خوشال خلیل
له پرله پسې شواهدو، مدارکو او تجربو په ډاګه څرګندېږي چې د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره پاکستان د افغانانو په اوږه ټوپک ايښی او خپل وطن پرې ورانوي، پدې خبره حتا هغه کسان چې د خپل وطن د ورانولو ماموریت ورسپارل شوی، هم ښه سم پوهېږي. پوښتنه داده چې دا خلک په دې باندې د پوهېدو سره سره ولې استعمالېږي او تر خپلو ملي ګټو د نورو ګټو ته ترجیح ورکوي؟
دې پوښتنې ته ګڼ ځوابونه ویل شوي، خو تر ټولو مهم ځواب یې ناپوهي ښودل کېږي، دا خبره ممکن تر یوه حده سمه وي، خو قطعي نده، دا ځکه چې ددغه ماموریت په راس کې تر ډيره پوه، لوستي او هغه افغانان ولاړ دي، چې د نړۍ او سيمې په اړه کافي معلومات لري، په انګریزۍ ژبه لیک لوست کوي، له بین المللي ادارو سره کاري تجربه لري او حتا دلته د کابل په اداره کې هم کار کوي، خو بیا هم د خپل هېواد له ګټو د پاکستان ګټو ته ژمن دي.
بل ځواب یې دا دی چې دلته فاسده اداره او اشخاص حاکم دي او ګڼ شمېر خلک د ډېرې عقدې او انتقام اخیستو په موخه د پاکستان له خوا زموږ پر ضد د پیل شوې لوبې په لومه کې نښلي. دا منطق به تر یوه حده سم وي، خو بیا قطعي حکم پرې نشو کولی. هغه کس چې له دغو فاسدو چارواکو سره وران دي، نو حتما دې د بل په لومه کې ونښلي. ډېر داسې کسان پېژنم او شته چې موجوده حاکمو سیاسي ډلو او اشخاصو نه کرکه لري، خو بیا هم دې ته په تمه دي که نظام او قانون ټينګ شي، هېواد کې امن او پرمختګ رامنځته شي له قانوني میکانیزمونو نه په ګټې اخیستو به له دغو اشخاصو او ډلو انتقام واخلي.
ښه نو دا کوم دلیل دی چې دغه نسبتا پوه او تعلیم یافته قشر زموږ د اکثریت ناپوهه او نالوستو ځوانانو له مذهبي او نورو احساساتو نه د پردیو په لمسه د خپل وطن او نظام په ضد استفاده کوي؟
اصل کې خبره داده چې د ثور له کودتا را وروسته پاکستان د افغانستان په ډېرو نخبه او مخورو کورنیو، اشخاصو او سیاسي ډلو زخته ډېره پانګونه کړې ده، د دوی ګڼ شمېر کورنیو ته يې په پاکستان کې د زده کړو اونورو امتیازاتو د ورکولو ترڅنګ هلته تجارتي او کاروباري فرصتونه برابر کړي دي او په فکري لحاظ یې د پاکستانیت نظریه په مستقیمه او نامستقیمه توګه پرې منلې، دغه کسان که څه هم ددې لوبې په ټولو اړخونو پوهېږي، خو خپله بقا د پاکستاني ریاست د اهدافو په پلي کولو کې ګوري. د پاکستان له خوا همدغه روزل شوی نخبه اقلیت چې خپله په هارډ یا کلکې جګړې کې برخه نه لري، خو د نرمې یا سافټ جګړې مهم لوبغاړي دي. یعنې دوی په فکري، نظریاتي او عقیدتي لحاظ دغه شان جګړې ته دلایل تراشي او پر نورو باندې د خپل نظر له منلو وروسته یې پرهغوی عملي کوي او جنګ ته یې ورکاږي.
هغه شمېر افغانان چې په پاکستان کې اوسېدل او په اصطلاح له مقاماتو (ای اسي ای) سره یې هغه که د هر مجبوریت له امله و راشه درشه درلوده، د دوی اکثرو ته پاکستان يو عظیم او ستر هېواد معرفي شوی دی، دغه روحیه په کې داسې تلقین شوې ده چې فکر کوي پاکستان او پوځ یې هر ناممکن کار کولی شي، دغه ډار او وېره او ددغه هېواد د عظمت او قدرت کېسو یې ذهنونه داسې ور ډک کړي دي، چې په افغانستان کې روان عمراني کارونه، پوځ جوړونه، زده کړې او بهرنۍ اړیکي ورته ټوکې اوملنډي ښکاري، که په بازار کې ایس کریم هم خوري، حتما ورسره دا خبره کوي چې د لاهور ایس کریم بیا بېله مزه لري، که دلته دوه زره ډالره معاش اخلي بیا هم وايي، یاره هغه پاکستان کې د پنځه زرو کلدارو معاش بېل خوند او برکت درلود. ددې ځای ډاکتر، انجنیر، معلم او هر شی به د پاکستان په سترو ښارونو کې له همداسې شیانو سره مقایسه کوي، یو له دغو کسانو راسره د کابل ګلبهار سنټر ته راغلی و، زما یو ملګري ورته وویل دا په کابل کې تر ګردو لوی سوداګریز مرکز دی، خو هغه سمد لاسه وویل، نه مړه اسلام اباد، لاهور او پېښور کې تر دې لوی مرکزونه شته، زما یو بل ملګری وسره په بحث کې کېوته، ورته یې وویل، تا یوازې پاکستان لیدلی دی، دوبۍ، امریکا او جاپان کې بیا تر پاکستان هم لوی مرکزونه شته خو هغه یو هم زموږ ندي دا ښه دی که بد زموږ خپل دی.
د پاکستان دغه فکري هژموني سیاست ګڼو افغانانو ته اقناعي تلقینات ور پېچکارۍ کړي دي، زموږ دغو افغانانو د پاکستاني کلچر نه رنګ اخیستی کوم چې تر ډېره له خرافاتو ډک دی، حتا د پاکستان مطبوعات لا همداسې خرافاتي کېسې او داستانونه خپروي، د هر اخبار او مجلې په یوه څنډه کې به یې د نجومیانو، فالبینانو او یوناني دواګانو په اړه مفصل فیچرونه خپرېږي، بله خوا دغه مطبوعاتو که وګورو د پاکستاني سیاستوالو د شخصي ژوند، د هغوی د سیاستونو او بهرنیانو سره د اړیکو په اړه له باټو او درواغو مالامال خبرونه خپروي، مذهبي جذباتي بیانونه او ټولې نړۍ ته اخطارونه او په لنډه توګه د پاکستان د اټومي قوت او پوځ په اړه داسې خبرې اوري او لولي چې فکر کوي په نړۍ کې همدا پاکستان دی چې د اسلام نوم يې ساتلی او په دې نامه ورسره ټوله نړۍ اختلاف لري.
له یوې خوا د پاکستانیانو له خوا پر افغانانو سیستماتیکه پانګونه روانه ده، له بلې خوا هلته سیاسي او اجتماعي وضعیت چې تر ډېره په کې افراطي او سرټمبه کسانو ته اهمیت ورکول کېږي، زموږ د ځوانانو او هغو کورنیو چې هلته اوسېږي په روان او دماغو ژوره اغېزه کړې ده او په ناپوهیدلي ډول یې د هغوی ذهني غلامان ګرځولي دي. د نړۍ، د انسان د ذات او ماهیت، هېواد، عقیدې او کلتور نه د هغوی برداشتونه له هغه څه سره چې موږ یې لرو بیخي فرق کوي، د دوی د یو محدود شمېر افرادو ګټې په پاکستان کې خوندي دي، خو نور بېوزله افغانان چې اصلاً هلته کومه امتیاز او موقف نه لري او د انسان په سترګه ورته نه کتل کېږي هغوی یې هم په یو نه یو شکل له ځان پسې کړي دي او په نهایت کې یې د افغانستان په ضد یو لوی سنګر جوړ کړی دی.
دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.