Empty bench

زیبرانسکي عجیب سړی و. هر مازدیګر به په پارک کې د چک جمهوریت د منلي مشر څلورم چارلس مجسمې ته څیرمه تر هغو پر چوکۍ ناست و چې ماښام کیده. په اوله کې مې فکر کاوه چې سړی د دې دنګې مجسمې چوکیدار دی، خو په هغه ورځ چې مې له ده د سګریټ لایټر وغوښت کیسه یې راته وکړه چې تقاعد یې کړی، کار نه لري، د پارک دغه کونج کوچینواله ورپه زړه کوي چې ماشوم و دلته به یې لوبې کولې.

زیبرانسکي دا هم راته ویلي و چې، همدلته یې په نوې ځواني کې لومړۍ ملګرې پيدا کړه او د همدې مجسمې شاته یې ښکل کړه. ده ویل چې  پخواني وختونه یې هرمازدیګر دې ځای ته پورې وهي کنه په پښو کې یې اوس دومره سیکه نه شته چې له پورې کوڅې دلته راشي.

د مجسمې څنګ ته مې د ایښې خالي اوږدې څوکۍ پر بازو لاسونه تکیه کړل، نن د زیبرانسکي لسمه ده، خبر شوم چې په کور کې یې ساه پرې کړې ده. پولیس د ده د مرګ په دریمه پوه شوي وو چې سړی مړ دی، زوی یې له پلیزین ښاره ورته راغی، د ده جسد سره غونډ شوی و، لاسونه او پښې یې نه خلاصیدې . نن سهار یې د ده مړی وسوځاوه.

شیبه مخکې چې یې کورته ورغلم، د زوی په لاس کې یې البم و، یو توپ یې په پښه پورې واهه چې باد یې نه درلود، راته وې ویل:

« پلار مې د ماشوموالې د وخت شیان لا ساتلي دي، په دې البم کې د یوې نجلۍ تور او سپین عکسونه دي سم نه معلومیږي چې مور مې ده که بل څوک ده».

زه د پارک د چوکۍ پر همهغه ژۍ کښیناستم چې له زیبرانسکي سره به مې کله ناکله خواله کول. سګریټ مې په هغه لایټر ولګاوه چې د چک د بیرغ په درې رنګه رنګ، سپين، سور او شین رنګیدلی. دا لایټر زیبرانسکي راکړی و، خو سګریټ مې لا نیم کړی نه و چې له څوکۍ پاڅیدم او له پارکه ووتم.

پراګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *