ۷۰۰ ملیون ډالره جریمه کړه.
اروپايي کمیسیون وايي چې ګوګل په خپل سرچ یا لټون کې جعلکاري کړې او د خپلو تولیداتو د بیو نتیجه یې تر نورو ښه ښکاره کړې ده.
تر دې وړاندې هیڅ کمپنۍ د درغلۍ په تور دومره زیاته یعني ۲ ملیارده او ۷۰۰ ملیون ډالره نه وه جریمه شوې.
اروپايي کمیسیون له ګوګل څخه همداراز غوښتي چې په ۹۰ ورځو کې خپل رقابتي ضد چلند پای ته ورسوي او که یې دا کار ونه کړ تر دې به هم زیاته جریمه شي.
دې کمیسیون نه دي ویلي چې ګوګل د خپلو تولیداتو د خرڅلاو په خدماتو کې څه بدلون راوړي خو ویلي یې دي چې که یې په ۹۰ ورځو کې تغییر رانه ووړ د خپلو ورځنیو عوایدو په سلو کې ۵ به د جریمې په توګه ورڅخه اخیستل کېږي.
خو ګوګل د اروپايي کمیسیون ادعا ردوي او وايي چې دا کمپنۍ پر بیو زیات اغېز نه لري.