?????????????????????????????????????????????????????????

لیکواله: اناهیتا چشمه اعلایي
ځینې جوړې نه شي کولای، چې بې له دعوې او جنجال څخه خبرې وکړي، ځکه د خبرو کولو پر مهال ترې تېروتنه کېږي او دا خبره د دې لامل کېږي، چې له یو بل سره خبرې په دعوه او جنجال بدلې شي. کېدای شي تاسو هم له یوې داسې پېښې سره مخ شوي وی، چې خبرې کوی، خو یودم مو مېرمنه درته په غوسه کېږي، کېدای شي له ځانه وپوښتئ، چې ما خو کوم داسې څه نه دي ویلي، چې د مېرمنې د غوسې لامل مې شي، اصلي خبره دا ده، چې کېدای شي تاسو سمې خبرې کړې وي، خو مېرمنې مو تر بل ډول برداشت کړی وي او همدا د دوی په اند بد برداشت یې د دې لامل شوی ، چې مېرمن موپه غوسه شي او له تاسو سره دعوه پیل کړي.
د خاوند او مېرمنې تر منځ تېروتنې:
۱- د «تل» او یا د «هېڅکله» کلمو کارول؛ د بېلګې په توګه ته « تل بد اخلاقه یې!» ته « هېڅکله هم له ما څخه مننه نه کوې!»
۲- پټې خو، نېشداره خبرې، د بېلګې په ډول: رفتار دې سم کړه!، ډېره هڅه وکړه، چې ځان سم کړې!، ما درک کړه!، ماته ډیره پاملرنه وکړ! پر ما مهربانه اوسه!
۳- کنایه ، طعنه او ورته سپکاوی کول، د بیلګې په ډول: لازمه ده، چې یو مثال ورکړم تر څو پوه شې!.
په خبره دې سر نه خلاصېږي.
انسان یو ځل په خبره پوهېږي او داسې نور…

۴- کله، چې زیات په غوسه وی هڅه وکړئ مودب و اوسئ. که د غوسې پر وخت مو له خولې بدې خبرې ووزي، معلومه خبره ده، چې مقابل طرف هم چپ نه پاتې کېږي اوهغه شرم، چې له تاسو څخه یې لري، نور ورته اهمیت نه لري او په ورته عمل لاس پورې کوي.
۵- له اندازې زیاته پوښتنه او قضاوت کول، د بېلګې په توګه: «ولې دې دا کار کړی؟» «ولې دې هغه کار کړی!» او دې ته ورته نورې پوښتنې.
۶- د دې پر ځای، چې د حل لاره پیدا کړي، په دې پسې ګرزي، چې ولې دغه کار تر سره شوی، تر څو مقابل کس مقصر وپېژني. د بېلګې په ډول که د دروازې کلۍ مو له ننه خوا څخه په وره کې پرې اېښې وي، د دې پر ځای، چې د وره د وازولو لپاره حل لاره پیدا کړي، په دې شخړه پیل کوي، چې« کلۍ دې ولې په قلف کې پرې ايښې ده، تا پرې ايښې ده او مقابل کس وایي ، چې ما نه تا پرې اېښې ده!»
۷- له نورو سره پرتله کول، د بېلګې په ډول« له فلاني څخه زده کړه، د خپلې ښځې لپاره یې څه ډول د طلا لښتۍ اخیستې؟» یا « د فلاني کس له ښځې زده کړه له خاوند سره یې څه ښه چلند کوي!»
۸- د یو بل پر وړاندې مقابله کول، د مثال په ډول « تا تېر کال زما په حق کې دا ډول کار تر سره کړی و، نو زه هم غواړم، چې اوس یې ستا په حق کې وکړم او خپل غچ واخلم»
۹- زیاتې خبرې کول، د څو دقیقو په موده کې موخپلې خبرې سره تبادله کړئ او اضافي توضیحات مه ورکوئ، ځکه ستاسو د ژوند ملګری دومره وخت او حوصله نه لري، چې ستاسو بې ځایه خبرو ته غوږ ونیسي.
۱۰- د شرط په ډول د ځینو خبرو کول، د بېلګې په ډول، «تا خو ویلي و، چې نور به خپلو ماشومانو ته پوره پام کوم، نو ولې بیا!»
۱۱- د یوه او بل په خبره کې ور لوېدل، چې دا یو بد عادت دی او له بده مرغه زموږ څخه زیاتره یې دغه عادت لرو.
۱۲- سکوت او یا اوږده غوسه، د بېلګې په توګه، تاسو په غوسه یئ و وایئ، چې زه په غوسه یم. «که خبرې وکړم، ښې خبرې به مې له خولې ونه وزي، په همدې دلیل زه یو ساعت خبرې نه کوم، کله مې چې غوسه سړه شوه بیا به له یو بل سره خبرې وکړ.» هېڅکله د اوږدې مودې لپاره غوسه مه کوئ. او یا هم هېڅکله بې له دې چې په کور کې مو احوال نه وي ورکړی له کوره مه وزئ ، ستاسو په اند که مو فکر سم نه وي کولای شئ، چې د خپل مور او پلار او یا هم له یوه نیږدې دوست کره ولاړ شئ، خپل د ژوند ملګري ته وایئ، چې فکر مې سم نه دی زه نن د فلان کي کره ځم تر څو وضعیت سم شي!. هېڅ اوښیار کس دا ډول تېروتنه نه تر سره کوي، او که یې تر سره کړي، دا به لویه بې ادبي وي، ښه دې چې دغوسې پر مهال په خپل کور کې پاتې شئ او یو د بل په څنګ کې و اوسئ، که خدای مه کړه داسې څه تر سره کړئ، چې د لنډ وخت لپاره خپل کور پرېږدئ دا به لویه بې ادبي وي، په داسې وخت تاسو یوه او بل ته اړتیا لرئ، چې د یوه او بل په څنګ کې اوسئ. له یو بل سره داسې چلند وکړئ، چې احساس کړئ یو بل ته پوره احترام لرئ.
تمرین:
د اونۍ له سره مو خپلو خبرو ته پام وکړئ، داسې خبرې مه کوئ، چې په وسیله یې ستاسو د ژوند ملګری خواشینی او یا غوسه شي. هرشپه د خپلو هغه خبرو په اړه فکر وکړئ، چې د ورځې په اوږدو کې مو کړې دي. هغه تېروتنې چې د ورځې په اوږدو کې درڅخه شوې دي یاداشت یې کړئ.
لومړی د خپل ځان په اړه فکر وکړئ، او د ژوند ملګری مو مه مجبوروئ، چې خپلې خبرې اصلاح کړي. کېدای شي دغه څه چې یاداشت کړي مو دي په یوه داسې ځای کې کېږدئ، چې د مقابل کس یعنې ستاسو د ژوند د ملګري سترګې پرې ولګېږي.
ژوند ښکلی دی
په خپل لاس یې مه بدرنګوئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *