شنبه: ۲۹/۸/۱۳۹۵ ښرنه پکتیکا
راپور: اکبر راحل
یاران ادبي دېره خپله منځمه اونیزه غونډه د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست په تالار کې وکړه.
د د دریځ چارې رحمت ریحان مخته وړلې او د غونډې مشر ګل رحمن رحماني او میلمه تاج محمد ملال و.
غونډه د تل په څېر د قرآنکریم په مبارکو ایتونو پیل شوه، او ورپسې ظفر باوري د تېرې غونډې راپور ګډونوالو ته ولوست.
وروسته په راپور ازاد بحث وشو، محب الله آرمل وویل (( په راپور کې یو ځای د د تېرې اونۍ د راپور په هکله ویل شوي وو چې (خو) پکې پیدا کړه، چې دا هیڅ امکان نه لري چې یوه لیکنه دې خو ونه لري، ددې پر ځای بله مناسبه کلیمه ښه ښکاریدله.
د وصیل صالحي نیوکه دا وه چې راپور تسلسل نه درلود په راتلونکي کې باید ورته پام وشي.
ورپسې محب الله آرمل ته بلنه ورکړل شوه چې خپل ترتیب کړی لیکچر ( شعر څنګه جوړیږي؟ د شعر د محتوایي جوړښت رغند عنصر) د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړي.
محب الله آرمل وویل(( شعر د جوړښت له مخې په دوه ډوله دی محتوا او فورم)).
نوموړي وویل د فورم له مخې د شعر پیژندل ستونزمن نه دی مثلآ د غزل فورم، نظم، مثنوي، څلوریزه او …. چې هر فورم ځانته بېله ځانګړتیا لري)).
ده زیاته کړه چې شعر د محتوا له مخې په پنځه ډوله ویشل کیږي. ۱: تخیل ۲: فکر ۳: احساس ۴: موسقیت ۵: هندسي جوړښت.
آرمل د تخیل په هکله وویل(( نا اشنا خبرې د تخیل پر مټ جوړیږي، او همدا نا اشنا خبرې شعر دی)).
نوموړي وویل په تخیل کې تصویرونه په دوه ډوله دي هغه چې حس کیږي او هغه چې نه هیڅ کیږي.
ده یو مثال وړاندې کړ:
ته په باره پاس پټي ته ورختلې
ماسکه غټ غاټول په باره کې راشین دی
هدف ترې دادې چې دلته یو څوک له غټ غاټول سره تشبیه شوی، او غاټول داسې شی دی چې حس کیږي.
آرمل زیاته کړه: د شعر یو بل شرط دادی چې شاعر باید پخپل شعر فکر ځای کړای شي، ده د دروېش دراني شعرونه د بېلګې په څېر وړاندې کړ چې بحثونه پرې کیدای شي.
محب الله آرمل وړاندې په عاطفې او احساس بحث وکړ، ده وویل عاطفه داسې شی دی چې له احساس سره مرسته کوي، موږ هر یو احساسات لرو خو ممکن داسې کسان وي چې په عاطفي لحاظ کمزوري وي، او لوی دلیل یو څو کلنې نه منونکې جګړې دي چې د افغانانو احساسات یې کمزوري کړي دي.
ده د کاروان صیب دا بیت د بېلګې په توګه وړاندې کړ:
مینه ګیله په غریو نیولي انداز داسې وکړه
خلک په خپلو کارو بوخت دي په ما کار نه لري
د هندسي جوړښت په هکله یې وویل چې د شعر له تخنیکي اړخونو بحث کوي، مونږ ته د شعري فورمونو تر منځ هندسي جوړښت لکه وزن، قافیه، سیلابونه، ردیفونه او نور توکي راښایي، تر څو په اسانۍ سره وکړای شو له یو بل یې بېل کړو.
د موسقیت موضوع خوندوره وه، آرمل وویل: د شعر خوږوالی، پوستوالی، رواني، زړه منونکې خبرې په شعر کې راوړل دي، مثلآ خیني شعرونه شته چې په ظاهري بڼه هیڅ ستونزه نه لري خو په زړه نه سریښیږي.
ممکن ځیني بیتونه مو په یو ځل لوستلو زده شي همدا د شعر موسقیت دی، ده د ممتاز بیتونه بېلګې کړې:
مصرعې مصرعې غزله زه اندام اندام اندام
اې پاڼې پاڼې ګله زه اندام اندام اندام
په همدې سره لیکچر پای ته ورسید.
د پوښتنو په برخه کې اکبر راحل پوښتنه وکړه:
تخیل په څه معنا چې ذهن یې منلو ته اماده وي او که نه نا اشنا او نه منونکې خبرې وي، که نه منونکې خبرې وي بیا د ځینو شاعرانو په شعرونو ولې نقد کیږي چې د تخیل په نوم هوایي خبرې درباندې مني؟
آرمل یې په ځواب کې وویل: (( تخیل د ښو او خوندورو شیبو او صحنو انځورولو ته وایي، نه داسې چې یو بي خونده شی تصور کړي او بیا په شعر کې راوړي)).
وصیل صالحي پوښتنه وکړه: که یو څوک د فکر اخستلو او خبرې زده کولو پر ځای د خوند لپاره شعر ولولي دا به بده وي؟
محب الله آرمل په ځواب کې ورته وویل (( شعر که د خوند لپاره ولوستل شي بده نه ده، خو شاعر باید پخپل شعر کې وګړي دې ته وهڅوي چې ذوق یې لوړ کړي، عاطفې او مینې ته یې راوبولي، په لا شعوري ډول خلک له کرکو او کینو وژغوري د مینې غیږه ورته خلاصه کړي)).
د غونډې مشر ګل رحماني رحماني غونډه ښه و ارزوله او له ګډونوالو یې مننه وکړه چې د زده کړې فرصت له لاسه نه ورکوي، نوموړي د پوهنتون له استادانو هیله وکړه چې د ادبیاتو پوهنځي محصلین دې ته وهڅوي چې د دېرې په غونډو کې ګډون وکړي او د یوې پوهنځۍ په څېر دلته هم د ادبیاتو له عصري معیارونو ځان خبر کړي.
د غونډې میله تاج محمد وزیرزوی د غونډې موضوع وستایله او له محب الله آرمل نه یې مننه وکړه چې لکچر یې له هر اړخیزو او موثقو سرچینو ترتیب کړی و.
ده له سیمه ایزو رسنیو هیله وکړه چې د دېرې غونډې د خپلو رسنیو له لارې نشر ته وسپاري تر څو نا خبره خلک هم د غونډو له ګټو برخمن شي.
راتلونکې غونډه کې به د اکبر راحل په غزل کره کتنه وشي.
غونډه د دعایې په لوستلو پای ته ورسیده.