د بدلون اوونیزې لیډینګ ستوري –
بدلون اوونيزه/دوهم کال/۱۵/ پرلپسي۶۷مه ګڼه/چهارشنبه/ کب/۵/ ۱۳۹۴
افغانان هره ورځ له یوه نوي سیاسي سریال او نظامي تیاتر سره مخ وي؛ افغانستان د نوښتو وطن دی خو له بده مرغه د حیرانوونکو او منفي نوښتو، نه د امیدواروونکو او پرمختیايي ابتکاراتو.
یوه تازه او هېښوونکی نوښت دا دی چې په هلمند کې نوزاد او موسی کلا ولسوالۍ، پرته له جنګه، د افغان امنیتي ځواکو له خوا و طالبانو ته پرېښوول شوي دي؛ د پرشاتګ دغه ننداره د دې اونۍ په سر کې د یوه شپږ دقیقه یې ویډيو کلیپ په واسطه په ټولنیزو شبکو کې وشوه چې پوځي ځواکونه پر خپلو سامان آلاتو تېل پاشي، وروسته اور ور اچوي، بیا په زغره والو موټرو کې سپرېږي او سیمه پرېږدي.
په هلمند کې آوازه ده چې دغه ولسوالۍ له طالبانو سره د یوه تفاهم له مخې هغوی ته د سولې لپاره د یوې معاملې په ترڅ کې ور سپارل شوي وي؛ ځینې وايي، پلان داسې دی چې دغو ولسوالیو ته د کوټې شورا را انتقال او له دغه ځایه د سولې خبرې روانې شي.
خو د هلمند والي میرزا خان رحیمي دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې هیڅ ډول معامله نه ده شوې او دا هم نه ده څرګنده چې سبا ته به څه ډول توافقات رامنځته کیږي؛ ده وویل چې امنیتي ځواکو له دغو ولسوالیو څخه تاکتیکي شاتګ کړی دی؛ مګر د نوښت ځای یې همدغه دی چې تر اوسه به په تاوده جنګ کې د شاتګ پر مهال د تاکتیکي عمل ادعا کېده خو په نوزاد او موسی کلا کې، پرته له جګړې او کومې ناآرامۍ په پټه خوله، د تاکتیکي را وتو کیسه خورا جالبه ده.
والي دا یادونه هم کړې چې ولسمشر غني په څوـ څو واره ویلي چې د هیواد ملي ګټي تر سوله نه قربانوي.
بلې خوا ته (دوشنبه، حوت ۳) په یوه خبرې ناسته کې د افغانستان پوځ د وسلوالو ځواکو مرستیال ډګر جنرال مرادعلي مراد وویل چې امنیتي ځواکونه غوڅ هوډ لري چې په را روان کال کې د وسلوالو مخالفینو په وړاندې بشپړ چمتووالی ولري، ده وویل:
«په هلمند کې تېر ژمی ډېر خونړی وو، موږ کلک نیت لرو چې خپل ځيني قطعات د پسرلني جنګ لپاره آماده کړو.»
ده زیاته کړه چې په همدې خاطر یې له بېلا- بېلو سیمو څخه خپلې قواوې یوې نقطې ته راټولي کړي چې نوي ځواکونه له دفاعي قوت سره و یرغلیزو بریدو ته چمتو شي او د ډېرو تلفاتو مخنیوی وشي.
ښاغلي مراد وویل چې نظامیان د لوژستیکي کمزوریو له امله له موسی کلا څخه راوتلي دي، ده زیاته کړه چې له موسی کلا څخه د امنیتي ځواکو د را وتو پرېکړه د میوند ۲۱۵ قول اردو د ژمنۍ ارزونې په پایله کې شوې وه او وروسته د ملي دفاع وزارت د مشرتابه له خوا تائید شوه.
سه شنبه د حوت پر ۴- مه په کابل کې د افغانستان او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو لپاره د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلوراړخیزو غونډو څلورمه ناسته جوړه شوه؛ له دغې غونډې سره یووار بیا د سولې لپاره په عامه ذهنیت کې د هيلو نوې څپې را ولاړې شوې.
که څه هم په هلمند کې د وروستي وضعیت دقیق تصویر هیچا ته روښانه نه دی، تشویشونه ور سره مله دي خو هماغسې لکه ولسمشر چې ژمنه کړې که پر هلمند معامله نه وي شوې او رشتیا د یوه کلک تضمین په نتیجه کې یوې تلپاتې سولې ته لار هواره شي نو دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده مګر که خدای مکړه جګړه او بحران دوام پیدا کړي او په هلمند کې د وطن مینو امنیتي ځواکو پاکې ویني پالتو ولاړې شي نو دا به د هیڅ یوه وطندوست افغان لپاره د زغم وړ نه وي خو د افغانانو امید دا دی چې د دوی خوارۍ و قربانۍ اوبه یو نه شي او ټول ملت د جنګ له تاریکې څخه د یوې دایمي سولې ځلاند و تاوده لمر ته را ووزي.