تردې مخکې چې وړاندې ولاړشم لازمه بولم چې یوڅه دمشارکت ،اتلاف اومصلحت په پایلویوڅه ولیکم .

د موقتې ،انتقالي اوجمهوري دوروپه راتګ واک اوځواک ترډېره د یوې سیمې سره پاتې شو.

ولسمشرکرزی هم په مصلحتي فارمولې مخکې ولاړپراخ اداري فساد،داولس بې باوري اوپه ټوله کې دیوه ضعیفه دولت تشکیل دهمدغه مصلحت ،اتلاف اوپنجشيري مشارکت زیږنده وه .

دځمکوغصب،دضوابطوپرځای دروابطوپالل،زورښودنه اوله دولتي یونیفورم څخه په ناوړه ګټې اخیستنې په مرکزاوولایتونوکې د ولسي خلکوځورول هم هغه څه وو چې ولس یې بې باوره اودیوه ناتوانه مدیریتي نظام بنسټ یې کېښود.

په هرحال په هېواد دلمړي اودوهم پړاوټاکنې ترسره شوې په لمړي هغه کې ډاکټرعبدالله په یوڅه توپیرله نوروکاندیدانومخکې وخوبیایې هم پنځوس جمع یو پوره نه کړې او ټاکنې دوهم پړاوته ولاړې.

ولسمشربیاهم مصلتي رول ولوباوه درسنیوله مسولینوسره یې په یوه غونډه کې وویل چې یوشمېرپاتې راغلي کاندایدان یې د عبدالله او یوشمېرنوریې د اشرف غني سره دیوځای کېدلو لپاره په دې موخه وهڅول چې انتخابات سمتي شوي نه وي .

د ډاکټرعبدالله ��ه ډلې سره داسې نوماندان یوځای شول چې له ده او ډاکټراحمدزي وروسته یې زیاتې رایې ترلاسه کړې وې او داځل عبدالله پوره یقیني وچې دوهم پړاوبه ضرورګټي خو هیڅکله یې په دې فکرنه وو کړی چې دده سره د یوځای شوو نوماندانو د ملاتړورایې به مخالف لوري ته ورځي اودارنګه غوڅ اکثریت به هم تربل هروخت په انتخاباتوکې پراخ ګډون کوي .

بالاخره دوهم پړاوهم ترسره شوې عبدالله ولېدل چې ماته یې خوړلې نو په اوتوبوتوسرشو.

عبدالله ولې د اشرف غني له بریا وېریږي ؟

تېرشاوخوا دیارلس کلونه د پنجشیري مشارکت په ګټه تېرشوي په واک ځواک اوسیاسي مخالفت کې هم دوی پاتې شوي اواوس چې دوی خپله راتلونکې تیاره ویني اوپه کراره کراره دواک له ګډې ایسته کېږي اوپه اشرف غني کې ددې توان هم ویني چې د لس کلن حکومت په وړاندې مخالفه وسلواله ډله دسولې مېز ته راوستلای شي او له دې لارې یوملي ،واکمن اوداولس له ارادې اوغوښتنې سره سم نظام رامینخ ته کولای شي.

عبدالله چې له سولې په جګړه تاکید کوي هیڅکله نه غواړي وسلوال مخالفین سیاسي واک ترلاسه کړي اوکه داسې کېږي نوبیاددوی شخصي ګټې او اقتدارترګواښ لاندې راځي نوځکه دواړه پښې په یوه موزه کې ننباسي وایي یاقدرت یاټوپک اوداهرڅه زما په نظرددې لپاره کوي چې نظام ته د وسلوالو د سوله ایزراتګ مخه یې ډپ کړې وي اوددې لپاره خو بیا سیاسي جوړجاړي ته هم چمتودی .

ډاکټرصیب اشرف غني بایدڅه وکړي !

دولس هيله داده چې که مشارکتي ،اتلافي،مصلحتي اویادنوم په تغیرکوم ملي دولت مینځ ته راځي بیا به هم د تېرې لسیزې ستونزې له ځانه سره لري .

په دې معنی چې نه به اداري فساد محوه شي،نه به کاراهل کارته وسپارل شي ،نه به لویه برخه له جګړې لاس په سرشي اونه به هم دولت دخلکوباورترلاسه کړي

نوغوره داده چې که راتلونکی ولسمشرملي حکومت رامینځ ته کوي نوپرځای یې د ترډېره ب��یده د سولې پروسې ته پاملرنه وکړي .

دطالبانود نظام پرمهال له اوسنیوماشیني سیاستوالوتکړه اوپخې څېرې موجودې وې نورباید واک اوځواک په یوې سېمې پورې محدودنه کړو دطالبانو د واکمنۍ پرمهال د وتلو سیاستوالوته کلیدي ارګانونه وسپارل شي ترڅوقانون یورنګ پلی اوهم د ټولولوروغوښتنوته پاملرنه شوې وي.

0 thoughts on “یا قدرت یاټوپک ! عزت الله حسن خیل”
  1. كه جيري داكتر اشرف غني او دده سره فعاله تيم دانتقالي او يا مشاركتي ، ائتلافي حكومت سره موقفه وكري دوي به دتاريخ تورمخي إنسانان وي او دملت داريو سره به ي لوره جفا وي دعبدالله به بيخايه دار او مدار او جنجالونو ونه غو ليزي كه جيري دهرخه بدو أعمالو مقابل دلوري مقاومت أ و متانت تاسي ولري بري ستاسي بري دي ، ستاسي بري دملت بري دي دوهمي سقاوي ته بايد موقع ورنه كري كه موقع مو وركره دابه د أولي سقاوي خخه بدتره حالت به ملت تأمين كري
    عبدالله دروس هغه وفاد اره أكنت دي خنكه جه روس دده به وجود كي وتوانيده دملل متحد بنخه فقره يزه بلان ناكام كري نن بيا دهغو به دستور غواري جه دافغانستان حالت دجنجالو سره مخامخ كري هو شيار او بيدار أوسي
    ومن الله توفيق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *