ټاګورغوښتل چې په ١٩١٠ کال کې د درېيم ځل لپاره انګلستان ته روان شي، خو ناروغۍ اجازه ورنه کړه، په ممبيې کې پاتې شو، د خپل استراحت له وخت نه په ګټه اخيستلو يې د ګيتانجلي اثر انګليسي ته وژباړه چې د (Songs Offering ) نوم يې ورکړ.

  وروسته يې خپل سفر پيل کړ، لندن ته په رسېدو يې دا ژباړه د ايرلينډملک الشعرا مسترايټ ته ورښکاره کړه، د مسټرايټ دومره خوښه شوه چې په اړه يې يوه ځانګړې مقاله وليکله او بيا د انګريزي ژباړې سره يو ځاى د مقدمې په توګه چاپ شوه.

   د “د شري” په نوم هندي ليکوال چې د ټاګور په اړه يې ځانګړى کتاب ليکلى، د ټاګور په اړه وايي چې نوموړي په ١٩١٠ کال انګلستان ته د تګ پرمهال د خپلو شعرونو ژباړه اديب روټن شټاين ته ور ښکاره کړه، هغه يې له لوستلو دومره اغېزمن شو چې په خپل کور کې يې ددې ټولګې پر وياړ يوه ادبي ناسته ترتيب کړه چې ګڼو انګريزي ليکوالو او اديبانو په کې ګډون کړى و او ټولو ددې کتاب پر چاپ ټينګار وکړ.

ټاګور
ټاګور

  له څه وخت تېرېدو وروسته د ګيتانجلي انګريزي ژباړه په لندن کې د هندي ټولنې يا (Indian society) له خوا خپره شوه چې له انګلستان پرته يې په ټوله اروپا کې سخت هر کلى وشو او د نوبل کمېټې سترګې هم ور واوښتې.

    څنګه چې د ګيتانجلي انګريزي ژباړه چې خپله د ټاګور په لاس شوې، له شک پرته چې له اصل سره به هېڅ توپير ونه لري، انګريزي ته دغه تازه ژباړل شوي اثر لومړۍ په انګلستان او بيا ټوله اروپا کې شور جوړ کړ.

    د ستاينې محفلونه يې ونيول شول، ټولو يې شعري نبوغ او قوت ته غاړه کېښوده، ځکه خو د نوبل کمېټې هم د ١٩١٣ کال د ادبياتو نوبل لپاره تر ګيتانجلي پرته بل کوم غوره اثر پپدا نه کړ.

دا جايزه د ټاګور لپاره د لومړني اسيايي نوبل ګټونکي په توګه اوچت وياړ نه و، بلکې نوموړي ته ګڼ لقبونه او د ادبياتو دوکتورا په کچه افتخاري سندونه هم ډالۍ شول چې د برېتانيا د پاچا (ښاغلى) لقب هم په کې شامل و.

      له دې وروسته د نړۍ ګڼو  ادبيانو  ددې اثر په ستاينه کې ليکنې کولې چې هره په کې له خپل ليدلوري د اثر ښکلاوې او صفتونه پلټل، خو خپله د ټاګور په پلرني وطن بنګال کې  ګڼو اديبانو چې نږدې دوه- درې کاله يې دا اثر په بنګالي لوستى و، ددې اثر په ارزښت نه پوهېدل او د نوبل له ورکړې وروسته يې عظمت حس کړ

      د انګلستان مشهور ليکوال او اديب ويليام باټلرييټس د ټاګور ددې اثر په اړه ليکلي: ددې اثارو ساده والي سلاست سخت حيران کړم، شعرونه يې موزون و، په غوږونو ښه لګېدل، ددې شعرونو رنګ مې روح ته ارام ورکوي، په ذهن کې مې هغه نړۍ انځوروي چې ټول عمر مې يې خوبونه ليدلي وو.)) له ويليام پرته د انګلستان بل شاعر ازرا پاونډ هم ددې شعرونو ځانګړې ستاينه کړې.

      په همدې ډول  د فرانسې ستر ليکوال او شاعر اندره ژيد چې خپله يې هم  د ګيتانجلي په څېر شهکار اثارو د پنځولو توان يې درلود، د ګيتانجلي له لوستلو وروسته ددغه اثر تر ژور اغېز لاندې راغلى او  همغه شېبه يې د ګيتانجلي ژباړلو ته مټې بډ وهلې دي.

    نوموړي د ګيتانجلي د فرانسوي ژباړې د چاپ په مقدمه کې ليکلي دي:((هغه څه چې په ګيتانجلي کې يې ستايم، ددې کتاب کوچنى والى دى، هغه څه چې ستايم يې دادي چې دا کتاب د هند له ديني اساطيرو پاک دى، څه چې په دې کتاب کې ستايم، دادي چې ګيتانجلي هېڅکله هم چمتو والي ته اړتيا نه لري، په هند کې مهابهارانه(٢١٤٧٧٨) او رامايانا(٤٨) زره بيتونه لري، دا کتاب څه راحت او فرحت رامنځته کوي، خو زه  اوس د ټاګور له مخې پر هند افرين وايم.))

    په پښتو ژبه ددې نړيوال اثر د روانې او  ښکلې ژباړې احسان  ارواښاد استاد بېنوا کړى دى، ارواښاد استاد پسرلى يې هم منظومه ژباړه لري چې (ټاګور په پښتو ادب کې) بحث کې پرې خبرې وشوې، د استاد بېنوا له ژباړې سره د استاد رشاد  ستره مقدمه  او  پښتو ژبې د پياوړي شاعر پيرمحمد کاروان يو يادښت هم مل دى.

   کاروان صاحب د شعر په ژبه پوه انسان او اوچت شاعر دى، ځکه خو د شاعر په ژبه تر بل هر  کس شاعر ښه پوهېږي. نوموړى ګيتانجلي د يوې سترې مينې هنداره بللې او ليکلي يې دي: د ګيتانجلي ټول سردونه له لوى خداى سره له راز و نيازه ډک دي. دلته لوى جمال د شاعر معشوق دى، له نورو معشوقو سره مينه لنډه تنګه وي، ځکه خو ګيتانجلي د وړې مينې پرځاى لويې مينې ته غېږه پرانېستې ده. د لويې مينې دردونه هم تر بلې هرې مينې لوى او خواږه وي. له کشف او کيفه ډک وي، ژوند يې ډېر او ځلېدونکى وي.

کاروان صيب په خپله  ليکنه کې د خپلو خبرو د ثبوت وړاندې کولو لپاره د ګيتانجلي له منځه د څو سردونو ښکلى او لنډ  انتخاب کړى چې څو يې دادي:

دويم سرود: هر کله چې ته ماته د سندرو ويلو حکم وکړې، ماته داسې ښکاري چې زړه مې له ډېره وياړه ټوټې ټوې کېږي…

پنځم سرود: زه خو ستا څخه صرف دومره عنايت غواړم چې يو د سترګو رپ قدر درسره کېنم، خپل کارونه به بيا سرته ورسوم…

اووم سرود: زما نغمې دده ښکلا لږه کړې ده…

نهم سرود: اې ناپوهه! په خپله خپل ځان په اوږو اخيستل غواړې؟ اې ګدا له خپل وره څخه خيرات غواړې…

لسم سرود: ستا د پښو اېښودلو فرش خو دلته دى، مګر ته هلته قدم ږدې چې تر ټولو بې وزلي بينوا او برباد خلک اوسي…

ديارلسم سرود: هغه سندره چې زه يې د ويلو لپاره راغلى وم، تر اوسه ناويلې پاته ده…

شلم سرود: هغه ورځ چې د نيلوفر ګل وغوړېده، افسوس چې زما زړه لاره ورکه کړې وه او اواره و…

  دېرشم سرود: ما د ملاقات ټاکل شوي ځاى ته ټوله لاره يوازې ووهله، خو دا څوک دى چې په دې توره شپه له ما سره پټه خوله روان دى؟

 له نوبل جايزې وروسته نه يواځې چې د هندوستان په ټولو ژبو ترې منظومې او منثورې ژباړې وشوې، بلکې په ټوله نړۍ کې يې ژونديو ژبو ته د ژباړې بهير زيات شو او په دې توګه يې ټاګور ته نړيوال محبوبيت  ور په برخه کړ.

په راتلونکي بحث کې به د ګيتانجلي اثر دوه انتخاب شوي سردونه وڅېړل شي.


د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *