صحت د الله تعالی لوی نعمت دی او په خپلې پېرزوینې او لورینې یې ډېروکسانو ته ورکوي.
له صحته ښه او بده کټه اخیستل کیدای شي، ښه ګټه ترې هغه کسان اخلي چې روحاني او باطني صحت لري او بده ګټه ترې هغه خلک اخلي چې ظاهري صحت لري.
ډېر خلک مې ولیدل چې ظاهرا صحت مند ورته ویلای شو، خو باطني او روحاني صحت به نه لري.
په نړۍ کې هر شی الله تعالی انسانانو ته پیدا کړي دي او په هرشي کې ډول ډول ویټامینونه دي، چې د انسانانومختلفو اعضاوو ته ګټه رسوي.
ډاکټر صاحبان وایي، چې ګازرې د سترګو دید ته فایده لري، بادام مغز ته او داسې نور شیان هم شته چې د الله تعالی نعمتونه دي، چې انسانانو ته ګټه لري.
یو صحت مند انسان دی، چې ښه مغز او فکر لري، د ډاکټرۍ تر کچې یې زده کړې هم کړي دي، خو بیا هم له خپله فکره ښه استفاده نه کوي، دلیل یې دا دی چې روحاني او باطني صحت نه لري، د انسان باطن چې جوړ شي، ظاهري ښکلا هم پکې پیدا کېږي اوپه نړۍ کې د دې ټول کارونه مثبت وي.
ډېر داسې شیان شته چې د انسانانو سترګو ته ګټه رسوي، او د سالمو سترګو خاوند ته د سترګو صحت مند ویلای شو، که چېرې همدا انسان له خپلو سترګو ناوړه استفاده کوي، دلیل به یې دا وي چې دی هم روحاني او باطني صحت نه لري.
سره ددې چې د دې سترګې به ښکلې وي او ښه دید به کوي، خو زما په پوهه باطن یې خراب دی.
که چېرې د بدن له هرې اعضاوې نه ناوړه استفاده کوو، حقیقت دا دی چې باطن مو خراب دی.
که چېرې د یو انسان عقیدوي، اصلاحي او دینې ژوند جوړ شي، باطن یې هم جوړېږي. نن مو ډېر ظاهري صحت مندخلک باطني صحت مندي نه لري.
د یوې هندواڼې ظاهري ښکلا یې بهرنی ساختمان دی او باطني ښکلایې رنګ او خوند دی. چې ډېر خلک د هندواڼې رنګ نه بلکې خوند ته ګوري. که له بیرونه یوه هندواڼه هرڅومره ښکلې وي، خو داخل کې خرابه وي. دا د هغه انسان په ډول دی، چې ظاهر یې ښکلی او باطن یې بدرنګه دی.
په یوې ټولنې کې ډېر اصلاح شوي خلک هغه کسان وي، چې روحاني صحت لري.
که د یو انسان روح جوړ شو، نور بدن یې پخپله ښه کارونه کوي، همدا روح دی چې په ټول بدن مشري کولای شي او همدا روح دي چې له انسانه ولاړ شي، په تش کالبود بدلېږي .