د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړی استازی

تاند (دوشنبه، د دلوې ۷) د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړی استازی یاماموتو تادامیچي نن تهران ته لاړ.

د ایران مهر خبري اژانس وايي چې په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر نن سهار په دې هدف تهران ته راغی چې له ایراني چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

یاماموتو تهران ته تر روانېدو مخکې پرون (یکشنبه) په کابل کې د چین له سفیر سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

همداراز ده تېره اوونۍ په قطر او دوبۍ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي او طالب استازو سره کتلي وو.

وروسته له دې چې د جنورۍ په لومړیو کې امریکا د بغداد هوايي ډګر ته نژدې په یوه هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني وواژه، داسې اندېښنې زیاتې شوې چې ممکن ایران د افغانستان د سولې په پروسه کې خنډ پېښ کړي. تهران ته د ملګروملتو د ځانګړي استازي سفر هم ښايي له دغو اندېښنو سره تړاو ولري.

په همدې منځ کې ځینې راپورونه وايي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې موافقه د اوربند پر سر ځنډنۍ شوې ده. طالبان د تشدد له کموالي سره موافق دي خو اوربند نه مني خو امریکا د موافقې د لاسلیک لپاره د یوه شرط په توګه پر اوربند ټینګار کوي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي و چې له امریکا سره به د سولې موافقه د روانې جنورۍ تر پایه لاسلیک شي. که څه هم د دې میاشتې پای ته رسېدا ته لا څلور ورځې پاتې دي خو داسې نه ښکاري چې په دومره لنډ وخت کې دې موافقه لاسلیک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *