د تاریخي قولونو او اسنادو په رڼا کې، اوس یوازې پښتون افغان نه دی، بلکې افغان په ټولوهغو قومونو او خلکو اطلاق کېږي، کوم چې د افغانستان اوسېدونکي دي. که پخوا د نورو قومونو او هېوادونو لخوا پښتون ته د پټان، سلېماني، افغان او اریایي خطاب شوی، خو اوس په ټوله کې هغو خلکو ته د افغان خطاب کېږي، کوم چې د افغانستان اوسېدونکي دي.
دافغان کلمه دلرغوني افغانستان د اوسیدونکو له پاره له پخوا راهیسې دود ده .
د پښتون کلمې په ډیرو ځایونوکې په مترادفه توګه کارول شوي دي ، د پښتون کلمه د (پکت) او (پکتویکي) له مفاهیمو څخه اشتقاق شوي ، (پکتویکي ) یوولس ګونو اریایي ټبرونو څخه یو ټبر دی چې د پښتون له کلمې سره سمون لري دغه مطلب د پروفیسور ډورن (Dorn ) په اند ، د هیرودوټ په کتاب کې Istorii کې راغلی دی او ویلي یې دي چې اوسنی پښتون او افغان د هم هغه ( پکت ) له کلمې څخه جوړ شوي دي .
د هیروډوټ (Herodotus ) په ارزښتمن اثر د (ګندهارا رپوټ ) کې راغلي دي چې د (کسپاتورس) ښار یعنې (پیښور) په دغه پکتویکي کې موقعیت لري .
پروفیسور ګاردون Gordon هم دا مني او تاییدوي چې پښتانه د (پکتیکوس) یا (پکتویس) له نسله دي په لرغوني شرقي آثاروکې معمولا د (افغان) او ( پښتون )ترمینځ کوم توپیر نشته، دا ځکه چې ددغه ټاټوبي اوسیدونکي ټول پښتانه (افغان) وو دا په دې مانا چې اصل اساس ددې کلمې له پاره هماغه آریایي د (پکت) یا( پکتویکي ) ټبر موجودیت دی
هر ګوره دا د ملي هوېت ښکارندوېه نوم، په پخوانېو وختونو کې یوازې د پښتون لپاره کارول شوی، خو اوسمهال د افغانستان ټولو اوسېدونکو ته کارول کېږي. داسې بریښي چې افغان تر ټولو مخکې د پارسیانو له خوا د پښتون لپاره د یوه ستاینوم (صفت) په توګه کارول شوی او د لومړی داریوش تر ډبرلېکه زیات باوري لاسوند هم په زړه مخامنشي پلازمېنه (پرزیپولیس ) (تخت جمشید) کې د ساساني ټولواک لومړی شاهپور د مړستون (کعبه زردشت ) ډبرلېک دی.
په دغه ډبرلیک کې چې په پارتي (پهلوي اشکاني (منځنۍ پارسي)) او یوناني لیکل شوی د (ابه ګان ) یا ( ابګان) نوم یاد شوی او ډېری پوهان او ختېځ پېژندونکي تر مورګنستیرن پورې دغه نوم لکه هندي (اوه ګانه Avagana ) او چیني (O po Kien) او پو کین له افغان سره تړي، چې تر درېیمې زېږدېزې پېړۍ پورې مخینه لري. همدارنګه ویل کېږي، چې د ستر ساساني ټولواک درېیم شاهپور (۳۰۹-۳۷۹ز) ستاینوم هم اپاکان وي، چې له ابګان سره سمون خوري. د فردوسي په شهنامې کې هم د افغان تر څنګ اوګان راغلی، چې وروستۍ بڼه یې اوګان ته نژدې ښکاري.
