کوچنی ګلاب له لوی څښتن تعالي (ج) څخه دوه لاسونه او له خپل شهید پلار څخه د اختر جامې او نوي بوټونه غواړي،زړه یې له درده ډک،هیلې یې نیمګړې او سترګې یې له اوښکو ډکې دي، دی د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د کاهوکلي اوسیدونکی دی،پلار یې د هېواد او ولس د ساتنې او دفاع په لاره کې کال وړاندې د وحشي دښمن داعش سره په مخامخ جګړه کې شهید شو،کوچني اولادونه ترې پاتې او په کورنۍ یې د غم ټغر خور شو.
د شهید سرتیري کوچنی ګلاب زوی وایي پلار به يې اختر کې ورته نوې جامې کولې او هرڅه به یې ورته اخیستل خو اوس یې پلار له دې نړۍ سره د خدای پامانۍ لاسونه پورته کړي او نشته ،داي وايي کله يې چې دپلار دترحم سیوری له سر ورک شوی بیايې نوې جامې او بوټونه نه دي لیدلې،د کوچني ګلاب په دسترخوان څه نشته،موره یې هم د ژوند سختو او خړو ګردونو وهلې او د اقتصادي ستونزو دروند پېټۍ ورپه غاړه دی.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د ولس له ژوند او حالاتو څخه د خپلو معلوماتو پر اساس دغه یتیم ګلاب پیدا او د کوچني اختر په دریمه ورځ یې په ولایت مقام کې ولید، د نوموړي د ژوند له دردناکې کیسې او حالت خبر وو،له یتیم او معلول ګلاب سره یې هم نقدي مرسته وکړه او هم یې د نوموړي د کورنۍ د اقتصادي ستونزو د هواري،تعلیم او تربیي په خاطرد دوامداره همکارۍ تعهد وکړ، د کوچني یتیم او معلول ګلاب اوښکې یې پاکې کړې.
کوچنی ګلاب له شتمنو خلکو غواړي چې د هغه کسانو سره مرستې او همکارۍ وکړي چې پلرونو يې ددې خاورې او ولس د سوکالۍ او رامۍ لپاره خپل سرونه شیندلي دي ، ترڅو د نورو ماشومانو په شان دوی هم اختر،نوې جامې،بوټونه،قلم او کتابچې ولري.
یتیم ګلاب نړۍته بې لاسو راغلی، مګر ژوند ټولې چارې ،خوراک ،څښاک او لیک دپښو په ګوتو کوي او له همدې لارې خپلې چارې سمبالوي.
۱۸ -۴-۱۳۹۵
دلغمان ولایت درسنیو اواړیکودفتر