سمون بابر

بابر سمون

یو شرکت تل کوښښ کوي چې غوره کسان استخدام، مرکه او په دنده وګماري. مګر که که چیرې مالک یا رئیس یې تریخ یا پڅ ژبې وي نو هر شخص دغه فرصت د لاسه ورکوي او هغه ځای کې د کار کولو اراده بدلوي. له بل پلوه که چیرې تاسو ښه مدیران او ټیمونه ولرئ نه یوازې تاسو به د خپلو خلکو څخه غوره ګټه واخلئ، مګر دوی به هم ستاسې سره د کار کولو دپاره تر ډیرې مودې اراده ولري او یا پاتې شي. 

Google د 10 څخه زیات کلونو لپاره د اکسیجن تر نامه لاندې څیړنې ترسره کړه، موخه یې څه وه؟ تر څو معلوم کړي چې کوم څیزونه د ښه رئیس یا مدیر ځانګړتیاوې تشکیلوي. او دوې خپلو رئیسانو او مدیرانو ته هغه ځانګړنې وروزي. لدې امله نن ګوګل د ښه کاري چاپیریال بیلګه نړۍ ته ګرځیدلې ده. 

په زړه پورې ده، تخنیکي مهارتونه پدې څیړنه کې د کم پام وړ ارزښت لرئ چې تاسو یې حتی فکر کوئ. د مدیرانو لپاره ډیر مهم څه وو هغه احساساتي /استخباراتي مهارتونه وه یا Emotional Intelligence Skills  یعنې څنګه خپل او د نورو احساسات کنټرول کړي. 

هغه ۱۰ ځانګړنې یا کارونه چې غوره مالکین ترسره کوي په ښکته توګه دي:

  1. رئیس یا مالک ښه روزنکې وي

نسبت هرې ستونزې ژر حل کولو پرځای،غوره مالکین/مدیران، دغه حالت د تدریس موقع په توګه ترې ګټه اخلي او ټیمونو ته د حل لارې چاری ښایي ترڅو هغوې ته خپله تجربه او مهارت دغې حالت کې انتقال او ور زده یې کړي چې څنګه ستونزه حل کړي یا ستونزه څنګه حلیږي. 

  1. ټیم تقویه کوي او نقطه نچیني نکوي

تر اوسه هیڅ داسې کارکوونکي نه دی ویلي: “زه خوښ یم چې نقطه نچین یا مایکروانیزم/مدیریت شم”. 

غوره مالکین/مدیران خپل کاري ډلې دپاره تل خپلواکي ورکوي چې خپل نظریات، نوښتونه، خطر اخیستلو هنر زده او اشتباهات وکړي. ورته ټول کاري فزیکي امکانات برابروي ان تر دی چې کاري وختونو کې ورسره نرمښت ښایي Time Flexibility تر څو دوې یو ورځ ښه مالک/مدیر په توګه ټولنې ته څرګند شي. 

  1. ذهني آرام چاپیریال

د ګوګل بلې څیړنې پربنسټ ویل کیږي: ذهني ارام چاپیریال د کاري ډلې پایلې لا لوړوي. ځکه دوې په ارامو مغزو نوښتونو دپاره کار کوي، ویره نه وي چې نوې نظرې په صورت کې به مو څوک تمسخر یا ورټي. یا په بل عبارت ټیم کوښښ کوي چې باور ته وده ورکړي، غوره مدیران کوښښ کوي چې هغه باور لا پوخ او جوړ کړي تر څو په رښتینې حالت بدل شي. 

  1. غوره رئیس/مالک ګټور او پایله لرونکې وي

غوره مدیران/رئیسان ځان ستورو په څیر بولي ولي خپل ټیم غړو څخه هم ستوري جوړوي. خپلې تجربې د ښو بیلګو په توګه هغوې ته وړاندې کوي او اړتیا وخت خپل لستوڼي د کار دپاره رابډوهي کار کوي تر څو خپل ټیم وهڅوي او کار ورسره وکړي.

  1. ښه مرکچي، اوریدونکې او معلومات شریکوونکې وي

غوره مدیران/رئیسان ښه اوریدونکي دي. دا کار هغوی سره مرسته کوي تر څو خپل ټیمونه په ښه توګه وپیژني او خواخوږۍ ورسره څرګنده کړي. برسیره پردې، ښه مدیران پوهیږي چې پوهه ځواک دی. له همدې کبله دوی شفاف دي او غواړي چې د خپلو ټیمونو سره معلومات شریک کړي، “ولې”  او ددې “شاته” څه دي. یعنې یو کار چې کوي خپل ټیم ته د خبرو اترو له لارې هر څه ورته څرګنده وي. ولې دا کار کوي؟ ددې کار تر شا څه موخه پرته ده؟

  1. د مسلک پرمختګ ملاتړ او فعالیت په اړه بحث کوي

لوی مدیران خپلو خوږو کلیماتو باندې خپل ټیم ستایي او هڅوي. مګر دوی مهمو نظریاتو او فیصلو شریکولو لپاره ډارېږي، هم – مګر په خورا تاکتیکي ډول یې خپل ټیم ته پوهوي. چې دا کار مو پدې شکل کړی وی ښه وه، او دغه مهارتونو باندې کار وکړه ترڅو لا د کار جوګه شې او خپل مسلک ته پرمختګ ورکړې.

همدارنګه، دوی ټیم سره د هغوې شخصي مسلکي موخو ته رسیدو برخه کې مرسته او پانګه اچونه ورباندې کوي . د دې کار کولو سره، دوې په طبیعي توګه خپل ټیمونه بیرته ځان سره فکر او فزیکي توګه ساتي او یو متقابل احساس فضاء رامنځته کیږي. 

  1.  ټیم لپاره روښانه لید / ستراتیژي لري

لوی مدیران په ریښتیا پوهیږي چې دا ټیم اوس مهال چیرته دی، چیرته باد ورسیږي /یا څه اړتیا لري چې باید موخې ته ورسیږي. د ښو خبرو اترو له لارې کولې شو چی ټیم ته ستراتیژی او خپل انفرادي رول ارزښت ور په ګوته ترڅو ستراتیژی ترسره او لرلیدي فکر خاوندان شي. 

  1. مالک/رئیس: تخنیکي مهارت باید ولري ترڅو ښه مشوره ورکړي

 لوی مدیران د خپل ټیم دندې او ورځنیو کارونو او ننګونو باندې پوهیږي او ښه مشوره ورکولې شي پدې شرط چې اړونده تخنیکي مهارت ولري. حتی که چیرې نوې ځای ته لاړ هم شي تر هغې پورې چې معلومات حاصل نه کړي چاته مشوره نه ورکوي. لومړې ځان پوره اګاه کوي بیا مشوره او خپل لید نورو ته وړاندې کوي.  

  1. په اغیزمنه توګه مرسته کول

ناکاره مدیران خپل ټیم سره د میرې مور چال او چلند کوي او حتی نورو ټیمونو کسان سبوتاژ کوي. برعکس، لوی مدیران پراخه لید  د شرکت دپاره لري او تل ځان غوندې فکر نورو کسانو دپاره کوي او خپل ټیم هڅوي تر څو مسلکي او کاري پرمختګ وکړي.

  1. قوي پریکړه کوونکي وي

لوی مدیران ټینګار کوونکې نوي بلکې پریکړه کوي. حتی وروسته له واقعیت پیژندلو او ټیم نظرونو په پام کې نیولو سره، دوې خپله پریکړه کوي او ټیم دیته هڅوي چې هغه پریکړه تعقیب کړي. او دغه عمل د لوست په توګه هغوې ته وروزي. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *