تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن نن /سې شنبه/ په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم او لوی درستیز سره وکتل.

ټیلرسن له پاکستاني مشرانو سره په کتنه کې وویل چې پاکستان د ټولې سیمې د امنیت او ثبات لپاره ډېر مهم هیواد دی.

سره له دې چې اسلام اباد ته د ټیلرسن دا سفر د دوو هیوادونو په اړیکو لپاره د یوه خورا مهم سفر په توګه څو میاشتې پخوا پلان شوی و، ده ډېر لږ وخت په اسلام اباد کې تېر کړ.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره د امریکا او پاکستان ترمنځ د اعتماد د بیا رامنځته کولو پر شرطونو د خبرو ترڅنګ له پاکستان څخه د طالبانو پر وړاندې د عملي اقداماتو په شمول یو لړ غوښتنې وکړې.

عباسي د هغو اقداماتو په اړه چې د ده په وینا پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره کړي دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته معلومات ورکړل.

له ټیلرسن سره د خاقان عباسي په کتنه کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز او یو شمېر نور جګپوړي پوځي او ملکي چارواکي حاضر ول. (پاکستاني رسنۍ څه وايي)

عباسي او ټیلرسن

له کتنې وروسته د پاکستان د صدراعظم دفتر یوه لنډه ویدیو خپره کړه. په دې ویدیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوازې دا جمله اخیستل شوې چې وايي «پاکستان د ټولې سیمې د امنیت لپاره ډېر مهم دی. له دغه هیواد سره د لا ډېرو اقتصادي اړیکو لار هوارېدای شي.»

له ټیلرسن سره د پاکستان د صدراعظم په کتنه کې د دغه هیواد تقریباً ټول اصلي تصمیم نیوونکي لکه د آی ایس آی ريیس ډګرجنرال نوید مختار، دفاع وزیر خرم دستګیر، د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف، د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حاضر ول.

ټیلرسن پاکستان ته تر تګ مخکې پرون په بګرام کې یو وار بیا پاکستان ته خبرداری ورکړ، ویې ویل چې سلام اباد باید د هغو تروریستي ډلو خلاف اقدام وکړي چې د پاکستان په خاوره کې پناهځایونه لري.

ده همداراز وویل چې له پاکستان سره د امریکا اړیکې مشروطې دي. «شرطونه دا دي چې پاکستان داسې اقدامات وکړي چې زموږ په نظر نه یوازې په افغانستان کې له پخلاینې او امنیت سره مرسته کوي بلکې د پاکستان د راتلونکي ثبات لپاره هم ضروري دي.»

ده دا هم وویل چې امریکا د پاکستان د راتلونکې په اړه هومره اندېښمن دی لکه څرنګه چې په ځینو مواردو کې د افغانستان په اړه دی.

ټیلرسن دا هم وویل چې پاکستان باید په خلاص ذهن د حالاتو او خپلې راتلونکې جاج واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *