ګټه وټه کتاب مې ولوست، د يوه سوکاله ژوند جوړولو له پاره مې ډېرې په زړه پورې لارې چارې پکې ولوستې. موږ تل فکر کړی او کوو يې چې که دومره سوه زره او يا هم تر دې ډېرې افغانۍ وګټو بيا به شخصي کاروبار پرې پيلوو او تل په همدې تېروتلي یو چې شخصي کاروبار يعنې ډېرې پيسې ګټل او بيا کار پيلول، خو نه، داسې نه ده. موږ کولای شو له صفر يې پيل کړو او لوړو پوړيو ته ورسېږو.
سپما يوازې دا نه ده چې بانک کې څومره پيسې لرو او څومره ډېرې ګټی شو، بلکې سپما په دې سره کېږي، څومره پیسې چې ګټو څومره ترې ساتی شو، که زموږ عايد هر څومره ډېر وي خو چې يوه برخه يې ترې ونه ساتو سپما نه شو کوی او زموږ د هر عايد ګټه وټه سپما ده. سپمول شوې پيسې زموږ خپلې دي. په سپمول شوو پيسو سره د ټولنې او شاوخوا خلکو خدمت کوی شو. د بېلګې په توګهيو چاته پور ورکړو، په يوه خيريه کار کې ونډه واخلو، له يوه ناروغ او بې وزله سره په سخت حالت کې مرسته وکړو او داسې نور ګټور او عام المنفعه کارونه پرې وکړو. تل بايد له ځان سره حساب وکړو چې لګښت مو د عوايدو پر کچه څومره دی. که مو لګښت د عوايدو پر کچه زیات و، نو موږ هېڅ کله هم د سپما توان نه لرو او نشو کوی پيسې سپما کړو، نه بايد چې هېڅ کله مو هم لګښت تر عايد لوړ شي.
ګټه وټه کتاب ډېری موضوعات پر همدې مسايلو راڅرخوي، سپما څنګه وکړو، ګټه وټه څنګه لوړه کړو، سپما د څه له پاره وکړو، په دې کتاب کې ډېر اړين اقتصادي مسايل په ډېر ساده او عام فهمه ډول بيان شوي دي چې د ځوان نسل له پاره يې لوستل بې ګټې نه بولم. که هر ځوان دا ډول په زړه پورې کتابونه ولولي خامخا به د خپل ژوند چارې منظمې کړای شي، په مطالعې سره کولای شو ځان له نړۍ سره برابر کړو.
په دې کتاب کې د سپما تر څنګ د وخت د مديريت په اړه هم په زړه پورې بحثونه شوي دي. که وخت په ښه توګه مديريت کړای شو کولای شو هم ځان او هم ټولنې ته خدمت وکړو او که وخت بې ځایه تېر کړو، تل به ناکام يو او ژوند به مو له ستونزو سره مخ وي. وخت لکه سمندر روان دی، هغه موږ ته درېږي نه، که مو ګټه ترې واخيسته ښه تر ښه که مو ګټه ترې وانه خيسته تر شا هم نه راګوري او ښه دا ده چې که ګټه ترې اخلو څوک مو مخنيوی نشی کوی، پرته له دې چې خپله لټ شو او د کار له پاره حرکت ونکړو. وخت ته په ارزښت ورکولو سره کولای شو له لاسه وتلې پانګه هم بېرته ترلاسه کړو، خو له لاسه وتلی وخت په هېڅ صورت سره بېرته موندی نشو.
په ګټه وټه کتاب کې د پيسو په اړه په زړه پورې بحث شوی. پيسې څه دي، معيارونه يې څه شی دي او کومو کاغذونو ته پيسې ويلای شو؟
په دې کتاب کې تر ټولو زیات فوکس او تمرکز په اقتصادي او مالي پوهه شوی، دوی ليکلي:
«اقتصادي او مالي پوهه، هغه ذهني مفهوم دی چې په وسيله يې د مال او شتمنۍ څښتن کېږو.» نو که مالي پوهه ونه لرو هر څومره چې وګټو مديريت کوی يې نشو، پانګې ته په ښه توګه حرکت ورکوی نشو، ښه پلان ورته جوړوی نشو، دا ټول هغه وخت کوی شو چې اقتصادي او مالي پوهه ولرو. اقتصادي او مالي پوهه لرل مو کارونه ښه مديريت کوی شي او کولای شو د پانګونې د هرې چارې له پاره ښه پلان ولرو. عملياتي طرحه ورته جوړه کړو او لنډمهاله او اوږدمهاله موخې ورته ولرو، که اقتصادي او مالي پوهه ونلرو دا هرڅه ناشوني دي.
همداراز که غواړئ مالي تضمين ولرئ بايد تر څنګ يې مالي پوهه ولرئ له مالي پوهې پرته مالي تضمين ناشونی دی. که يو څوک وغواړي مالي پانګه مو غلا کړي شونې ده خو هېڅ کله مو هم مالي پوهه غلا کوی یا اخيستی نشي. په نړۍ کې بې شمېره کسان دي چې په ډېرو ربړو او زحمتونو سره یې ډېرې پانګې موندلې خو د مالي پوهې نه لرلو له کبله يې بېرته له لاسه ورکړې دي. ټوله سپما او ستړياوې يې بې ځایه او په اوبو لاهو شوې دي.
د سپما کړو پيسو له پاره پانګونه اړینه ده که پانګونه پرې ونکړو او يو مناسب کار پرې روان نکړو، سپما به مو هم بې ځایه وي، نو بايد چې پيسې په يوه مناسب کاروبار بندې کړو، د خلکو سپارښتنې واخلو خو ټولې سپارښتنې هم د پلي کېدو وړ نه وي، د سلاکارانو چې سلا مو ترې غوښتې سلاوې سره پرتله کړو، که مو په ګټه وې ويې منو کنه ترې تېر شو. د خپلې پانګې په اړه خپله تصميم ونيسو او خپله یې مسول يو، بل هېڅوک نشی کولای زموږ د پانګې په اړه پرېکړه وکړي.
په سپما، اقتصادي پوهې، پيسو پېژندلو او وخت په مديريت سره شتمن کېږو خو دا چې ولې شتمن شو، دا کتاب يې داسې تشرېح کوي:
«په شتمن کېدو سره مو عوايد زياتېږي، د ژوند کيفيت مو ښه کېږي، په ټولنه کې ښاغلي کېږو او د تقاعد دورې له پاره اسانتیاوې راته برابرېږي. په دې ټولو کې د تقاعد دوره ډېره مهمه ده، ځکه که يو څوک د عمر ډېره برخه په يوه دفتر کې کار وکړي او بيا يو په يو په کور شي، نو که کوم کاروبار ورته نه وي او د ژوند د تېرولو له پاره يې پيسې هم سپما کړې نه وي، سخته ده چې د تقاعد پر مهال دې ارام ژوند ولري، له سيمو دې ليدنه او سفر وکړي. که يې سپما کړې وي او يو څه شتمن شوی وي، کولای شي د تقاعد په دوره کې خوشاله او ارامه ژوند ولري، سيمو ته سفرونه وکړي، د په زړه پورې پارکونو ننداره وکړي، خوندور او په زړه پورې خواړه وخوري او ژوند سوکاله تېر کړي.»
کتاب د شتمن کېدو له پاره نه ښه بحثونه لري دوی ليکي چېټول شتمن نړۍ ته شتمن نه دي راغلي،بلکې ډېرو کسانو خپله هم هېڅ ګټلي نه دي او د خپل پلار شتمنی یې هم لوټلې ده او ایا که يو کس په يوه بېوزله کورنۍ کې پيداشي، بايد بېوزله مړ هم شي، نه هېڅکله هم نه، په يوه بېوزله کورنۍ کې زېږېدلی کس په خپلو هڅو سره پانګوال او شتمن کېدای شي. د شتمن کېدو په اړه اقتصاد پوه توماس جي سټېنلي ويلي:
«خلک يوازې د لاټرۍ او قسمت حساب له لارې نه ميليونر کېږي، بلکې خلک د يوه داسې کار له کبله ميليونران شوي چې ښه عوايد لري، سپما کوي او پر نورو ګټورو کارونو پانګونه کوي.» په ګټه وټه کې وايي چې پانګه وال او شتمن کسان ځانګړې جنيتيکيځانګړتیاوې او جوړښت نلري، بلکې زموږ په څېر عادي انسانان دي. همداراز دوی پانګوالي تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې تړلې نه بولي، ځکه چې ډېریماسټرۍ او دوکتورا لرونکي کسان وزګار او بېوزله دي، خو ډېر عادي خلک هم چې ذهن يې په اقتصادي مسايلو خلاصېږي لويې پانګې لري او د ژوند لاره يې منظمه کړې ده.
په ګټه وټه کې وايي چې که یوې افغانۍ ته ارزښت ورکړو، داسې ښکاري چې ميليونونو افغانيو ته مو ارزښت ورکړی دی، ځکه چې ميليونونه افغانۍ هم له همدې يوې يوې افغانۍ جوړې شوې دي. ګټه وټه کتاب د شتمن کېدو له پاره څو نورې سپارښتنې هم لري:
نه، ويل بايد زده کړو، ځکه ډېری وخت د همدې (نه) نه ويلو او تل د (هو) ويلو له کبله تاوان کوو.له کاروباريانو سره ناسته پاسته ولرو، په رازونو يې ځان خبر کړو، د پانګونې او کاروبار چل ول ترې زده کړو. له رسمي وخت وروسته چې کور ته ځو داسې شخصي کاروبار لکه ژباړه، ليکوالي، ډيزاين، د کمپنيو انلاين پاڼې اداره کول او چلول او داسې نور کارونه وکړو چې له کوره يې کېدل شوني وي. په مالي مسايلو کې د مېرمن او خاوند جوړجاړی او تفاهم ډېر اړین بولي، څو د لګښتونو او عايداتو د پرتلې له پاره له يو بل سره تفاهم وکړي. کتاب په پای کې د نړۍ پېژندل شوي پانګوال راپېژندلي، همداراز يې د دوی د شتمن کېدو لارې او کاروبار يې هم تشرېح کړی دی.
ګټه وټه کتاب افغان ليکوال مهدي فېروزي ليکلی او بااستعداده تکړه ځوان حميدالله حميدي خوږې پښتو ته ژباړلی دی. ګټه وټه د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري په ۹۶مخونو کې په سپين کاغذ او ښايسته ډيزاين سره چاپ شوی دی. حميدي صیب تاند او تنکی ځوان ليکوال او ژباړن دی چې تر دې وړاندې یې هم ډېر ګټور کتابونه ليکلي او ژباړلي دي. د متن ژبه يې روانه، ساده او عام فهمه ده. د حميدي صیب دې قلم همداسې روان او ژوند يې دې له خوښيو ډک وي، موږ د لابرياوو هيله ورته کوو.
د ۱۳۹۹ لمريز کال د وري ۱۲مه