نششته در آن دشت، بسیار کوچ
ز اوغان ولا چین و کرد و بلوچ
همدارنګه په دې شعر کې زیاتوي:
نژاد ش ز اوغان سپاهش هزار
همه ناوک انداز و ژوبین ګزار
له پورتني شعر څخه دا په ډاګېږي، چې اوغانیان ددې کېسې په اصلي ماخذونو کې هم شهرت درلود، لکه په دغه کېسه کې چې نور ځایونه هم د اوغان او د دوی د هېواد نوم راوړي، مثلآ د رستم له خولې وایي:
ندارم درنګ امشب ایدر ز کشن
مګر سوی اوغان و خرګه زمین
همدارنګه بهزاد یو بل شاعر بېا افغانان داسې ستایي:
چو بهزاد اوغان ازو این شنفت
بدو ګفت کاهریمنت باد جفت
بل ځای کې رستم وایي:
همه مرزا اوغان بهم بر زنم
بدین دژ ز کین اتش اندر زنم
په هره توګه افغان یا اوغان له ټولو پخوانېو بڼو (هندي (اوه ګانه Avagana ، چینایي O Po Kien (او پو کین)، زړه پاړسي A Paga ، منځنۍ پاړسي، پهلوي (اپاکان، اپه کان، ابګان، اوګان) د پښتون دوهم نوم وي، چې د نورو لخوا پرې اېښودل شوی وي. ولې له ۱۳۴۷ز کال راهېسې چې افغانستان (د افغانانو هېواد) په نوم و ټاکل شو، نو د افغان د نوم مفهوم هم ورسره پراختېا وموندله، چې د پښتون تر څنګ د نا پښتنو په استوګنو هم اړه پېدا کوي، چې زموږ د ملي هوېت ښکارندوي کوي. په څوارلسمې او پنځلسمې زېږدېزې پېړۍ کې زموږ د هېواد ناپښتانه لکه تورک، مغل او هزاره هم افغانان وبلل شول، افغاني مغل، افغاني تورک او افغاني هزاره.
بیلیو اوسنۍ پارسي (پشته) د پښتون همارې بولي او په دې ټوګه ورته د (روهي) او (سلماني) په شان له غره سره تړاو ورکوي او یا یې غرنی مانا کوي. خو دا مانا بېا د مورګنستیرن له نظره له اوېستا له پر شته (aparst) (شا) او سانسکرېت (prstha) (شا، لوړ، لوړه) سره سمون خوري. همدا ډول سانسکرېټ (روهتي= پورته خېژي) هم درواخله، ښایي له همدې امله هندیانو پښتانه روهي او روهیله بللي، چې روهیلیکنډ او روهیستان ځینې رامنځته شوی دی. (زیار ارپوهنه ۲۳۹)
الماني لېکوال بوستي د افغان په اړه وایي، د (اوه) اره اوېستایي ده، چې د مهربان، لاسنیوونکي په مانا کارول کېږي او کان یا ګان یې ډېر ګړي روستای ګڼل کېږي، ځکه فردوسي ځانته اوه هم کارولای دی. خوابګان د ابګه (بې خدایه، بېدینه) ډېر کړی زیاد شوی دی، په دې جاج چې د لومړي داریوش د وینا له مخې دغه خلکو اهوارا نه پرښته او (اپه ګه) بېدینه ول، بګ (خدای) او د سر الف یې الفه نېګتیوم دی او اوسنی پارسی انډول یې (بېخدا) راځي.
دووریانکوف افغان په لرغوني (ساکي پېر) او په (اوبه) او تورکمغولي (خان) پسې وړي او په دې ډول یې ټوله مانا (پتمن خان) ر ا اخلي. ډیری نورو پوهانو او پېښلیکاندو (تاریخ لېکوونکو) د افغان کلمه د اسلام څخه پخوا او را وروسته راخېستې، لکه تاریخ یمني، طبقات ناصري، تاریخ ګزیده، ابن بطوطه او فرشته.
په اسلامي اثارو کې د (افغان) په پرتله د (پښتون) نوم ډېر وروسته کښل شوی دی، هغه هم پښتنو نه دی کښلی. په دې توګه د اخون دروېزه ننګرهاري (مخزن اسلام) د پښتو او پښتنو نومونه د یادونې له پلوه سم له لاسه لومړي اخځ برېښي. مانا دا، چې پښتنو تل خپل ځانونه له پخوا پښتانه بللي دي او نورو افغانان . په دې کې هم اړنګ نشته چې پښتو کلاسېکو شاعرانو او لیکوالو د پارسیوانو او نورو نا پښتنو په پېښو ختیڅپوهانو هم دواړه نومونه په یوه جاج راخېستي دي. یعنې پوهاند تږی د پښتنون کله له افغان څخه وروستنۍ ګنۍ او ددې کلمې لومړنی ذکر د اخون دروېزه له کتاب مخزن الاسلام څخه ګڼي.