لویه څارنوالي

تاند- د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)، د نن ځوانانو مدني ټولنې، پښتون خوځښت، افغان یون، د افغانستان ملي تحریک، ځوان ځواک مدني خوځښت، صمیم ادبي ټولنې، امن بشري موسسې، د غلجیو او هوتکو سراسري شورا، د ځاځیو قومي شورا او د ځاځیو ځوانانو فرهنګي ټولنې د ولسي جرګې د غړي انورسادات پرخلاف نن وروسته له دې لویې څارنوالۍ ته شکایت وکړ چې په ولسي جرګه کې د سرپُل دغه استازي پښتانه ترهګر، ځانمرګي او په اداري فساد ککړ قوم وباله.

 مدني ټولنو او سیاسي خوځښتونو لویې څارنوالۍ ته په سپارلي لیک ویلي:«موږ د افغانستان د بیلابیلو مدني، ټولنيزو، فرهنګي او سیاسي بنسټونو استازي، د متمدن او اصیل ملت د استازو په توګه د لويې څارنوالۍ له محترم مقام څخه هیله کوو، چې د اساسي قانون د محتویاتو او د جزا د قانون له مفرداتو سره سم ( انور سادات) د قانون منګولو ته راکاږئ، د ولسي جرګې غړیتوب يې تعلیق او قانون پرې په بشپړ ډول تطبیق کړئ، چې نورو دا ډول اشخاصو، ډلو ټپلو او پردیپالو عناصرو ته د عبرت سبب شي، او که چيرې عدلي او قضايي ارګانونه پر دې ډول اشخاصو د قانون د تطبیق له مسولیت څخه ځان باسي، نو افغان ولس په ځانګړي ډول پښتون قوم بیا د نورو عرفي، مدني‌او ټولو بشري قوانینو پر تطبیق تر هر چا ښه پوهيږي او وس يې هم لري.)»

تر دې مخکې د انورسادات له څرګندونو یوه ورځ وروسته (د چنګاښ پر ۲۷مه نيټه) د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)، امن بشري موسسې، د افغانستان ملي تحریک، د افغانستان د ولسي جرګې د نوماندانو سراسري اتحاد، د غلجیو او هوتکو سراسري قومي شورا، د خروټو سراسري شورا، د افغانستان د شوراګانو سیاسي‌اتحاد، د ځدراڼو ځوانانو سراسري ټولنې، زيار مدني ټولنې، د لويې پکتیا د ځوانانو ګډې جرګه ګۍ، ځوان ځواک مدني خوځښت، طوطاخیلو شورا، ختیځ ځوانانو مدني ټولنې، د ځاځیو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنې، افغان یون مدني خوځښت، افغان ميډیا نړېوالې (امن) او د افغانستان د قهرمان ولس او مدني ټولنو، سیاسي، فرهنګي‌او ټولنيزو سازمانونو استازو، په یو خبري کنفرانس کې غوښتنه وکړه چې انور سادات دې د روانې هجري میاشتې تر پایه له ولسي جرګې څخه وشړل شي او له لويې څارنوالۍ يې غوښتي و چې د ملي خیانت په تور د هغه د جدي عدلي تعقیب او له هغه څخه د افغاني تابعیت اخيستلو په اړه دې لاس په کار شي.

یادو ټولنو په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې ميشت ټول قومونه ورونه بللي وو او د هغوی تر منځ د کرکې او نفرت اچوونکي يې ډېر خطرناک ملي خاینین او د پردیو اجیران او جاسوسان بللي وو.

په همدې حال کې افغان ملي غورځنګ خلکو ته بلنه ورکړې چې سبا په کابل کې د انورسادات د توهین آمیزو څرګندونو پرضد په لاریون کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې لاریون وال د ملي شورا مخته راغونډ شي او له دې شورا څخه د سرپُل د یوه استازي انورسادات د شړلو غوښتنه وکړي.

2 thoughts on “ګڼ شمېر مدني او سیاسي ټولنو د انورسادات خلاف رسمي شکایت وکړ”
  1. گوری بی غیرتو …. دا خو یو حقیقت ده په پشتانه هرخه کیزی … وطن په دوی خرابیژی، وژل په دوی کیژِ ،خپل مشر کشر، عالم، معلم، دوی وژنی ، مکتب په دوی سوخول کیژی خو داسی وپوشته چی خه پدوی نکیژی…… راخی چی د احساساتو بغیر کار واخلو …. دی نه وروسته وگوری … هر خه چی په تاسو پشتانه کیژی خپل خان ملامت کری نه بل خوک .. راغلو د دی ازبک کله خام خبروته … یاره که زما منی .. دی دیرو خیلو او شوراگانو……. لیونی خیل، احمق خیل، غول خیل نه تیر شی زما خواست تاسو نه داده چی پخپل قام زره وسوخوی د هر خه نه اوله ورته د تعلیم زمینه برابره کری چی نور د پردیو وسیله ونه گرخی او بله چی خپل مشر، کشر، مور، پلار، عالم وپیژنی او نور ونوژنی ،
    بس کری نور دا مظاهره، شکایت په یو معمولی او لچک سری باندی مه کوی د هغی نه قهرمان مه جوروی … چه و الله دی قهرمان نوم نه می بد ایسیژی

  2. خیر له دوی نه ګیله نه ده پکار ځکه ده سپی چی په لاروی زور ونرسیږی نوورته غاپی به خامخا دا ده دوی کمزوری ښیی نه زور دی که دافغانستان وی نو دافغان نوم به بد نه پرلګیده دی خوتولوته معلوم ده چی دی دهمسایه په ډول له کومه څایه راغلی داوطن زموږدی یعنی دافغانانو دی که چیر څوک نه غواړی چی په تذکره یانوروپاڼوکښی دافغان نوم ورته وانه خیستل شی نوملامت ندی ځکه چی دوی خوافغانان نه بلکی تاجکستانیان ازبکستانیان ترکمنستانیان اویا دچنګیز قومونه دی دله ده همسایه یا جیره خور په توګه پراته دی آیا وطن تاخرڅ کړو که ما تا دافغانستان سرکونه دایرانی جاسوسانو په نوم کړل که ما دافغانستان طیاری تاکولاب به بوتلی که ما 5000پښتانه تاقتل عام کړل که ما دپښتون په سرمیخونه تاتکوهل که ما په ایران تاجکستان ازبکستان ترکمنستان ترکیه کښی ته تابعیت بلدنګ لری که زه وطن تاټوټی ټوټی کړو که ما امریکاه تاراوستله که ما شوروی سره مرسته تاکوله که ما بچه بازی زورواکی اولچکی ته کوی که زه نورنو چټیات راڅخه ویل کیږی وسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *