تاند- د ګوګل د ځیرک وسایلو کاروونکي به د «لطفاً» او «مننه کوم» په شان الفاظ اوري یا ویني.
د ګوګل د متخصصانو په باور دا ډول الفاظ به ماشومان وهڅوي چې خپلې غوښتنې په مودبانه ژبه مطرح کړي.
په همدې لړ کې د ګوګل په اپډېټ کې کله چې د ځیرک وسیلې کاروونکی ښه سلوک کوي، الیکترونکي وسیله هم مودب ځواب ورکوي.
دا سیستم هغه مهال فعالېږي چې کاروونکی له ځیرک وسیلې څخه غوښتنه په «لطفاً» او «مننه کوم» په شان کلمو وکړي.
تر دې وړاندې امازون هم د الکسا لپاره دې ته ورته پروګرام فعال کړی و.
دې کمپنۍ په خپل ویبلاګ کې لیکلي چې د مودبانه چلند د پیاوړتیا او هڅونې لپاره یې د (Pretty Please) په نوم یوه نوې ځانګړتیا زیاته کړې ده.