سهار له پاڅېدو وروسته یوازې ۷ دقیقې دې کارونه ته ورکړئ په ژوند کې به مو بدلون راولي.
دا خو اوس معلومه خبره ده چې سهار وختي پاڅېدل بدن ته ډېره ګټه لري، خو د دې ترڅنګ مو نن له داسې لارو چارو خبروم، چې یوازې ۷ دقیقې وخت نیسي چې په کولو سره يي ژوند له خوښیو برخمن کیږي.
مخکې له دې چې په کار پیل وکړئ ځان په رواني توګه دې ته چمتو کړئ چې د ورځې په اوږدو کې به کوم کوم کارونه ترسره کوئ.
په لومړۍ دقیقه کې مو له خپلو مغزو اضافه خبرې وباسئ او له هغو خبرو مغزه پاک کړئ، چې کار سره مو هیڅ اړیکه نه لري، حتی خپل موبایل او نور بریښنايي شیان هم هیر کړئ.
دویمه دقیقه: ژوره سا واخلئ:اوس چې تاسو خپل ذهن له اضافه خبرو پاک کړی نو ژوره ساه واخلئ، له دې سره به ستاسو بدن د سکون او ارامۍ احساس وکړي.
له درېیمې تر شپږمې دقیقې: شیان ولیکئ او لست يي تيار کړئ:
د نن ورځې کارونه مو په ذهن کې راوړئ او ویې لیکئ او دا هم په یاد وساتئ چې په ننني کار کې مو کوم کار تر ټولو خوښ او کوم مو د پام وړ ونه ګرځید خو دې ته مو باید پام وي چې په لیکلو او فکر کولو مو ډیر وخت مصرف نه شي.
اوومه دقیقه: له هر څه وروسته مو په خپلو ټولو کارونو یو ځغلنده نظر وکړئ او هغه کارونه تر ټولو مخکې کړئ چې تاسو ته يي ګټه زیاته رسیږي.