یمن

تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۱مه: د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د یمن په جنوب لوېدیځ کې پر یو توقیف ځای هوايي بریدونه کړي چې له ۱۰۰ زیات کسان په کې وژل شوي دي.

د دغې کمېټې په وینا، د تېرې ورځې د دې حملې ۴۰ ټپیان په ذمار ښار کې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د سیمي خلکو هم رسنیو ته ویلي چې د تیرې شپې راهیسې یې د بمباریو غږونه اوریدل .

د نړیوال سره صلیب د هیئت رئیس فرانس راوختن شتاین د سیمې تر کتنې وروسته چې لا هم د ژغورنې ټیم له خرابیو څخه مړي راویستل، په دې اړه خبرې وکړې: ((بمبار پر هغه ودانۍ شوی چې حوثیانو د زندان په توګه کاروه او موږ هم پخوا په دې ودانۍ کې له زندانیانو سره لیدلي وو.))

فرانس شتاین زیات کړې دوی ته د حوثیانو د روغتیا وزارت یوه ویاند یوسف الحاضري ویلي چې د حملو پر مهال ۱۷۰ محبوسین د توقیف په دغه مرکز کې موجود وو: (( زموږ ټیمونه د بمبار له سیمې مړي را وباسي خو داسې تمه نه کېږي چې څوک دې ژوند وموندل شي.))

یمن کې له څو کلونو راهیسې له حوثیانو سره د عرب ایتلاف جګړې دا هېواد د تاریخ له بد ترین بحران او ناورین سره مخ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *