تاند- د پاکستان تر ټولو په ستر ښار کراچۍ کې، چې له کلونو راهیسي په قومي، فرقوي او مذهبي جګړو کې ښکېل دی، د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۴۴ پولیس وژل شوي دي.
تېر کال په دغه ښار کې ۱۶۶ پولیس وژل شوي ول چې تقریباً هره یوه ورځ ترمنځ یو پولیس وژل شوی دی.
اسوشیتید پریس خبري اژانس په کراچۍ کې د پولیسو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي چې په دغه ښار کې د پولیسۍ دنده اسانه کار نه دی.
کراچۍ، چې په ۱۹۹۸ میلادي کال یې نفوس ۱۰ ملیونه و اوس د ۱۸ او ۲۱ ملیونو ترمنځ دی.
په وروستیو کلونو کې طالبانو او له هغوی سره تړلیو ډلو هم په کراچۍ کې د پښې ځای پیدا کړی دی.
د پولیسو د مشر شاهد حیات په وینا په سلو کې ۶۰ پولیس د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي دي.
شاهد حیات د پولیسو وژنې او په کراچۍ کې د بېلابېلو وسله والو ډلو فعالیت، هدفمن قنلونه، اختطافونه غلاوې او نور جنایتونه د اندېښنې وړ بولي.
یوازې طالبان د کراچۍ د ناامنیو او جنایتونو مسوولیت په غاړه نه لري. په دغه ښار کې بېلا بېل او سره سیال قومونه اوسي. قومي او سیاسي اختلافاتو هم د کراچۍ پر حالاتو منفي اغېز شیندلی دی.
همداراز جنایتکارو ډلو او قاچاقبرو کې د کراچۍ د حالاتو په خرابولو کې ونډه لرلې ده.
لېري نه د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د دوو جنایتکارو ډلو ترمنځ په نښته کې ۱۴ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.
د کراچۍ د پولیسو د یوه چارواکي فیصل بشیر په قول ویل شوي چې جنایتکارو ډلو پر یو بل له درنو وسلو، راکټونو او لاسي بمونو څخه کار اخیستی دی.
ویل شوي چې نښته وروسته له دې پیل شوه چې یوې وسله والې ډلې د بلې یو غړی وتښتاوه.
په دغه ښار کې په ځلونو پر شیعه اقلیت بریدونه شوي. خو د کراچۍ ښار پښتني سیمې بیا تر ډېره د طالبانو او سخت دریځو ډلو له بریدونو زیاتې ځورېږي.
سخت دریځو د عوامي نشنل ګوند په لسګونو مشران او غړي وژلي.
د دغه ګوند یو فعال مشرامان الله مسود وايي چې خپل کور ته، چې د ښار په پښتني سیمه کې دی، تللی نه شي او حتي پر پولیسو هم باور نه لري. دی وايي، کله چې یې سیمې ته پولیس او پوځیان راشي، طالبان ورڅخه لاړ شي خو کله چې دوی لاړ شي بېرته طالبان راشي.