تاند- د مایکروسافټ شرکت خاوند او موسس وايي، د خپلې شتمنۍ لویه برخه به پر خیریه چارو ولګوي.
شپېته کلن بیل ګېټس، چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی، پتېیلې ده چې له مړینې وروسته د ده شتمنۍ په بېوزلو ووېشل شي.
ګېټس یو زوی او دوې لوڼې لري. دی وايي چې اولادونه یې د ده په دې پرېکړه خوشخاله دي چې له مرګه وروسته دې د ده ډېره شتمني په خیریه چارو ولګېږي.
ګېټس اوس ۷۵ ملیارد ډالره شتمني لري خو له مړینې وروسته به د دې شتمنۍ یوه کوچنۍ برخه د ده ۳ اولادونو ته چې جنیفر، روري او فوب نومېږي، ورسېږي.
بیل ګېټس وايي، د دې پر ځای چې اولادونو ته څو ملیارد ډالره په میراث پرېږدي، هغوی ته یې دا ورزده کړي چې ځان ته څرنګه کار و روزګار ومومي.
دی وايي، خپلو اولادونو ته دومره شتمني پرېږدم چې د بېوزلۍ خوند ونه څکي خو اصلي خبره دا ده چې دوی باید له خپل ابتکار او خلاقیته کار واخلي او په خپل مټ ځان ته راتلونکې جوړه کړي.
د بیل ګېټس مشره لور جینفر ۲۰ کلنه ده او د کلیفورنیا په سټنفورد پوهنتون کې زده کړه کوي.
یوه لور او زوی یې له ده سره د واشنګټن په سیاټل کې اوسي.