انتوني د ګیتار یو تار کش کړ. د تار تړنګ تړونګ د کوټې چوپتیا ماته کړه. پرته له دې چې ماته وګوري د ګیتار تارونو میخونه یې کلک کړل:

-که مې د ویني فشار نه وای خامخا ایتالیا ته تلم

د ده مور د ایتالیا وه. خپله په امریکا کې زیږیدلی. ورته ومې ویل:

-ژوند دې وي ایتالیا به وګورې

 ګیتار یې له چوکۍ سره ودراوه:

-په ځواني کې مې ډیره بیغوره وکړه د ژوند د خوند په راز نه پوهیدم مور به مې تل د ایتالیا د خوړو، سندرو او د خلکو د ژوند کیسې راته کولې

ګیتار ته یې لاس وروغځاوه. کتابچه یې پرانیسته، د ګیتار څو تاره یې وترنګول:

-دا ایتالیایۍ سندره ده

ما د ده نغمې ته سروخوځاوه. ده ګیتار په غیږ کې ټینګ کړ:

-که مې د زړه وینه ایتالیا ته نه پریږدي، زړه مې بیا هره ورځ له دې ګیتار سره ورځي

پرانیستې کړکۍ ته یې لاس ونیو:

-چې نغمه غږوم دغه شمال راته د مدیترانې ښکارې

انتوني پر ګیتار ورکړوپ شو، شنې سترګې یې له خونده سره وروستې. ګوتې یې دومره تیزې خوځیدې چې نه سره ښکاریدې او مسته نغمه د کوټې له شاوخوا دیوالونو راغبرګیده.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *