د كال وروستى ماښام و، اسمان سپين پشمكي ورول او تيارې هم توره لمن غوړولې وه، خو يوه وړه بېوزله نجلۍ لا هم كوڅه په كوڅه پښې ابله او لوڅ سر په واورو كې په ډېره ناقرارۍ لره بره كېده، هغه چې له كوره راوتله نو زاړه بوټان يې را په پښو كړي وو، خو لكه چې بېخي د اغوستو نه وو او په پښو كې يې هم لوى وو، شايد د مور بوټان به يې وو خو خير هغه هم كله چې له سړكه پورې وتله، له دواړو لوريو پرې موټر راغلل، نجلۍ منډه كړه، يو بوټ يې له پښو ووت، كوم شوخ هلك سمدواره پرې راو ځغستل، تر څو چې نجلۍ سترګې پسې اړولې هغه بوټ په منډه له ځانه سره اخستى او په شوخۍ يې پسې را غږ كړ.

هههههه… كله چې غټ شوم او بچيان مې وشول نو له دې بوټ نه به دې ورته زانګو جوړوم…

نجلۍ له مجبورې ورځې بل بوټ هم له پښې وويست او په وړو لوڅو پښو واوره كې روانه شوه، هغه شيبه ورته دا دومره سخته نه وه خو اوس يې په واوره كې ډېر مزله پښې تكې سرې اړولې وې، د پښو سوي نوره يو ګام ته هم نه پرېښوده.

په شاته اچولي دسمال كې ورسره څو دبلي ګوګړ ((ماچس)) لا هماغسې پاتې وو، كرۍ ورځ ورسره لره بره شوه خو چا ترې يو دبلى ګوګړ هم وانخستل.

واوره لا هم ورېدله، نجلۍ سختې لوږې اخستې وه، له يخنۍ لكه د سيتار د تار رپېدله، پر ښايسته سرو ويښتانو يې د واورې پشمكيو چجه وهلې وه، خو هغې ته دا خبره بې ارزښته وه، ځكه لوږې پسې اخستې وه او پښې يې هم تكې سرې اوښتې وې.

په كوڅه كې د دوه منزله كورونو له كړكيو رڼا ګانې راوتلې، ټولو خلكو د نوي كال خوښۍ په كورونو كې لمانځلې، كله كله به له يو نيم كوره د سرو كړو غوښو بوى هم راغى، خو نجلۍ ته دا هم بې ارزښته وه.

اخر د يو سراى د دروازې څنډې ته ولاړه او كېناسته، اخوا دېخوا يې وكتل او بيا يې په يخو واورو پلتۍ ووهله، څو ګرمي احساس كړي خو هڅه يې سل په سلو كې ناكامه وه، كور ته له تللو هم ډارېده، ځكه كرۍ ټوله ورځ يې يو دبلى ګوګړ هم نه وو پلورلي، په جېب كې يې يوه روپۍ هم نه وه چې مور او پلار ته يې وركړي، هغه پوهېده چې كه كور ته ولاړه نو پلار به يې په وهلو مړه كړي.

له دې كبله هم كور ته نه تله چې هلته هم دا رقم يخني وه، د سرپناه لپاره يې يوه خونه لرله خو بام يې ځاى ځاى سورى و، دوى ټول سوري په خزلو وربند كړي وو خو بيا هم هوا په كې راننوتله، نو اوس يې فايده نه كوله چې نجلۍ دې كور ته ولاړه او توده شي.

واړه اونازنين لاسونه يې د يخنۍ له كبله بې حسه او تك سره اوښتي وو، ناڅاپه يې په زړه راوګرځېده چې له اور دبلي څخه يو تيلى راوباسي او بل يې كړي نو شايد د خپل بدن يخني يې ور ووژني، همداسې يې وكړل يو تيلى يې راوويست په دېوال پورې يې كش كړ، يوه نرۍ لمبه يې وكړه او نجلۍ ژر ژر خپلې نازنينې ګوتې ترې امېل كړې، اففف……نجلۍ په خپل بخت شكر وكړ، يو سترګك رڼا او يوه لپه تودوخه يې موندلې وه ځكه…

هغې داسې فكر وكړ چې يو تيلي ورته د يوې بخارۍ كار كړى، خو داسې نه وه، د تيلي لمبې د نجلۍ په ګوتو كې ډېره ژر ساه وركړه، لږه شېبه نه وه تېره چې نجلۍ بل تيلى هم بل كړ، دا ځل يې د تيلي په تته رڼا د خيال رنګينه دريڅه وځلېده، دا هم د ګوتو په څوك ور ودرېده، بهر واوره ورېده او دننه په ميز سپين ټوكر غوړېدلى و، په شيشه يي لوښو كې مڼې، د خرما روب او د مرغانو سرې كړې غوښې ايښې وې، نجلۍ غوښتل چې د سترګو په رپ كې دا هر څه په يو وار وخوري، خو چې قدم يې ورواخست نو سر يې په دېوال ولګېد، تيلى هم مړ شوى و او د نجلۍ له هيلو يې هم سا وويسته.

چې سترګې يې پرانستې هماغه لوند او د يخ دېوال مخې ته په يخو واورو كې ناسته وه، زړه يې وكړ بل تيلى يې هم بل كړ، دا ځل بيا د خيال د زورورې څپې پر اوږو سپره وه، ګوري چې د نوي كال خوښي لمانځي او د كرسمس د يوې ګلورينې ونې لاندې ولاړه ده، د ښار ټول اسمان رڼاګانو او اورلوبو په سر اخستى و.

شيبه وروسته رڼاګانې كمې شوې، د اسمان په ټنډه يوازې د ستورو خالونه پاتې شول، ناڅاپه يو لكۍ دار ستورى چرته پرېوت، نجلۍ په زړه وخوړه چې په نړۍ كې يوازنۍ غمخواره نيا يې هم لكه چې مړه شوه، ځكه هغې ورته يوه شپه په كيسه كې ويلي وو چې كله دې لكۍ دار ستورى وليد نو پويه شه چې ستا د كور كوم ګران غړي به سا وركړې وي، اخ! نجلۍ په هغه ستوري پسې هماغسې په حسرت وكتل چې دا به له كوره راوتله نو زړې نيا به يې ورپسې كتل….

نجلۍ ژر ژر په رپېدلو ګوتو يو بل تيلى هم بل كړ، دا ځل يې خوږه نيا مخې ته ودرېده، نجلۍ غريو ونيوه، په ژړا يې وويل ابۍ جانې! زه هم له تاسره ځم ما درسره بوځه، هسې نه چې ته مې هم د كرسمس د ونې او د مرغانو د د غوښو د دريڅې په څېر د تيلي له سرايښودلو سره پناه شې، خداى ته وګوره ابۍ ګلې زه هم درسره ځم…. او بيا يې په دسمال كې ټولو تيليو ته اور ورته كړل، نيا يې ورته نوره هم رانږدې شوه، دا ښه ورته ځير وه، نجلۍ يې په مينه غېږ كې راټوله كړه او له ځانه سره يې واخسته….

سبا سهار چې لمر څو له مخه پلو غورځاوه، نو نجلۍ د هماغه ديواله شاته ډډه وهلې او رنګ يې ژيړ تښتېدلى و، هو هغه د كال په وروستۍ شپه يخنۍ، لوږې او د ګوګړو سوزولو ويرې وهلې وه، د نوي كال لمر يې چې هر څومره نازك اننګي ښكل كړل خو نجلۍ يې راويښه نه كړه، مخې ته يې د سويو تيليو ډيرتيلي پراته وو، خلك ترې ګېر چاپېره راټولو وو ټولو ويل چې نجلۍ يخ وهلې ده، خو چا هم ونه ويل چې نجلۍ د كورنۍ د غوسه كېدو له وېرې خپلې نيا سره بلې نړۍ ته تللې ده.

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۴) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۳\ ۱۳۹۳

One thought on “ګوګړ پلورونكې/ليكوال: هانس كرسټين انډرسن/ ژباړه: سعيد شينواری”
  1. شینواری صیب له ادبي هڅو دې منندوی یم. خدای دې د پښتو ادب په ډګر کې د لا بریا توفیق درکړي.

    خو زه د یوه لوستونکي په حیث در څخه یوه غوښتنه کوم. زه خپله له انګلسي ادب سره څه ناڅه اشنايي لرم او دا کیسه مې په انګلسي کې لوستې ده.

    د کیسې هفه خوند او رنګ دې په دغه ژباړه کې یو څه له منځه وړی دی .

    ما دا خبرې ځکه ولیکلې چې دا کیسه زما تر ټولو په زړه پورې کیسه ده. دې کیسې ماته د یوې بې وسې نجلۍ ریښتینی انځور وړاندې کړی او ژړولی یې یم.

    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *