تاند- په سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر چلولو د اجازې له ورکولو برابر ۱۰ اوونۍ وروسته د یکشنبې په ورځ د سعودي د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ ګڼ شمېر سعودي مېرمنو خپل ماشومان پخپلو موټرونو کې ښوونځیو ته ورسول.

د العربیه تلویزیون د راپور له مخې، یوې سعودۍ ښځې د خوشالۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل«د لومړي ځل لپاره ښځې وتوانېدې چې خپل ماشومان د سږ کال د تعلیمي کال په پیل کې په خپله ښوونځیو ته ورسوي.»

العربیه وايي چې سږ کال د تېرو تعلیمي کلونو د پیل خلاف ترافیکي پېښې هم کمې وې. په تېرو کلونو کې به واګونونو، چې ښځینه ښوونکې به یې ښوونځیو ته وړلې، لارې بندې کړې وې او د واګونونو د چلوونکو د بې پروايۍ له کبله به ډېرې ترافیکې پېښې کېدې.

العربیه همداراز وايي چې د هر تعلیمي کال په پیل کې به سعوديان مجبوره ول چې بهرني موټرچلوونکي وګوماري چې د دوی ماشومان ښوونځیو ته ورسوي خو سږ کال وضعیت د ډېرو کورنیو لپاره بدل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *