تاند- د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرت ګېټس ویلي، امریکا هیڅکله پاکستان د خپل ستراتیژیک متحد په توګه نه مني ځکه چې امریکا له طالبانو سره په جنګ ده او اسلام اباد د طالبانو ملاتړ کوي.

ګېټس په خپل کتاب کې، چې لا له چاپه نه دی راوتلی، ویلي دي چې امریکا په ځلونو پاکستان ته له خبر ورکولو پرته د ترهګرو پرضد اقدام کړی چې تر ټولو څرګنده بېلګه یې د بن لادن د وژلو لپاره د ایبټ اباد عملیات و.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرت ګېټس همداراز لیکلي:«امریکايي چارواکي پوره ډاده ول چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) له لوري پټ کړای شوی دی او موږ په دې پوهېدو چې که پاکستاني چارواکو ته ووایو چې د بن لادن د وژلو لپاره عملیات کوو، هغوی د امریکايي پوځیانو د نیولو هڅه کوله او بیا به د دغو امریکايي ځواکونو د خلاصولو لپاره باج ورکولو ته مجبورېدو.»

ده ټینګار کړی چې امریکا او پاکستان هیڅکله پر یو بل باور نه درلود.

ګېټس ویلي چې امریکا په افغانستان کې په جګړه بوخته ده او پاکستان هم د تروریستانو او سخت دریځو ملاتړ د دې لپاره کوي چې په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي.

ګېټی دا هم ویلي چې پاکستان لا هم له طالبانو سره اړیکې نه دي پرې کړي خو له دې سره سره د امریکا په کانګریس کې د پاکستان ملاتړ کوي څو د ناټو اکمالاتي لار پرانستې وي.

2 thoughts on “ګېټس: پاکستان مو ستراتیژیک دوست نه دی ځکه چې د طالبانو ملاتړ کوي”
  1. الله (ج) دې هغه ورځ زموږ په ګرانو هیواد والو ژر ووینې چې کافره امریکا زموږ دسوویل ختیځ ګاونډې سره مستقیما په جنګ ولویږې. امین
    ځکه همدغه امریکا وه چې همدغه ګاونډی یه زموږ پر خاوره (پشتونیستان) باندې جوړ او په رسمیت یې وپیژانده

  2. د ګيس د خبرو هرکلی کوو، مګر هغه وخت به يې ښه نتيجه درلودلۍ، چې په وخت يې دا خبرې کړي وای، مګر اوس ګيټس له دندې ګوښه شوی دی او خبرې يې کوم خاص وزن نه لري، لږ ناوخت دی……

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *