د هندي فيلسوف او شاعر رابندرانات ټاګور نوبل ګټونکى اثر”ګيتانجلي” د نړيوال ادب له هغو اثارو دى چې د نړۍ ګڼ ليکوال او ددې اثر لوستونکي ورته د (شهکار اثر) نوم په ورکولو کې نه دوه زړي کېږي او ددې نوم له مستحقو اثارو يې بولي.
ټاګور د خپلو صوفيانه شعرونو او سرودونو دا ټولګه په ١٩١٠ کال کې په بنګالي ژبه خپره کړه. د کتاب نوم له دوو کلمو(ګيت) ياني سندره يا سرود او انجلي د ډالۍ يا نذر څخه جوړه شوې ده چې د(سندرو نذر) مانا ورکوي، په پښتو کې ځينو ليکوالو د سرود پر ځاى (ترانه) نوم هم ورته اخيستى دى.
ګيتانجلي چې وروسته خپله ټاګور په انګريزي ژبه هم واړوله، د شلمې پېړۍ په پيل کې د هندي ټولنې او ملت د فلسفي افکارو او اندونو د ځلا او ښکلا نوم ورکړل شوى دى، دا په حقيقت کې يو ډول عرفاني افکار دي چې په عارفانه غزلونو کې رانغاړل شوي.
سره ددې چې ټاګور د نظم او نثر په برخه کې لسګونه نامتو اثار رامنځته کړي او خورا ډېر يې نړيوالو ژبو ته هم ژباړل شوي دي، خو لکه مخکينيو بحثونو کې مو چې وويل، کوم اثر چې ټاګور ته يې نړيوال مقام او شهرت ورپه برخه کړ او په ادبي محفلونو کې يې شور جوړ کړ؛ همدا ګيتانجلي اثر و.
په ګيټانجلي کې کوم راز او هنر نغښتى و چې هغه يې د انساني هيلو، غوښتنو او مينې په يوه ګډه چيغه بدل کړ؟ ولې د نړۍ په داسې شهکارو اثارو کې حساب شو چې پخوا يې په هند کې څه چې په ټوله نړۍ کې تقريبا سارى نه و؟
ددې لپاره لومړى اړينه ده چې د اثر د پنځولو د لامل او د شاعر د هغه احساس او ادارک په اړه په پوره توګه وپوهېږي چې نوموړى يې د يوه داسې تلپاتې شهکار اثر پنځولو ته اړ کړ.
لومړى به دې ټکي ته تم شو چې شهکار اثار کوم دي او څنګه رامنځته کېږي؟ په دې اړه يو عام تعريف دادى: ((هر اثر چې پر ډېرو خلكو اغېز وكړي او په هغوى كې مثبتې جذبې وپاروي، ټولنې ته يو ښه لورى وركړي، د ژوند يو غوره او ښكلى تصوير وځلولى شي، شهکار اثر دى.))
که چېرته ګيتانجلي ددې تعريف په رڼا کې مطالعه کړو، نو سل په سلو کې ورسره سمون لري، په ګيتا نجلي کې موږ مرګ په هغه وېروونکې څېره نه، بلکې د يوه ښکلي او محبوب په بڼه ګورو، خداى د خپل خالق تر څنګ د خپل محبوب په بڼه راسره دى، زړه مو وغواړي چې له هر چا سره مينه وکړو او ټولې کرکې له زړه وباسو.
ټاګور وايي:
لويه خدايه! زما مناجات دادي:
د افلاس نيلى زما له زړه وشکوه او لرې يې وغورځوه.
ماته توفيق راکړه چې خپلې خوښۍ او مصيبتونه په اسانۍ سره وزغلى شم.
ماته توفيق راکړه چې بېنوا او غريب له نظره ونه غورځوم او د ډېر بې باکه قوت په مخکې هم سر ټيټ نه کړم.
زه دا توان غواړم چې د دنيا له خسيسو شانو ځان وژغورم او خپل قوت، خپله مينه ستا خوښۍ ته وسپارم.
بله دا چې د شهكار اثر په اړه د هرې ټولنې او هرې سيمې نظر او هغو ته ټاكلي معيارونه سره توپير لري، ښايي يو اثر په يوه ټولنه او قوم كې شهكار منل شوى وي او په بله كې بيا هغه مقام ونه لري، خو د ګيتانجلي شعرونه که د امريکا يوه اوسېدونکي مطالعه کړى، يا د برېتانيا، ايران او…افغانستان؛ نو احساس او ادبي خوږلت يې يو ډول حس کړى دى. د لوړې او ټيټې کچې لوستونکى ترې مطلب اخيستلى شي.
افغان ليکوال او کره کتونکي محمد زبير شفيقي چې د نړۍ د ګڼو اثارو مطالعه لري او ځينې شهکارونه يې پښتو ته هم ژباړلي، په دې اړه داسې نظر لري: د ښكلا په باب د نړۍ د ټولو اولسونو معيارونه او ځانګړتياوې توپير سره لري، شهكار اثر هم اصلاً د منل شوې ښكلا يوه بڼه ده چې طبيعي ده څه توپيرونه سره لري.
د شفيقي صاحب په نظر يو لوړ شهكار هماغه اثر دى چې د نړۍ د ټولو انسانانو په منځ كې ډېر مينه وال ومومي، په دې معنا چې د ډېرو انسانانو ايډيال او ارزښت په كې پالل شوى او خوندي وي، يا كوم اثار چې انساني پيغام لري او څومره چې دغه پيغام پراخ وي، د اثر پر پوخوالي او لوړ ارزښت ګواهي وركوي او شهكار ګڼل كېږي.
لکه څرنګه مو چې په مخکينيو بحثونو کې يادونه وکړه، ټاګور د يوې شتمنې او داسې کورنۍ نازولى زوى و چې د شتو ترڅنګ ېې معنوي پانګه، شهرت، ځواک او پوهه هم درلوده، ټاګور يې د يوه نازدانه ماشوم په توګه را لوى کړ، خو تقدير د هغه په قسمت کې ځينې ترخې ورځې ليکلې وي.
خو همدا ترې ورځې او پرلپسې دردونه ددې سبب شول چې د ټاګور عواطف او احساسات و روزي، ويې پاروي او د خپل ژوند په اړه تر پخوا ژور ليدلورى ولري.
ټاګور١٤ کلن ماشوم و چې مور يې له نړۍ سترګې پټې کړې، دا د هغه په ژوند کې د درد لومړۍ تر ټولو سخته او ترخه تجربه وه، له دې نه وروسته يې د خپلې کورنۍ نور غړي، لکه مېرمن، وريندار، دوه اولادونه او پلار هم په لنډه موده کې له لاسه ورکړل.
دې ټولو پېښو کې د ټاګور په زړه کې د ژور درد او غم اغزنې رېښې وغځولې، هغه له ظاهري او لنډمهاله خوښيو ناهيلى شو، سترګې يې وغړېدې او حس يې کړه چې هره انساني او دنياوي ځاله او پناه ځاى بيا هم د درد او رنځ په تارونو اوبدلى دى.
همغه وو چې يوې سترې هستۍ او ثابت ذات ته يې لاس اوږد کړ، له دې سره يې زړه سکون پيدا کړ، د خپلو دردونو په فراموشۍ کې يې د ګيتانجلي د تلپاتې عارفانه شعرونو پنځولو ته مخه کړه. په لوړ غږ يې د صداقت، اخلاص او سپېڅلتيا سندرې وويلې، خپل نظر يې له طبيعت او انسان راټول کړ، ددې دواړو له پنځونکي سره يې ژور تړاو ورکړ.
وروسته يې د ټولو انسانانو پر وړاندې د خپل تړلي زړه د کور دروازه پرانېسته، هغوى ته يې د مينې او مننې نغمې ډالې کړې ، ځان يې د هغوى د ناپايه احسانونو پوروړى وبللو او خداى ته يې خپلې بې سارې مننې او ستاينې وړاندې کړې.
د ګيتانجلي په يوه سرود کې وايي: ماته رخصت راکړل شوى دى، اې وروڼو! ماته مخه ښه وواياست. زه تاسې ته د تعظيم سر ټيټوم او روانېزم. زه د خپلې دروازې کيلي درکوم او د خپل کور له ټولو دعوو څخه لاس اخلم. زه اوس يوازې ستاسې د مهربانۍ وروستي الفاظ اورېدل غواړم. موږ او تاسې څه موده سره ګاونډيان وو، خو لکه ماچې تاسې ته څه درکړي دي، تر هغه زيات تاسې ماته راکړي دي. داده ورځ راغله او هغه ډېوه چې زما تياره ګوټ پرې روښانه و، مړه شوه. د غوښتنې پيغام راغى، زه اوس د سفر لپاره اماده يم.
ټاګور په ګيتانجلي کې د خداى پاک ستاينې او مناجاتونه ويلي دي چې ځينې کره کتونکي يې د اورلمانځو د مشر زردشت(ګاتاګانو) ته ورته بولي، ځکه چې زردشت هم خپلې ګاتاګنې اهورامزدا ته تقديم کړې دي.
د ګيتانجلي د درېيم سرود په يوه برخه کې وايي: اې زما باداره! زه نه پوهېږم چې ته څنګه سندره بولې؟ زه تل په ماشومانه حيرت کې اورم…
نږدې ټول سرودنه په همدې انداز خوږ پيل او پاى لري، د شکايت او ګيلو پر ځاى د مينې او مننې پيغامونه لري او د هرې ژبې او مذهب لوستونکى داسې فکر کوي چې دده د زړه خبره يې کړې او دده له درده خبر شوى دى، ځکه خو يې په لوستلو هر څوک د سکون احساس کوي.
ګڼو ټاګور پېژندونکو او د ګيتانجلي مينه والو دې اثر ته د شرقي فلسفې او عرفاني افکارو د يوه داسې شهکار نوم ورکړ چې په غرب کې يې هر ډول مفکوره لرونکو ترمنځ پراخ اغېز شيندلى او ګڼ کسان يې د شرقي فلسفې او عرفان په اړه نورې مطالعې ته اړ کړي دي.
ددې ترڅنګ دا د ټاګور په ټولو اثارو کې د هغه د فکري تکامل او څوکلن رياضت يو بې سارى اثر بولي چې ګنې فلسفې، مفکورې او کيسې يې د خپل فکر او رياضيت په جام کې حل کړې او بيايې بېرته د بشريت په نوم وړاندې کړې دي.
د ټاګور د نورو شعري ټولګو او ګيتانجلي ترمنځ د منځپانګې له اړخه يو ستر توپير دادى چې له ګيتانجلي وړاندې شعرونو کې ټاګور تل د طبيعت د ستاينې او له انسان سره د مينې په باب خبرې کولې، د خداى ستاينه يې کولې، خو تر څنګ يې د انسان ستاينه او بيا د خداى او انسان ترمنځ د اړيکې ستاينه هم د شعر منځپانګه وه.
وروسته په ګيتانجلي کې دغه فکري تسلسل خپله لاره بدله کړه، د طبيعت او انسان د ستاينو ځاى د خداى ستاينو او لمانځنې ونيو، رباني مينه د انساني مينې ځاى ناستې شوه، په دې اثر کې شاعرهڅه وکړه چې د لرغوني هند روحي ارمان کشف کړي او بيايې د خپل اوسني ټاټوبي له اوسنيو واقعيتونو سره غاړه غړۍ کړي.
ددې بحث په پاې کې هم د ګيتانجلي ٢٣ مه ترانه وړاندې کوم.
٢٣ سرود
اې زما دوسته! په دې توپاني شپه کې ته هم د مينې په سفر له کوره بهر وتلى يې؟ اسمان غرغړې وهي، لکه دا چې دى هم د نا مرادۍ په عالم کې وي.
نن ماته خوب نه راځي، ګړۍ په ګړۍ ورپرانېزم او اې محبوبه! توره تياره کې د باندې ګورم(خو) هېڅ په نظر نه راځي، زه حيران يم چې اخر ستا (د راتلو) لار چېرې ده؟
د تورو اوبو په تياره ساحل کې که د ګڼ ځنګله په ليرې څنډه کې، که په تورو دربلو کې. اې زما دوسته! دا زما لپاره طى کوې او ماته راځې؟
(ګيتانجلي، ٢٣ سرود/ د استاد بېنوا ژباړه)