تاند- (پنجشنبه، د سنبلې ۲۲) ګوګل یو نوی پروګرام اعلان کړ چې پر اساس یې که هر چا د ګوګل په اپلیکشنونو کې امنیتي خلا وموندله، نو ۲۰ زره ډالره جایزه ورکوي.
ګوګل د دې لپاره چې د دې کمپنۍ د اپلیکېشنونو د هک کېدو له مخنیوي سره مرسته شوې وي د (Google Play Security Reward) په نوم د جایزو دا پروګرام پیل کړی دی.
دا پروګرام پخوا یوازې د پلې سټور د ۸ غوره اپلیکېشنونو لپاره و خو اوس د پلې سټور هغه اپلیکېشنونه، چې نر ۱۰۰ ملیون ځلې زیات داونلوډ شوی و، هم په دې پروګرام کې شامل کړل شوی دی.
په عمومي ډول د کمپنیو له خوا دا ډول پروګرامونه په نرمکالیو یا سافټوېرونو کې د موجودو ستونزو د موندلو لپاره وړاندې کېږي.
دا پروګرام د ډېرو لپاره په دې خاطر د توجه وړ دی چې اوس د ګوکل په نورو اپلیکېشنونو کې د امنیتي خلا یا د هک کېدو د ستونزو موندونکو ته جایزه ورکول کېږي.
د ګوګل ویندوی وايي، دا کار د نرمکالیو او انترنیټ د خوندیتوب له څېړونکو سره مرسته کوي چې د سلګونو موسسو په اپلیکېشنونو کې امنیتي خلاوې معلومې کړي.
پر دې سربېره ګوګل د دیویلپرانو د معلوماتو د ساتنې لپاره هم جایزې پیل کړي دي.
دا جایزې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د اصلي خاوندانو له اطلاع یا رضایت پرته ځینې کسان د هغوی معلومات پلوري.