زاهد الله ځلاند- ګوګل په پولینډ کې د کمپیوټري پروګرامونو د هکرانو یوې ډلې ته پنځوس زره ډالره جایزه ورکړه.

دغو هکرانو د ګوګل په یوه پروګرام ګوګل کلاوډ کې ګوګل ادارې ته ځينې نیمګړتیاوې او چاودونه ور په ګوته کړي وو.

داسې ویل کېږي، چې هکرانو یا انټرنېټي غلو ته د ګوګل د ادارې له لوري دا تر ټولو لوړه جایزه ده، چې ګوګل یې د خپلو پروګرامونو د هک په موخه هېکرانو ته ورکوي.

ګوګل له دې وړاندې هم د هغو هېکرانو لپاره چې وکړای شي، د ګوګل هغه چلیز سېستم چې اوس د کرومبوک په کمپیوټرونو کې چلېږي، مات کړي څه باندې دوه مېلیونه ډالره جایزه ټاکلې وه.

هکران تل دا هڅه کوي، چې مشهور او مهم پروګرامونه مات کړي او بیا یې په تور بازار کې په لږ قېمت په خلکو وپلوري.

دا یوازې ګوګل نه دی، چې هکرانو ته جایزې ورکوي؛ بلکې مایکروسافټ کمپیوټري ادارې هم تر اوسه هېکرانو ته ۳۰۰ زره ډالره په دې موخه ورکړي دي، چې د دوی ځینې پروګرامونه یې هک کړي وو.

One thought on “ګوګل هېکرانو ته پنځوس زره ډالر جایزه ورکړه”
  1. هکران خو څه د جوجو خویندې ورونه نه دي چې له بلې سیارې راغلي وي خو یا به د ګوګل د بلې څانګې کسان وي یا به د مایکروسافټ کسان د ګوګل له پاره هکران وي او د ګوګل کسان به د مایکروسافټ له پاره او دا یې په خپلو کې د پیسو بدلک وهلی دی. که څنګه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *