لاهو صاحب مې یو وخت په دفتر کې همکار شو. ما یوازې هغه د یو نوښتګر شاعر، لیکوال او ژورنالیست په توګه پیژانده. خو یوه ورځ یې له بل کماله هم حجاب پورته شو: زموږ دفتر د خطاطۍ څانګه هم لرله. دفتري شعارونه به یې لیکل، د دفتر لوحې به یې لیکلې. دا څانګه لومړي پوړ کې وه. د لاهو صاحب غږ ترې را تلو، چې ورښکته شوم، نو ګورم چې مویک یې لاس کې دی. پر دیواله د طبیعت یوه ښکلې څنډه انځوروي لکه دیوال چې د طبیعت په ښکلې څنډه بدلوي. ورته ودریدم او د هغه د فنکار لاس له خوځولو مې خوند اخیسته. هغه وخت ذیروح شي ته ډیر ارزښت ورکول کیده. د ساه او روح موضوع ډیره اهمه وه. مثلا: ویل به یې د ژوندي موجود انځور مه کاږئ، دا قیامت کې درنه روح غواړي. هغو خلکو ته چې یو وخت ساه اچول ډیر مهم وو، نن ورته له یوه ژوندي مخلوقه ساه ویستل هیڅ ارزښت نلري. هیڅ دې ته نه ګوري چې دا ژوندی موجود به د قیامت په ورځ ترې پوښتي چې په کومه ګناه دې را نه ساه وویسته؟
لاهو، په خپل فن ښه حاکم و. غټه لونګۍ یې پر سر وه. پټو کې را تاو و، خو لاس یې ښکلاوې پنځولې. له هغې وروسته څو ورځې ورپسې شوم او د یوې تابلو غوښتنه مې ترې وکړه، خو هغه ته هم د پلمو څه کمی نه و. بالاخره، راضي شو. تابلو یې چمتو کړې وه او چې کله مې پرې سترګې ونښتې نو د ګلونو، شنو وښو بوي مې هیڅ کړ، د جړوبي (ابشار) خوږه موسیقي مې تر غوږ شوه.
ما ویل که لاهو ځان سره د طبیعت تر ټولې ښایسته څنډې ته بیولی یم. دا مهال د نظام پاڼه په اوښتلو وه. هغه خلک چې یو وخت به یې نورو په لیدلو منډې وهلې، خپله له ښاره په منډه وو.
د ښار ځینو سیمو ته برګ دسمالونه په غاړو کې ځوانان را داخل شوي وو. دوی کاږه پکولونه ایښي وو. ځانونه یې د کابل فاتحان ګڼل. لکه کابل چې دوی پرته له ( بي ۵۲ نیولی وي) او یا لکه دغه الوتکې چې هم دوی جوړې کړې وي. د دغه شان ځوانانو شمیره ورځ په ورځ لوړیده، هغه کسان چې څو ورځې وړاندې یې بایسلکونه جوړول، موټرونه یې وینځل او… هغوی هم د فاتحانو اکټونه کول. له پل محمود خانه د لغمان په نیت روانیدم. زه باید داسې موټر کې ناست وای چې تابلو مې خوندي رسولې وای. یوه سراچه راغله.
سراچې موټرو به کله ناکله ډاله کې هم سورلۍ کښینوله. خو ما یې کرایه ورکړه او تابلو مې په کې کیښوده.ډریور د لغمان د لاین نه و. ښار کې ګرځیده، خو چې سورلۍ ورته پیدا شوه نو د لغمان شوق یې وکړ. لږ وروسته سراچې ته یو نری ځوان را نږدې شو. تر ډیره یې ډاله کې تابلو ته کتلې او بیا را پورته شو. دی له شمالي راغلی و. دی هم د فاتحانو(!) په لباس کې و.
مخکې سیټ کې کښیناست.بغل ته یې د تومانچې پټۍ هم ښکاریده. تالاشي ته ولاړ کسان چې به یې ولیدل، پکول به یې نور هم کوږ کړ او موټروان ته به یې ویل: ورځه، ټول عمر مې خط کې تیر کړی، مقاومت مې کړی، دوی څوک دي چې زموږ مخه ونیسي؟ سړکونه خامه او کنډو کپر وو. له ماهیپره چې ښکته کیدو نو تږی شوم.
د ماښام اذان ته ډیر وخت پاتې و. مخکې ناست ځوان سګریټ را وویست. لاس کې یې څه شی مږل، وروسته یې سګرټ له تمباکو خالي کړ او نورو شیانو نه یې ډک کړ. شیبه وروسته، له سګرټه تاو تاو لوګی پورته شو. ډریور ته یې وړاندې کړ، هغه هم څو دوده کش کړ.
ور غږ مې کړ: وه وروره، روژه ده!
هغه له لوګي ډکه خوله را واړوله : په سفر کې روژه نشته.
ما ویل: سمه ده،چرس څکول خو هم نشته.
ځوان لږ جدي شو: له ځانه ملا مه جوړوه، که شوق دې وي، څو لوګیه کش کړه!
دې شخړه کې نورې سورلۍ یوازې پریښودم. هیڅ وس مې نه رسیده. موټر همداسې روان و او ما له ښیښې بیرون سر ویستلی و. چورتونو سر بډاله کړم، ځان سره مې ویل: اسلام خو دلته څوارلس پیړۍ مخکې راغلی، خلک یې ولې د طالبانو ملکیت ګڼي؟
دا ولې زموږ خلک تل د افراط او تفریط په منځ کې دي؟ همدې خیالونو کې وم چې موټر ودرید. ښکته شوم، لږ وړاندې لاړم. تابلو مې په یاد شوه. بیرته را وګرځیدم. موټر ولاړ و. خو ډاله یې تشه وه.
نعمان دوست، جلال اباد همدا نن سهار( نیټه راته نه ده معلومه)