تاند-  ګوګل کمپنۍ د پیکسل په نوم یو نوی ټېلفون بازار ته راوایست چې د روبوټ په شان هرکاره دی.

دا ټېلفون، چې د ګوکل لومړنی موبایل ټېلفون دی، د نورو موبایل ټېلفونونو په شان ښکاري، رنګ یې نقره يي او سپین دی خو له وسپنې او شیشې جوړ شوی دی.

دا ټېلفون د نورو موبایل ټېلفونونو په شان زخیره، کمره، د تصویر او ږغ ثبتوونکی لري او د دې ترڅنګ سینسور هم لري.

دا ټېلفون په اتومات ډول ځان اپ ډېت کوي؛ یعني نوی اپرېټنګ سیستم پکې نصب کېږي.

دا ټېلفون له نن /چهارشنبې/ څخه په امریکا، استرالیا، کاناډا، جرمني او بریتانیا کې مشتریانو ته په دې شرط وړاندې کېږي چې مخکې تر مخکې یې د اخیستلو فرمایش ورکړی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *