له ګټي سره مينه اوله تاوان څخه کرکه د انسان په خټه کي اغښلې ده.

هرڅوک سهارپه دې موخه له کوره راوزي، چي ماښام له يوڅه ګټي سره کورته ولاړ سي.

هيڅوک نه غواړي، چي خواري يې يې بېځايه او سپېره خوله پاته سي.

هره ورځ په ښارونو کي په ميلونونو پيسې کښته پورته کيږي، چي په دې يوه ورځ زيات کسان ګټه کوي او يو شمير بيا تش لاس کورته ځي.

ځيني کسان د ګټي په ورځ خورا خاندي، خو د تاوان په ورځ يې تندى ګونځي او پر هره خبره جنګ کوي.

لوى سوداګر په ګټه له حاله نه وزي او په تاوان کالي پرځان نه څيري، ځکه دوى ګټه او تاوان سره تړلى ګڼي او پردې خبره باور لري، چي ګټه په تاوان کيږي.

ګټه او تاوان په اصل کي دوه ډولونه لري، چي يو ته يې مادي او بل ډول يې د معنوي په نامه ياديږي.

پوه کسان هر وخت د مادي ګټي او تاوان پرځاى د معنوي ګټي او تاوان په اړه ژورفکر کوي.

اوس له تاسي يوه پوښتنه کوم ، په دې وروستيو کي چا ډېره ګټه کړې او څوک په تاوان کي تر غوږو غرق دى؟

د دې پوښتني ځواب اسان دى، خو يولږ پام غواړي.

کيداى سي ستاسي ځوابونه د الفاظو له مخي بېل، خو په ار کي يو شى وي او بېله ځنډه وواياست، هغه چا ډېره ګټه کړې، چي د غبرګولي په ٢٤مه ورځ يې يوازي د ملي احساس له مخي خپله رايه کارولې ده.

داهغه څوک دى، چي ولسمشرۍ ته د نوماند د قوم، ژبي، شتنمۍ اود سيمه ييز نږدېوالي پرځاى يې يوازي د کانديد وړتيا او په ذهن کي سپېڅلىافغان احساس معيار ګرځولى و.

هرهغه چا، چي دياد معيار له مخي خپله رايه کارولې ، نو تاسي پوه سئ ، چي په ميلونونو ځله يې معنوي ګټه کړې او يوازي يې د ارام، سمسور، پرمختتلي او ودان افغانستان په موخه د رايي ورکولو لپاره له اوږد انتظار څخه هم خوند اخيستى دى.

زه باوري يم، چي ستاسي انتظار به لوى خداى په عبادت کي شميري، ځکه ستاسي موخه شخصي نه، بلکي ټولنيزه وه ، اسلام هم ټولنيز دين او د يوې ښې ټولني د جوړېدو لپاره يې تل خپلو پيروانو ته فرمايلي، ( ښه مسلمان هغه څوک دى، چي دده د لاس او ژبي له شر څخه نور مسلمانان په امن وي. )

په يوبل ځاى کي بيا هم د همدغه پاک دين پېغمبر(ص) فرمايي ( کوم شى، چي د ځان لپاره خوښوى، د بل مسلمان ورور لپاره يې هم خوښ کړئ او کوم شى، چي د ځان لپاره نه خوښوى، نو د بل مسلمان ورور لپاره يې هم مه خوښوئ. )

د پورته خبرو برعکس، هغه کسانو سخته معنوي ضربه خوړلې ، چي خپلې يوې رايي ته يې په درنښت نه دي کتلي، خپل برخليک يې تر پرديوشتمنيو، قوم، ژبي او چالاکۍ قربان کړى دى.

دغسي خلک يومخ معنوي تاوانيان دي او تر ډېره به ددغه تاوان سر راونه ګرځوي، ځکه دوى يوازي خپل ځان د ځانغوښتني په اور سوځلى او تر ډېره به له دې خوږه کړيږي.

نو ګران لوستونکيه ! موږ او تاسي ته په کار ده، چي د معنوي ګټي په ترلاسه کولو سره د دنيا او اخرت ښېګڼي هم خپلي کړو، دغې معنوې خزانې ته ځان رسول په ټولنه کي د په رښتيا ورګډېدولو له لاري په لاس راځي.

هرهغه څوک، چي د ځان ګټي ترټولنيزو غوره ګڼي، نو د وږى موږک په څېر به تل د يوې ګولې ډوډۍ لپاره په تلکه بند او سترګي به يې رډي رډي راختلي وي، ښکاره خبره ده، چي په داسي وخت کي بيا ارمان او لاسونه مروړل ګټه نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *