پاچا خان پوهنتون

پر علمي، فرهنګي، ژورلیستیکو، مدني او ملکي هدفو باندې ترهګریز بریدونه په هیڅ قانون، هیڅ مذهب او هیڅ اصولو کې د منلو نه دي؛ دغسې پېښو ته دیني رنګ ور کول خپله له دین سره تر ټولو لویه دښمنې ده.

نن چهارشنبه (۱۳۹۴- ۱۰- ۳۰) سهار نهه بجې له پېښور څخه ۵۰- کیلو متره لیري په چارسده کې پر پاچاخان پوهنتون، په داسې حال کې څلورو تنو ترهګرو، د الله اکبر په نارو سره برید وکړ چې د پاچاخان بابا د ۲۸– تم تلین غونډه پیلېدونکې وه، تا به ویل چې د کفارو پر کوم یرغلیز کنډک جهاد روان دی (نعود بالله)

په دغه وحشیانه حمله کې د یوه پروفیسور په شمول تر شلو زیات محصلان له ژونده بې برخې او تر څلوېښتو ډېر زخمي شول.

پاچاخان بابا د عدم تشدد انساني مفکورې لاروی، مبلغ او مبارز وو خو افراطیانو په خپل دغه جنایت سره ثابته کړه چې دوی له سولې و انسانیت څخه کرکه لري او بشر همېشه د وحشت پر شر اړولی غواړي.

ټیک د همدغې ورځې ماښام ۵- بجې د کابل پر دارالامان سړک باندې د طلوع ژورنالیستیکې شبکې پر کاسټر موټر ځانمرګی برید وشو چې پکښې د کابورا پروډکشن ۷- تنه کارکوونکي له نازنین ژونده محروم او ۲۴- تنه هم سخت زخمي شول (انا لله وانا الیه راجعون)

دغې پېښې نه یوازې افغانستان بلکې ټول جهان ته سخت ټکان ور کړ.

د ډیورند دوو خواوو ته په یوه ورځ دغسې انساني ضد پېښو یو وار بیا او د تل لپاره وښوول چې تروریزم سرحد نه لري، دا لکه د وبا او ایبولا مرض هرې خوا ته سرایت کوي او لکه تباه کوونکی توپان چې هر څه په مخه ور ځې له یوه مخه یې د تباهۍ ګېډې ته ننباسي.

افر اطیان تر هر څه اول هغه ادرسونه د خپل وحشیانه یرغل هدف ګرځوي چې د فکر رڼا او انسانیت ځلا خپروي؛ چې ذهني روښنایي ته ژمن وي، چې د فکر آزادۍ ته متعهد وي او چې د بشري حقونو تامین ته یې کلک هوډ کړی وي.

افراطیت و تروریزم تاریکه ده او پوهنتون و رسنۍ رڼا ده؛ د رڼا او تیارې تر منځ د دو متضادو پدیدو په توګه همېشه نه پخلا کېدونکې شخړه روانه ده خو انساني تاریخ په وارو- وارو ثابته کړې ده چې بریا تل د رڼا په برخه ده.

تاسو به هیڅ انسان پیدا نکړای شئ چې هغه د تیارې غوښتونکی اوسي، دا د بشر حتمي خصلت دی چې د رڼا پلټونکی، پالونکی او خپروونکی وي خو د افراطیت جریان دومره ړوند دی چې دغه تاریخي حقایق نه شي لیدلای او په دې نه پوهېږي چې غونډ بشر ور باندې لعنت و نفرت وایي.

د تروریزم کاروباریان، تولیدوونکي او صادروونکي ډېر ښه پوهیږي چې د دوی ناانساني معاملې هله ښه بازار موندلای شي چې انسانان ډېر جاهل وي، ډېر له علم او عقل څخه محروم وي، ډېر پسونه وي چې خپل خیر و شر و نه شي پېژندلای او ډېر ژر د دین و مذهب په نوم د دوی په بشر ضد تلکو کې بند شي او دوی یې د خپلو وحشیانه هدفو د تر لاسه کولو لپاره وکاروي ځکه نو د ترهګرۍ سوداګر زیات کوښښ کوي چې تر هر څه اول ښوونځي، پوهنتونونه، د علم او فرهنګ مرکزونه، د ژورنالېزم بنسټونه، مدني بنیادونه، د شعور خاوندان، پوهان او نظر څښنتان په نښه کړي، هماغسي لکه په تېرو څلورو لسیزو کې په عام او وروستیو ۱۵ کالو کې یې په څانګړي ډول شاهدان یو.

دغه زهرجن واقعیتونه ټولو د شعور او ضمیر خاوندانو ته د راټولېدو، یو کېدو او یوه واحد سیتسماټیک صف کې درېدو ږغ کوي.

د پاچاخان بابا د سولییز- انساني تحریک دا ژغورونکې چیغه یو وار بیا خپل اهمیت و کرامت ثابتوي او موږ ټول یې عمل ته را بولي چې:

یا به یو کیږو، ګنې ورکیږو!!!

بدلون اوونيزه/دوهم کال/لسمه/ پرلپسي ۶۲ مه ګڼه/چهارشنبه/ جدي/۳۰/ ۱۳۹۴

2 thoughts on “یا به یو کیږو، ګنې ورکیږو!!! بدلون اوونیزه”
  1. خان بابا رښتيا هم د عدم تشدد دلارې لاروی و، هغه ته جګړه د حل لاره نه ښکارېده، بلکه سوله ايزه لار يې د ستونزو د مخنيوي په لاره کې مهم ګام ګاڼه.
    دلته تاسو باید دهغې پېښې شهيدانو ته د شهادت د کليمې پر ځای له ژوند څخه د بې برخې کېدو ليکلي دي.
    همدغه دعلم او پوهې په لار کې په خپل حق مرګ مړينه هم د یوه حديث په استناد هم د شهادت سره برابره ده.
    موږ باید د هغه چاته د شهيد کليمه وکاروو، چې د ترهګرو له خوا په شهادت رسېږي، شهيدانو ته جنت، ټپيانو ته روغتيا او کورنيو ته يې دزغم هيله کوم.

  2. ددوشنبې په شپه دمرغومې ۴مه دشپې کابونهه نیمې لس بجې به وې رادیومې چالان کړه تازه له ډیوه راډیو څخه دیوتن شهید محصل چې ساجد نومیده له پلار سره یې مرکه کړې وه خدای شته چې دچهارشنبې په ورځ دپاچان پوهنتون د۲۱ تنوشهادت هم ډیر ژور اغیزمن کړم تراوسه خفه یم خوچې دشهید ساجد پلار خبرې مې واوریدې له سترګومې بې واره اوښکې روانې شوې،دشهیدساجدخان پلارپه داسې حالت کې غږیده چې غریو نیولې و،ژړل یې خوهمت یې لوړ و، زه دخپلو پښتنو همت ته حیران یم چې ددومره دردونکو پیښو باوجود خپل خدای ته صبرکوي او دخدای په رضا خپل دردیدلی زړه ته اطمنان ورکوي ، دساجد دپلارمرکه به په زرګونو خلکو اوریدلي وي پلاریې ویل چې ما دومره وسه نه درلوده چې دزوی دپوهنتون مصرف او دکتابونو کتابچومصرف مې پوره کړی وای ،خوزوی به مې له خلکو کتابونه اوکتابچې په پوررا نیول اولوستل به یې ځکه چې زه یوغریب سړی یم کوم کاروبار نه لرم ،دساجد پلار دخپل شهید زوی ډیرصفتونه وکړل ، ویل یې چې زمونږ په کورکې یوازینې سړی همدی و،چې له درس ویلو سره یې مینه وه په ډیرې غریبې کې مې را لوی کړ، سبق مې پرې وویلو دپوهنتون دفراغت وروستنې ورځ یې وه ، دچهارشنبې په شپه یې کورته ټلیفون وکړو له مورسره وغږیده اومورته یی وویل چې مورې ستا تهجد لمونزونو او دعاګانو ځای ونیوه دادې له پوهنتون څخه فارغ شوم نن مې اخري امتحان وو، ازموینو ستړی کړی یم نن شپه به دمه شم خوب به پوره کړم سباچې دفراغت غونډه خلاصه شي له خیرکورته درځم ، خوموریې له دې خبره نه وه چې سبابه ساجدبه په ابدي خوب ویده وویني دمور پلار اوخپل راتلونکي ټول ارمانونه به دابدی دمه ځای ته له ځان سره یوسي.
    شهد ساجد هم دپاچاه پوهنتون دجیولوجۍ څانګې داخري کال محصل و، دباباد۲۸تلین لمانځغونډې پرمهال دپوهنتون دمحصیلینوفراغت غونډه هم یوځای لمانځل کیده دیوشتم شهیدشمیره دساجده پرشهادت پوره شوه
    زمادقتل څه عجیبه واقعه غوندې وه
    په ایمان مړشوم ،خوایمان له پاره مړنه یمه
    زماپه قبر دالوحه چاله خپل ځانه ایښې
    اختیاره :زه ددې اعلان له پاره مړنه یمه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *